1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د کرزي وژنه، د امريکا له پاره ستره ضايع ده"

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

د نړيوال کړکيچ د څيړولو ډله (ICG)څيړونکي Candace Rondeaux وايي: « که څه هم هغه يومتناقص شخص وو خو د هغه وژنه به د کندهار په عامه خلکو او عملياتو کي د امريکا لاس ته راوړني تر پوښتني لاندي راولي.»

https://p.dw.com/p/11u3u
احمد ولي کرزی د خلکو په منځ کي
احمد ولي کرزی د خلکو په منځ کيانځور: AP

که څه هم احمد ولي کرزی د امريکايانو او د خپل ورور حامد کرزي له پاره لانجمن کس وو، خو په کندهار کي چي د طالبانو پوخ سنګر بلل کيږي د دولت له پاره تر ټولو مهم کس کڼل کيدی.

د څيړونکو په آند د هغه وژنه به د حامد کرزي له پاره شخصي او سياسي ماته وي، او کيدای سي په کندهار کي د زرګونو بهرني پوځونو په شتون کي تيري لاس ته راوړني د ګواښ سره مخامخ سي.

Flash-Galerie Afghanistan Karsai
انځور: AP

سره د دې چي پر هغه د مخدره توکو د قاچاق، درغليو او حتي داسي تورونه هم وو چي د امريکا د متحده آيالاتو د استخباراتي ادارې له پاري کار کوي. خو هغه په کندهار کي د امريکايانو مهم کس وو.

په خپل کور کي د هغه د باوري تن له خوا د هغه وژنه او په عيني وخت کي د طالبانو له خوا د هغه د وژني پړه پر غاړه اخيستل داښيي چي په افغانستان کي هيڅوک هم خوندي نه دی.

د افغانستان له پاره د نړيوال کړکيچ د څيړولو ډله ( ّInternational Crisis Group) څيړونکي Candace Rondeaux وايي: « که څه هم هغه يومتناقص شخص وو خو د هغه وژنه به د کندهار په عامه خلکو کي په عملياتو کي د امريکا لاس ته راوړني تر پوښتني لاندي راولي.»

د دغي ډلي يو بل څيړونکي توماس روتيګ وايي:« کيدای سي، چي دولتي ځواکونه د هغه د غچ اخيستني له پاره ګامونه پورته کړي، چي دا کار به په کندهارکي د لا زياتي نا امنۍ عامل وګرځي.»

Flash-Galerie Afghanistan Karsai
انځور: dapd

د هغه په وينا د احمد ولي وژنه د امريکا له پاره يوه لويه ضايع ده، ځکه چي د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي يې د هغه پر ملاتړ تکيه کړې وه.

هغه فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي:« په سمبولي توګه دا ډيره مهمه ده، ځکه چي دا داسي څه په نښه کوي چي پر دومره امنيتي تدابيرو سربيره يو څوک په خپل کور کي وژني.» هغه زياته کړي:« دا بيخي بله پوښتنه ده چي هغه چا مړ کړ. کيدای سي دا کوم شخصي غچ وي، د هغه د ساتونکي څخه د کوم غچ اخيستل وي، کيدای سي کومه کورنۍ مسله وي او يا طالبان هم کيدای سي.»

د افغان څيړونکي هارون مير په وينا چي کيدای سي دغه ترور په اوو سيمو کي د امنيت د انتقال بهير تر پوښتني لاندي راولي.

هغه وايي:« موږ په افغانستان کي تکړه مشرانو ته ضرورت لرو، حد اقل داسي مشران چي په سيمه کي سياسي مسؤليت پرغاړه واخيستلای سي.»

Flash-Galerie Afghanistan Karsai
انځور: dapd

هغه زياته کړه:« داسي خلک ووژل سول، چي د هغوی ځای څوک ډکولای نه سي. دا به طالبانو ته د بيرته راتگ موقع ورکړي، او د کندهار امنيت به تر پوښتني لاندي راسي.»

د هارون مير په وينا.« د هغه ترور د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړې او په خاصه توګه دا به حامد کرز هم له خطر سره مخامخ کړي، ځکه چي هغه اوس په دې نه پوهيږي چي پرچا باور وکړي پر چا نه.»

د هغه د وژني په اړه ناټو ويلي:« دا د ناټو له پاره يوه لويه ضايع ده، پوځي ټلوالي د هغه پواسطه حامد کرزي ته لاس رسی درلود او هغه يو ډير با نفوذه سياستوال وو.»

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل