1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانادا افغان لاصله وزیره په ایران کې زیږیدلې

۱۳۹۵ مهر ۲, جمعه

مریم منصف چې څه موده مخکې یې ځکه په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ډیرې لیکنې وشوې، چې ویل کیدل هغه په افغانستان کې زیږیدلې او اوس د کانادا تر وزارت پورې رسیدلې ده. خو اوس معلومه شوې چې مریم په اصل کې ایران کې زیږیدلې ده.

https://p.dw.com/p/1K6yV
Kanada Maryam Monsef
انځور: Reuters/C. Wattie

۳۱ کلنه مریم منصف د کانادا د اوسني حکومت تر ټولو ځوانه وزیره ده. هغې ته ډیر وخت د کانادا په ټولنه کې د ادغام د یوې بیلګې په توګه کتل کیدل او تل به ویل کیدل چې ماشومې مریم له افغانستان څخه د یوه ښه ژوند موندلو له پاره سفر پیل کړ او بیا کانادا ته راورسیده. ویل شوي وو چې هغې د لارې ځینې برخې مزل آن پر خرو کړی وو.

آن ولسمشر بارک اوباما، په جون میاشت کې اوتاوا ته د خپل سفر پر مهال د مریم د اصلیت په اړه خبرې وکړې او هغه یې وستایله.

خو اوس معلومه شوې ده چې منصف په افغانستان کې نه، بلکه په ایران کې زیږدلې ده. هغې له دې کبله پر خپلې مور باندې نیوکې وکړې چې له دې او دوو خویندو څخه یې معلومات پټ کړي وو. هغې وویل چې ځکه د دې په خبرو او ریښتنو معلومات کې توپیر شته، چې مور یې دې او د هغې خویندو ته له ډیر پخوا ناسم معلومات ورکړي وو.

د لومړي ځل له پاره د ګلوب او میل ورځپاڼو د میریم منصف د زیږد ځای په اړه څیړنې وکړې او داسې ویې ویل چې د دغې ځوانې سیاستوالې د څرګندونو خلاف، هغه په ایران کې زیږیدلې ده.

اوس مریم هم منلې ده چې هغه په اصل کې په ایران کې نړۍ ته راغلي. هغې ویلي دي چې ټول عمر یې باور لره چې زیږد ځای یې افغانستان دی، خو اوس خبره شوې چې هغه په اصل کې د ایران په مشهد ښار کې دنیا ته راغلې.

مریم ویلي دي: «ما او خویندو مې له خپلې مور څخه وپوښتل چې ولې یې موږ ته هیڅ کله هم نه وو ویلي چې موږ په ایران کې زیږیدلي یو.»

د مریم منصف په خبره مور یې ورته په ځواب کې وویل: «هغې موږ ته وویل چې فکر یې کاوه دا خبره مهمه نه ده. موږ افغانان وو ځکه والدین مو د افغانستان تبعه دي او د ایران د قانون له مخکې که څه هم موږ په دې هیواد کې زیږیدلې یو، نو بیا هم موږ ایرانیان نه بلل کیږو.»

مریم اوس ویلي دي چې په اصل کې د هغې مور او پلار د افغانستان د هرات ولایت له جګړو تښتیدلې او بیا یې په ایران کې ژوند پیل کړی دی. مریم او کورنۍ یې بیا په ۱۹۹۶ کال کې کانادا ته رسیدلي. مریم هغه وخت یوولس کلنه وه.

تر نویو بربنډونو وروسته، د کانادا د اپوزیسیون یوې سیاستوالې میشایل ریمپیل، دا موضوع رابرسیره کړې ده چې ایا مریم په کانادا کې د پناه غوښتنې پر مهال خپل د زیږیدو ځای سم لیکلی دی او که نه. هغې ویلي دي چې که په دې غوښتنلیک کې هم د هغې د اوسیدو ځای ناسم وي، نو ډیر جدي عواقب لرلی شي.