1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرايست چرچ بريد گر په ۵۰ قتلونو تورن دی

۱۳۹۸ فروردین ۱۵, پنجشنبه

د کرايست چرچ بريد کوونکي په دوو مسجدونو کې ۵۰ کسان ووژل. اوس پر هغه د ۵۰ کسانو د وژلو له کبله د اقامې دعوا شوې ده. سربيره پر دې له راسستي غورځنگونو سره د نوموړي د نورو مالي مرستو په اړه هم معلومات په ډاگه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3GDeS
Christchurch Terroranschlag Anhörung Täter
انځور: picture-alliance/dpa/M. Mitchell

د کرايست چرچ احتمالي بريد گر بايد په محکمه کې د پنځوسو کسانو د وژلو له کبله ځواب ووايي. دا خبره پوليسو د نوي زيلند په دغه ستر ښار کې پر دوو مسجدونو تر بريد کابو درې اوونۍ وروسته وکړه.

د ۲۸ کلن ښی اړخه افراطي پر ضد به چې په اصل کې د آستراليا دی، پر دې سربيره په ۳۹ قضيو کې د عمدي قتل له وجې هم د اقامې دعوا وشي. د سپورت دا پخوانی ښوونکی برنتن ترنت به په کرايست چرچ کې د يوه قاضي پر وړاندې خپله قضيه په خپله پر مخ يوسي. خو نوموړی به له قاضي سره مخامخ نه شي، بلکې له زندان څخه د ويډيويي تليفون له لارې به وپوښتل شي.

عمري بند؟

د مجرم پيژندل کيدو په صورت کې نوموړي ته د عمري بند سزا گواښ متوجې دی. دغه آسترليايي په خپله خولۍ کې د يوې ويديو کمرې له لارې د بريد ټول جزيات د انترنت له لارې خپرول. تر دې د مخه هغه يو متن چې ښي اړخه او راسستي شعارونه پرې ليکل شوي ول په انترنت کې خپور کړی وو او د بريښنا ليک له لارې یې هم استولی وو. د پوليسو په حواله هغوی دا ارزوي چې آیا د نوموړي پر ضد په نورو مواردو کې هم د اقامې دعوا کيدلی شي. پوليسو د «ترهگریزو ـ بريدونو» څخه خبره وکړه.

د مارچ د ۱۵ نيټې دا بريد په نوي زيلند کې د يوه يوازني وسله وال له خوا د قتل عام د تر ټولو ناوړه پېښه وه. 

کلتوري راسستي غورځنگ ته ستره بسپنه

په دې منځ کې روښانه شوې ده چې بريد گر په اصطلاح له «کلتوري راسستي غورځنگ» سره تر هغه زياته مالي مرسته کړې ده لکه تر اوسه چې یې په اړه فکر کيدی. د دې ښي اړخه غورځنگ د اتريش څانگې سره د مالي مرستې په اړه معلومات تر بريد لږ وروسته په ډاگه شول.

همدا زار د آلمان د جنايي جرمونو فدرالي ادارې هم د پارلمان د کورنيو چارو کميسيون سره شريکه کړې چې د ياد غورځنگ د فرانسې څانگې « Génération Identitaire» هم د بريد گر له خوا پېسې ترلاسه کړي دي. د غونډې گډونوالو ويلي دي چې د کرايست چرچ دغه بريد گر د ۲۰۱۷م کال د سپتمبر د ۱۸ او ۲۵ نيټې ترمنځ په ټولیزه ټوگه ۲۲۰۰ يورو دغه ډلې ته استولي وې.

بريد گر آلمان ته هم سفر کړی وو

بريد گر ظاهراً اروپا ته د خپل سفر پر وخت په آلمان کې هم وخت تیر کړی وو. د ۲۰۱۸م کال په نوامبر مياشت کې یې د خپل کريدت کارت له لارې د «نوېې شوان شتاين» په نوم قصر د سېل له پاره ټکټ رانيولی وو. نوموړي په همدې ورځ بيا په اتريش کې هم د خپل کارت له لارې پيسې ورکړي وې چې له دې څخه دا ظاهريږي چې نوموړي په آلمان کې ډېر لږ وخت تیر کړی وو.

د آلمان د پارلمان د کورنيو چارو د کميسيون د غونډې د گډونوالو په حواله چارواکو زياته کړې ده چې دغه آسترليايي بيا د ۲۰۱۴م کال د مي پر ۹ نیټه د توبنگن ښار د يوه آلماني بانکي حساب ته پيسې استولې وې. د پيسو د ليږد دليل په «فلېپين کې غوټه وهلو» (تر اوبو لاندي لامبو) زده کړه ښوول شوې وې.

د اتريش لومړي وزير سيباستيان کورڅ هم د چهار شنبې په ورځ په ويانا کې وويل چې د تازه پلټنو په حواله د کرايست چرچ بريد گر د نړۍ کابو ۶۰ هېوادونو ته سفر کړی وو چې په هغه کې شل د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه هم شامل دي.

هغه زياته کړه: «تر اوسه په دې اړه لا معلومات نه شته چې آیا هغه په دې ترڅ کې له ښي اړخو سره معلومات تبادله کړي دي او که نه او يا دا چې دا یې نورمال توريستي سفرونه ول.»

b.s/n.z (dpa, rtr, afp)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل