1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاتين د ډله يزي وژني د 70 تلين مراسيم

۱۳۸۹ فروردین ۱۸, چهارشنبه

اويا کاله د مخه د شوروي اتحاد د وخت ديکتاتور سټالين په امر په دغه سيمه کي شاوخوا 22 زره پولنډي عسکر ووژل سول...

https://p.dw.com/p/MpRG
د کاتن د ډله يزي وژني د تلين مراسمو ته د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين هم ورغلی و
د کاتن د ډله يزي وژني د تلين مراسمو ته د روسيې لومړی وزير ولاديمير پوتين هم ورغلی وانځور: picture-alliance/dpa

په کاتين کې پروت ځنګل د يوې بې ساري ډله يزې وژنې صحنه وه. پنځوس کاله د شوروي اتحاد دغه ناوړه کړنه رد کړې وه، خو نن سبا ګالينا اناتولېونا راغلو مېلمنو ته هغه سيمه ښېي چيري چې په زرګونو پولنډيان د ستالين په امر وويشتل او ووژل شول.

«دلته غونډۍ شته او درې دي. له دغه چاپېريال څخه د استخباراتو کارکونکو ګټه واخيستله. هغوی درې راوسپړلې او هغه انسانان يې په کې ښخ کړل چې مخکې وژل شوي وو.»

روسيې اوس په دغه جنايت اعتراف کړی دی. په کاتين کې يوه يادګاري ودانۍ جوړه شوه چې ګالينا اناتولېونا هم په کې کار کوي. خو په انتقادي ډول د ډله يزې وژنې د پېښې په څېړلو کې بيا هم روسيه له ستونزو سره مخامخ ده. تاريخپوه الکساندر ګوريانوف وايي چې دی يې تر شا پراته دلايل پېژني. کاتين، د ده په وينا د ستالين د دورې د يو وحشتناک جنايت څخه استازيتوب کوي. خو ستالين د ډېرو روسانو لپاره د نازيانو د دورې د آلمان په وړاندې د بري او د شوروي د امپراطورۍ د ستروالي يوه نښه ده.

«ډېر انسانان دغه ليدلوری لري. ډېره آسانه خبره ده چې سړی ووايي: زما هېواد ستر دی او ډېرې برياوې مو لرلې دي. سمه ده، قربانيان به هم وو، خو د دغو برياو د لاسته راوړنې لپاره هغه پکار وو.»

د کاتين په سيمه کي په زرهاو خلک په يوه ورځ ووژل سول
د کاتين په سيمه کي په زرهاو خلک په يوه ورځ ووژل سولانځور: picture alliance/dpa

په روسيه کې دا مهال خلک له ستالين سره ډېره لېوالتيا لري. د مسکو په مترو کې د ستالين په وياړ يوه ليکنه بېرته ورغول شوه. د تاريخ په کتابونو کې دی بېرته د يو لوی فاتح او سوبمن په توګه معرفي کيږي. دا چې له تاريخ څخه بايد څنګه سم تعبير واخيستلی شي، په دې اړه د يو څه مودې راهيسې په مسکو کې يو دولتي پلاوی څارنه کوي. کانستانتين ساتولين د تاريخپوهانو د دغه پلاوي غړی دی.

«نن سبا ډېر هېوادونه هڅه کوي چې زموږ له نوي تاريخ څخه په سياسي لحاظ ناوړه ګټه واخلي. هغوی روسيه بدناموي، ورباندې تورونه لګوي او خپلې غوښتنې عملي کول غواړي.»

ولسمشر مدويدېف لږه موده وړاندې د ستالين جنايتونه وغندل. د روسيې مشرتابه تر اوسه پورې نه غوښتل چې له ستالين او يا د شوروي له سيستم څخه فاصله ونيسي. په دې ترتيب کاتين ته د ولاديمير پوتين لخوا د پولنډ د لومړي وزير توسک بلنه يوه استثنايي پېښه ده. کرملين ته نژدې سياستپوه الکساندر موخين په دې اړه وايي.

«دغه ګام دې د روسيې د نوم په ښه کولو کې مرسته وکړي. وروسته له هغې چې د روسيې مشرتابه په وروستيو کالونو کې له پولنډ سره داسې چلند کړی و، لکه د يو سياسي مخالف سره چې کيږي.»

په دې ترڅ کې ګالينا اناتولېونا په کاتين کې مېلمانه د ځنګله بلې غاړې ته بيايي. دلته هم په زرګونو انسانان له شوروي څخه د ستالين په وخت کې وژل شوي وو. خو تر اوسه پورې د هغوی نومونه نه دي پېژندل شوي.

Nahmen, Alexandra/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل