د کاليفورنيا سخته زلزله په انځورونو کې
د ريشتر په مقياس د پرله پسې ۶،۴ او ۷،۱ درجو زلزلې د امريکا متحده ایالاتو د کاليفورنيا ايالت جنوب لړزولی دی. په دې ترڅ کې کورونو او سړکونو ته زيانونه رسیدلي دي. خو د تلفاتو په اړه تر اوسه کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.
په ځمکه کې درزونه
د کاليفورنيا په جنوب کې د زلزلې مرکز ته څېرمه د زلزلې سختو ټکانونو دغلته په ډېرو څايونو کې (لکه په انځور کې) څمکه شلولې ده. په ميليونو انسانانو په سوونه کيلومتره لیرو پرتو سيمو لاس اينجلس، لاس ويگاس او گاونډي هېواد مکسيکو کې دغه ټکانونه احساس کړل. د «لوس اينجلس ټایمز» په حواله دا د ۱۹۹۹م کال راهیسې په کالیفورنيا کې تر ټولو سخته زلزله وه.
په مغاذو او ودانيو کې گډوډي
د ريدرکريست د صحرايي ښار په يوه مغازه کې د زلزلې له امله رامنځته شوې گډوډي ليدل کيږي. د امريکا د زلزلو د مرکز (يو ايس جي ايس) په حواله د ریدرکریست ښار تر ټولو زيات اغیزمن شوی دی.
د نورو ټکانونو په منځ کې بيارغونه
د زلزلې له کبله د بريښنا پایو ته هم سخت زيان رسیدلی دی. په ريدرکريست ښار کې پر دې سربیره په دوو کورونو کې د گازو د نل لیکې د خرابۍ له وجې اور ولگېد. د زلزلې پيژندونکو په حواله تر سترې زلزلې وورسته نور ټکانونو هم احساس شول چې تر ټولو ستر یې د سيمه ایز وخت مطابق د جمعې پر سهار محسوس شول. د دې ټکانونو له کبله د يو څه زیان د اوښتو خبره شوې ده.
احتياطي تخليه
د چارواکو په حواله د ريدرکريست ښار په کيرن کاونتي سيمه کې څو څو واره روغتونو ته د بیړنۍ مرستې له پاره تليفونونه وشول. د رسنيو د معلومات پر اساس ښاروالې پیگي بريدن بیړنۍ حالت اعلان کړی دی. د ریدرکريست يو شمیر مريضان احتياطً نورو روغتونونو ته انتقال شوي دي.
په سيمه کې زلزلې مخ پر زياتېدو دي
دې «حرکت لرونکي کور» (mobiles Haus) ته تر زلزلې وروسته خلک نه ور پريښول کيږي. دا چې ولې؟ په انځور کې یې ليدلی شو. په کاليفورنيا کې ډېرې زلزلې کيږي. وجه یې داده چې کاليفورنيا د څمکې پر پاسيفيک او شمال امريکايي تختو پرته ده چې دغه دواړه تختې د يو بل سره مښل کيږي او په نتيجه ډېر زيات تنش رامنځته کيږي.
تر سترې زلزلې وروسته کوچني ټکانونه
تر لومړۍ زلزلې وروسته داسې انديښنې څرگندې شوې وې چې دا زلزله ښایي د هغې سترې زلزلې خبر ورکوونکې وي چې ساينس پوهانون یې د اوږدې مودې راهیسې وړاندوينه کوي. خو ولسمشر دونالد ترمپ تر زلزلې سملاسي وروسته د تويتر له لارې وليکل: «هر څه تر کنترول لاندې دي. پر زلزله پيژندونکو بايد تکيه وکړو. دوی هم وايي چې په راتلونکو ورځو کې د کومې سترې زلزلې احتمال نه شته.»