1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ښار جګړه ايزه بڼه غوره کړې ده

۱۳۸۷ آذر ۱۵, جمعه

د افغانستان پلازمېني ته چي اوس سړی سر ورايسته کي داسي ښکاري لکه يوه جنګي کلا هري خواته پلن پلن کانکريټي ديوالونه او لوړي لوړي خزې جوړي سوي سړی شکمن کړي چي زه د يوه هيواد مرکز ته راغلی يم او که يو جنګي ميدان ته

https://p.dw.com/p/GA1K
د کابل د يوې څنډي انځور
د کابل د يوې څنډي انځورانځور: AP

دکابل ښار پر ځينو سړکونو، واټونو او پلي لارو باندي د کانکريټي ديوالونو ايښودل دغه ښار ته يې د يوه جګړه ايز ښار بڼه ورکړې ده. اوس نه يوازي ځيني سړکونه او واټونه د کانکريټي ديوالونو په ايښودلو تړل شوي پاته دي بلکي د وزارتونو، سفارتونو، ملي شورا، بهرنيو موسساتو او ځينو ميلمستونونو پر شاوخوا باندي هم کانکريټي ديوالونه راتاو شوي دي چي ليدل يي د هر ليدونکي پر روان او ذهن منفي اغيزه کوي.

هر وزارت او سفارت د يو پوځي کلا بڼه خپله کړې ده، خلک وايي چي دولتي ارګانونه په ويره کي دي او خپل امنيت نشي ساتلای، د وى به څرنګه وکولاى سي چي د خلکو امنيت وساتي. دا خبره امنيتي سکتور ته ډيره متوجه ده ځکه د دفاع وزارت چي يو پوځي ځواک دى پر خپل شاوخوايې لوړ کانکريټي ديوالونه راچارپيرکړي او د کورنيو چارو وزارت يو لوى واټ يې د ترافيکو پرمخ تړلی.

د کابل ښاريان پدې هکله خپلي انديښې څرګندوي او وايي چي: اوس نه يوازي لوړ دولتي ارګانونه او بهرني موسسات پلي لاري بندي کړي، بلکي د پوليسو پوستې هم په خپل شاوخوا له خاورو او شګو څخه ډکي بوجۍ راتاو کړي چي دا د کابل ښاريانو پر ذهنونو بده اغيزه کوي.

د امنيتي چارو کارپوه پخوانى جنرال جمعه خان اندړ، وايي چي : دا د بې اعتمادۍ يوه نښه ده، يو په بل اعتماد نشته. دولتي ارګانونه په خپله قانون ماتوونکي دي. د دولتي ودانيو پر شاوخوا د کانکريټي ديوالونو راتاوول او د واټونو بندول نشي کولاى امنيت ټينګ کړي.

په دې وروستيو کي د ملي شورا او د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر شاوخوا هم لوړ کانکريټي ديوالونه ايښودل شوي او پلي لارې يې بندې کړي دي.دا په داسي حال کي ده چي له واټونو او پلي لارو څخه د خنډونو او ديوالونو د ليري کولو لپاره دوه واري د جمهور رييس حکم صادر شوى خو نه يوازي دغه حکم نه دى پلي شوى بلکي د وخت په تيريدو سره دغه ستونزه نوره هم زياته شوې ده.