1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي د 7 کلني کاري دورې نتجې

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

حامدکرزی داد وياړ وړ نوم پر ځان باندي ايښوولای شي، چي د افغانستان لومړی په ديمو کراته توګه ټاکل شوي جمهوررييس دی...

https://p.dw.com/p/Huf5
ولسمشر حامد کرزی
ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

په رښتيا سره هم کرزی د2004 کال د اکتوبر په مياشت کي د ټاکونکو په سلو کي 55 رايي او پدې ډول د حکومت د جوړولو له پاره ښکاره ماموريت ترلاسه کړ. سربيره پردې لويديز په تيره بيا د امريکا متحده ايالاتوهم پر ده باندي اعتماد درلود. ګاونډي هيوادونو د شديدي سيالۍ سره سره چي سره درلوده يي، پدې باندي تفاهم ته ورسيدل چي، د سياسي علومو د تحصيلاتو لرونکی کرزی، د افغانستان د ګڼ ملتيز هيواد برخه ليک په خپل لاس کي ونيسي.

دغه بيساري مساعدي وضعي کرزي ته دکار د پيل کولو او ددغه ويجاړ شوي هيواد، د بيا رغوني، او د تاريخي ننګونو په سمه لاره روانولو. له پاره ډير ښه شرايط برابر کړل. خوله هغه نه 8 کاله وروسته لاهم په نوموړي هيواد کي سوله نده راغلي. د بيا رغوني دلومړيو خوشاليو نه وروسته اقتصادي پرمختګ له سترو خنډونو سره مخامخ شوی دی. د غريبانو او بډايانو تر منځ واټن ورځ په ورځ زياتره لوييږي اوکرزی ،د خپل حکومت د خراب طرز،د اداري فساد دورځ په ورځ ډيريدو او د مخدره توکو د مافيا د لا ځواکمنيدو له امله له اوږدي مودي راهيسي په ملي، اونړيواله توګه تر ډيرو انتقادونو لاندي راغلي دي .

د مونشن په نړيوال امنيتي کنفرانس کي کرزی د وينا پر مهال
د مونشن په نړيوال امنيتي کنفرانس کي کرزی د وينا پر مهالانځور: AP

له ټولوڅخه زیادتره ډيره ناوړه امنيتي وضعه نوموړي جمهور رييس ته سر خوږی برابروي او افغانستان په تيره بيا د نړيوالي ټولني له پاره چي په هغه هيواد کي ډير کارکوي، ديوې سرۍ کوزې حيثيت پيدا کړی دی.

په افغانستان کي د ډير اړخيزو کړکيچونو د شدت موندلو لامل په هيڅ وجه یو لړ بدمرغه تصادفونه نه دي. بلکي برخلاف د بيا رغوني د سم سیاست دنه چلول کيدو مشخصه نتيجه ده، چي د مسول سړي په حيث بايد اوس کرزی د هغه مسوليت په غاړه واخلي. ددې پر ځای چي د خپل هيواد له شرايطو سره سمه ستراتيژي اوتګلاره جوړه او هغه مکمله کړي، کرزي د خپل قدرت د بنسټ د پراخولوهڅي وکړي . ده له سيمه ايزو خانانو سره له خپل هدف سره سم اتحادونه جوړ کړل، او له اسلاميستي ځواکونو سره يي سياسي روغي جوړي وکړي. دی حتي لدينه هم باک نلري چي له افراطي اسلاميستي طالبانو سره هم پټي خبري وکړي. د جمهورريیس داسلوک ددي باغث شو چي سياسي ځواک د قدرت د بې اعتباره شویو نخبه ګانو لخوا انحصارشي.ده باکفایته او وړ کسان دسیاست له صحني څخه بهر ټيله کړل.

د فرانسې لومړی وزير نيکولاس سرکوزي په پاريس کي د ولسمشر کرزي څخه د هرکلي پر مهال
د فرانسې لومړی وزير نيکولاس سرکوزي په پاريس کي د ولسمشر کرزي څخه د هرکلي پر مهالانځور: AP

سربيره پردې جمهور رییس کرزی ته دبیا رغوني له پاره د لويديز د مليونونو مرستي د اخيستونکي په سترګه کتل کيږي، خوده ددې پيسو د ويشلو اولګولو له پاره يو ارباب رعيتي نظام جوړ کړ، چي دا نظام د افغانستان د ګڼ ميلتيزهيواد ټولنيزي اړ يکي ويجاړوي او د ځواکونو د لا قطب بنديو سبب ګرځي.

ددغه جمهوررييس محبوبيت دده په خپل هيواد کي ډير کم شوی دی او د لويديزوالو د پخواني نظر په اساس دغه وړ اوامتياز لرونکي سړي اوس د نړيوالي ټولني باور هم تر زياتي اندازې پوري له لاسه ورکړی دی. د يو ماته خوړلي ديموکرات په حيث به ده ته ښه وای چي، له قدرت څخه خداي پا ماني وکړي. خو کرزی زيادتره داسيايي عنعني د قدرت له نظام سره سم چي، تر ترخه پايه پوري بايد ځواک خوشي نکړي، د هغه هيواد د ديموکرات اساسي قانون په اساس د43 کسو نوروکانديدانو ترڅنګ دريدلی او ځان يي بيا کانديدکړی دی.

Samimy/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل