1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي سفر له سولي پروسې سره مرسته کولای سي؟

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۱۱, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی او د سولي عالي شورا یو شمیر غړي د شنبې په ورځ قطر ته ورسیدل. ټاکل شوې ده چې هغوی د دغه عربي ملک له شاه او یو شمیر نورو چارواکو سره وګوري.

https://p.dw.com/p/187M3
Afghan President Hamid Karzai gives a speech during an event to mark International Women's Day in Kabul March 10, 2013. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: POLITICS)
Hamid Karzai Präsident Afghanistan Kabul Rede Internationaler Frauentagانځور: REUTERS

گومان کيږي چې جمهور رئیس کرزی به د طالبانو له هغو استازو سره هم د قطر په منځګړیتوب وګوري، چې لا وختي يې په هغه هیواد کې سیاسي دفتر پرانیستی دی. خو طالبانو ویلي دي چې دوی به له کرزي سره و نه ګوري.

اولسي افغانان قطر ته د افغان پلاوی سفر ته خوشبینه دي.هغوی وایي تمه لري چې د ملک د راتلونکي په اړه يي د جګړې ښکیلي غاړي دا ځل ګټوري خبري وکړي.

خو پوښتنه دا ده چې قطر ته د کرزي سفر څومره ګټور ثابتیدای شي او آیا د ده هغه هیلي به پوره شي چې غواړي له طالبانو سره سیاسي ډیالوګ افغاني کړي؟

د سولي د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د جرګګۍ مشر محمد اسماعیل قاسم یار د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۳۱) په کابل کې وویل چې که څه هم د طالبانو یو شمیر مشرانو د امریکا په ګډون له ځینو ملکونو سره په قطر کې خبري پیل کړي دي خو دا خبري د دې معنی نه لري چې گويا د افغانستان د مسایلو په اړه به بهرنيان د افغان حکومت له مخالفینو سره پریکړي کوي:

«د طالبانو مشرتابه چې یو شمیر یې همدا اوس په قطر کي دي او له یو شمیر نورو ملکونو سره ابتدایي خبري پيل کړي، موږ هغه ته د سولي خبري اتري نه وایو، ځکه دا عادي خبري دي، او موږ فکر کووچې زموږ ملګري هیوادونه د سولي له پاره د زمینې د برابرولو په برخه کې کار کوي.»

افغان دولت څو واري پر طالبانو غږ کړی دی چې له امریکایانو سره نه بلکې له دوی سره مخامخ ډیالوګ ته که هغه په  قطر او یا کوم بل هیواد کې وي ور وړاندي شي.

خو طالبان وایي چي دوی به له امریکا سره وغږیږي ځکه افغان دولت د پریکړو خپلواکي نه لري.

قطر ته د حامد کرزی سفر که څه هم ښايي ډیري لاس ته راوړني و نه لري خو د ملګرو ملتو سازمان تمه لري چې يو مثبت پيغام به ځني ترلاسه شي.

په کابل کې د ملګرو ملتو استازي یان کوبیچ ویلي ول چې یونما د دغه سفر پایلو ته په تمه ده.

په همدې حال کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی عصمت الله غلجی بیا په دې اند دی چې د سولي خبري بايد نړیوالي وي، ځکه د افغانستان مشکل نړۍ ته ستونزي جوړي کړي دي:

«نړیوال دلته ګډ دښمن لري او دا په یوازي سر نه کیږي، دا کار په مشترکه همکاري سره کیږي، او دا ترهګر د نړۍ ګډ دښمنان دي. اوس نړیوال په دې قانع شوي دي چې په ګډه توګه د افغانستان لانجې ته د حل یوه حل لار پیدا کړي.»

ټاکل شوې ده چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ افغان ډله به دوې ورځي په قطر کې پاته شي.

د ارګ د سرچینو په وینا د قطر شاهي حکومت به د طالبانو ممکنه غوښتني هم افغان لوري ته وسپاري.