1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي او اوباما لومړنۍ تليفوني خبرې

۱۳۸۷ بهمن ۳۰, چهارشنبه

په داسي حال كي چي دكابل او واشنګټن دمشرتابه ترمنځ اړيكي لاسړې ښودل كيږي خوپه سملاسي توګه دافغان ولسمشرحامدكرزي او د امريكا دمتحده ايالاتو د ولسمشر بارك اوباما تر منځ تيليفوني خبرو دوستانه چاپيريال رامنځ ته كړی دی.

https://p.dw.com/p/Gwnt
انځور: AP

د جمهوري رياست وياندهمايون حميدزاده په دې اړه خبريالانوته ويلي دي. سربيره پردې اوسنيوتيليفوني خبرو ښه فضا رامنځ ته كړې ده.

د افغانستان او پاكستان له پاره د امريكا دمتحده ايالاتودولسمشر د ځانګړي استازي له دورې څخه وروسته چي په كابل كي دحامدكرزي په ګډون دګڼوچارواكوسره ليدني کتني وكړې دكابل او واشنګټن ترمنځ نوی دوستانه باب پرانستل سوی دی.

تردې دمه داسي اوازې اوس هم خپرې دي چي اوباما، د كابل انتظاميه كمزوري او ان چي ناكامه بولي خوكابل بياوايي چي په دې لړكي ورسره د امريكا په ګډون نړيواله ټولنه هم شامله دهخوحميدزاده په ډاډسره وايي چي مناسبات پياوړي سوي دي اوله دې پلوه كومه انديښه وجودنلري.

افغان ولسمشرحامدكرزي هغه وخت دامريکا له مشرتابه څخهه خوښي څرګنده كړه چي د ځانګړي استنازي ريچاردهولبروګ سره په خبري كنفرانس كي وويل، داچي د افغانستان له پاره د نوى پاليسۍ اوستراتيژي دجوړولوچارواكي يې د ده استول شوي ليك ته لبيك ويلی دی او افغانستان يې هم په دې پروسه كي شامل كړی دی يوښه اقدم دی.

ټاكل سوې ده څو ورځي وروسته په همدې مقصد د افغانستان د بهرنيو چارو وزير داكټر رنګين دادفرسپنتاپه مشرۍ يوپلاوى واشنتګټڼ ته واستول سي.

دكارپوهانوله نظره داچي حامدكرزي ديوې بلي دورې له پاره ځان د جمهوري رياست له پاره كانديدكړی دی ځكه نو ډيره مهمه ده چي په دې لړكي د واشنګټن سره نيژدې اوخوږې اړيكي هم ولري.