1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي مرستيال د يو راکټي بريد څخه روغ وتلی

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه

د افغان ولسمشر دوهم مرستيال، محمد کريم خليلي، او د افغانستان د کورنيو چارو وزير، بسم الله محمدي، د چهار شنبې په ورځ د يو راکټي بريد څخه روغ رمټ ووتل.

https://p.dw.com/p/11aQD
ولسمشر کرزی او د هغه دوهم مرستيال کريم خليلي
ولسمشر کرزی او د هغه دوهم مرستيال کريم خليليانځور: picture alliance / dpa

د وردگو ولايت وياند، شاهدالله شاهد، وويل چي دغه پيښه د هغه ولايت په چک وردگ ولسوالۍ کي رامنځ ته سوه.

« پيښه هغه مهال را منځ ته سوه چي دواړو مشرانو د پوليسو د روزني د مرکز په يوه غونډه کي گډون کړی و.»

د شاهد په وينا د غونډي د پای ته رسيدو وروسته، يو راکټ د غونډي ځای ته شاوخوا ۵۰۰ ميتره ليري پر يوه خالي مځکه ولگيدی. شاهد زیاتوی چي په دغي پيښه کي مالي او ځاني تاوان نه دی رسيدلی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وياند معاون، نجيب نيګزاد، د پيښي پخلی کړی او دايي د افغانستان د دښمنانو کار بللی.

هغه ويلي چي د ولسمشر دوهم مرستيال او د کورنيو چارو وزير هلته د پوليسو د روزلو د يو نوي مرکز په پرانست غونډه کي گډون کړی و.

که څه هم طالبان په وروستيو کي افغان لوړ پوړي چارواکي تر بريد لاندي نيسي خو د دويم مرستيال او کورنيو چارو د وزير په نښه کول په خپل ذات کي لومړۍ پيښه ده.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل