1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي د نوي کابينې په اړه د سياسي کارپوهانو نظر

۱۳۸۸ آذر ۲۹, یکشنبه

په افغانستان کي د ولسمشرۍ دجنجالي ټاکنو نه څلور میاشتي وروسته ولسمشر حامد کرزي ولسي جرګې ته د خپلي کابیني غړي معرفي کړي دي...

https://p.dw.com/p/L9IG
د کارپوهانو په اند کرزي د افغانانو هغه اميدونه د خاورو سره خاوري کړه، چي و نوي کابينې ته يې درلوده
د کارپوهانو په اند کرزي د افغانانو هغه اميدونه د خاورو سره خاوري کړه، چي و نوي کابينې ته يې درلودهانځور: AP

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د افغانستان د څانګي مشر ډاکټر سيد موسي صميمي په خپله تبصره کي ليکي: دکرزي په کابينه کي د23 نومول سوو کسانو له جملې څخه 11 کسه يي هماغه پخواني وزيران دي. دکرزي په دغه کابينه کي هر ډول سياسي، مذهبي او قومي ډلو څيرې سته.

په افغانستان کي، که خلک له یوې خوا د اميدونو سره ددغي کابينې داعلانولو په تمه ول، ولي له بله پلوه دشک او ترديد څخه هم ډیري خبري کيدې. خو دشنبي د ورځي راهيسي، چي د نوي کابینې غړي نومول سوي دي، په تيره بیا که سړی دمهمو وزارتونو لپاره دنومول سوو کسانونومونه وګوري نو د ډيرو لپاره به دا يوه نااميد کونکي ډله وي.

ولي دغې کابینې ته خلک دشک او تر ديد په سترګه وګوري؟

د سياسي کتونکو د اټکل له مخه د افغانستان نوی ولمشر، چي هماغه پخواني ولسمشر دی،دا توانمندي نه لري، چي په اصطلا جړی کړاوی خلاصي کړي او په عين وخت کي هغه ژمني، چی د خپلو پلويانو سره يي کړي دي هغه ټول تر سره کاندي.

دی او دده کابينه به نه دا توانمندي ولري،چي د افغانستان د ځپل سوي ټولنۍ اميدونه تر سره کړي او نه به وسي کړای د نړیوالي ټولني غوښتني پوره کړي.

حامد کرزي د خپلي نوي کابينې په نومولو سره ونسوای کولای، چي خپل خاص مهارت او د رايت ښکاره کړي. بلکي د ده ټوله هڅه ددغي کابينې په نومولو کي دابلل کيدای سي، چي لږ څه د ريفورومونو او بدلون غوښتلو فشارونو ته غاړه کښېږدي، خو اصلا دده هڅه داوه او ده چي د خپل قدرت دمتحدینو خوا بده نه کړي.

کرزي دخپل نوي کابیني دغړيو په نومولوسره هڅه کړې، چي د خپلو متحدینو زړه وساتي، په تيره بیا دهغه کسانو خوا بده نسي،چي دده دبيا ټاکل کيدلو په لاره کي يې له ده سره مرستي کړي. کرزي ددي پر ځای، چي د کابینې د غړیو په ټاکلو کي ددوي پوهي او دکار درایت ته پاملرنه وکړي، دا ورته مهم ښکارې ده، چي ورسره په کابينه کي هغه کسان وي، چي ده ته مطيع وي او دمحافظه کارو مذهبي کړيو هيلي هم پکي تر سره سوي وي.

کرزی دا کار ځکه کوي، چي د ولسمشري دټول ټاکنو په وخت کي نوموړي د بيلا بيلو محافظه کاروګوندونو، سيمه ايزو واکدارانو او هغه کسانو سره ژمني کړي وي،چي دوی پخپله ځانونه قامي مشرا ن بولي. او کرزي خپلي موخي ته د رسيدلو لپاره یا دوی ته ډير سوغاتونه او پيسي ورکړي یا له هغوي سره يي دمهمو پوستونو د ورکولو ژمني کړي دي.

د افغانستان د ولسمشري دټاکنو په لومړي پړاو کي په ټاکنو کي ددرغليو له امله په افغانستان کي د ولسواکي پروسی ته ډير سخت تاوانونه رسېدلي او د کرزي ادارې ته دده دتيرو کلونو دکار په موده کي دبډي اخيستلو اواداري فساد ډيرسخت پيغورونه سوي دي.

داسي ويل کیږي، چي په تيروکلونوکي دهغه پيسواو مرستو څخه چي دافغانستان د بيا روغوني لپاره وې زیاتره يي يا په شخصي جيبونو کي لوېدلي او یا دبهرنيو موسسو له خواحيف او ميل سوي دي.

يو ولسمشر، چي د ولسمشري دپرنسيپونو پر بنسټ ټاکل سوی وي، بايد د ولس غوښتني په نظر کي ونيسي، خو کومه ځانګړې لاره چي کرزي غوره کړې اوهر کار پخپل شخصي ارادې او خوښۍ سره سرته رسوي، په حقيقت کي په دې کار سره د ډيموکراسي یا ولسواکۍ بنيادي پرنسيپونه دی تر پښو لاندي کوي.

سيد موسي صميمي/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل