1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کروشيا په يوه ځنګله کې د دوو مهاجرو مړي موندل شوي

۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبه

د اروپايي ټولنې غړي هیواد کورشیا په یوه ځنګله کې د دوو مهاجرو مړي موندل شوي دي. د رپوټونو پر اساس کروشيا ته ډیری مهاجر له ګاونډي هيواد بوسنيا څخه اوړي چې بيا له دغه ځایه ځانونه د اروپايي ټولنې نورو غړو هيوادونو ته رسوي.

https://p.dw.com/p/334YO
Flüchtlinge im Grenzgebiet zwischen Serbien und Kroatien
انځور: Dimitris Tosidis

دغه دوه تنه ځوانان چې جسدونه يې د «درژنيکا» ښار ته نژدې په يوه ځنګل کې موندل شوي، داسې ښکاري چې غوښتل يې ځانونه د اروپايي اتحاديې غړي هيواد کروشيا ته ورسیږي.

د کروشيا د پوليسو وياند سنکاستاروسکي، خبريالانو ته وويل: «له دغه ځنګله څخه ۱۲ کسان موندل شوي دي چې په هغو کې یې دوه مړه شوي دي.»

د دغو دوو مهاجرو د مړينې دليل تر اوسه روښانه شوی نه دی، خو ځايي رسنۍ «جورتاني ليست» ليکلي دي چې دغه دوه مهاجر چې سوريايي اسناد يې له ځانه سره لرل، داسې مهال چې ويده ول تر يوې ښويدلې تيږۍ لاندې شوي او مړه شوي دي.

د تلفاتو ارقام

د «بې پولې داکترانو» سازمان اټکل کوي چې د جنورۍ مياشتې راهيسې له اتياو څخه ډير مهاجر له ترکيې څخه تر اروپا د مهاجرتونو پر وخت مړه شوي دي. د مړينو ډيری دلايل په اوبو کې ډوبيدل، سړه هوا او ترافيکي پيښې ښودل شوي دي.

Karte Migrant routes through the Balkans to Germany ENG
له ترکيې څخه تر آلمانه د بالکان سيمې لارې

په ۲۰۱۵م کال د اروپا د مهاجرت کړکيچ پر وخت، د بالکان له لارې په سلونو زره مهاجر اروپايي اتحاديې ته ورسيدل. د بالکان لار له ترکيې څخه پيليږي او د مقدونيې، يونان، صربستان، هنګري، سلوانيا او اتريش هيوادونو له منځه تيريږي. د دې تر څنګ يو شمیر مهاجر ځانونه د ختيځې اروپا هيوادونو، بلغاريا او رومانيا له طريقه آلمان ته ورسول.

خو کله چې د بالکان سيمې هيوادونو د ۲۰۱۶م کال په لمړيو کې دغه لارې د مهاجرو پر مخ وتړلې، مهاجرو اروپا ته د سفرونو په موخه نورې لارې په مخ کې ونيولې.

د روان ميلادي کال له پيل راهيسې شاوخوا ۱۰ پناه غوښتونکو ځانونه بوسنیا ته رسولي دي. له دغو مهاجرو څخه ۴ زره يې په «بيهاج» او «ولیکا کلادوسا» ښارونو کې ميشت دي. د بوسنيا دغه ښارونه ګاونډي هيواد کروشيا پولې ته نژدې پراته دي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په حواله، کوم مهاجر چې د روان کال په نيمايي کې په بوسنيا کې راجستر شوي دي، ډيری یې د افغانستان، پاکستان او سوريې له هيوادونو څخه دي. د سره صليب مرستندويان او د بوسنيا سيمیز رضاکاران له هغو مهاجرو سره چې په راڼه ميدان او یا زړو ودانیو کې ژوند کوي د خوراکي توکو او نورو توکو مرستې کوي.

د مهاجرت پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: