1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پولیس د شپې لید په وسایلو سمبال شول

۱۳۹۰ مرداد ۱, شنبه

افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لیږد د پروسې په درشل کې نن «شنبه» امریکا د پلازمینې له پولیسو سره د سلګونو میله وسلو او لیزري وسایلو مرسته وکړه چې پولیس سرتیرو ته دا وړتیا ورکوي ترڅو د شپې له لوري پرې لید وکړي

https://p.dw.com/p/122A8
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

دغه وسایل له مخدره توکو او ترهګرۍ سره د مبارزي ځانګړي د پولیسو قوماندانۍ ته سپارل سوي دي. کابل چې لا وختی یې امنیتي چاري د بهرنیو ځواکونو له لوري افغان قواوو ته سپارل سوي په دې ورستیو کې د نا امنۍ د څو پیښو شاهد وو.

د کابل د حمایوي پولیسو د قوماندانۍ ریس ارکان، عبدالله سرحدي، نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دوي به د دغو وسایلو څخه په ګټي اخیستني سره وکړای سی چې له بهرنیو ځواکونو افغان سرتیرو ته د امنیت د لیږد د برنامې په ښه پر مخ بیولو کې کار واخلي.

نوموړي وویل چې تر دې دمخه د افغانستان پولیسو هیڅ کله هم دغه ډول لایزري وسایلو نه درلودل تر څو پرې د شپې پرمهال لید وکړي.

د افغانستان پولیس چې په ډیرو اپتدایې وسایلو سمبال دی تل له ترهګرو او د مخدره توکو له کاروباریانو سره په ټکر کې دي په داسي حال کې چې پولیس سرتیري د نورو جرمي پیښو د تعقیب دنده هم لري.

په دغو وسایلو کې چې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ له لوري افغان پولیس ځواک ته سپارل سوي ۱۲۰۰ میله امریکایۍ پرمختلي سپکه وسلي، ۶۰۰ عدده لیزري تجهیزات او همدا راز ۶۰۰ عدده داسي دوربینونه شامل دي چې د شپې په تیاره کې پرې تر څو سوه مترو پوري لید کیږي.

د ښاغلي سرحدي د وینا له مخې چې دغه لیزري وسایل او دوربینونه داسي څراغونه لري چې د شپې پر مهال ترینه د نورو موخو لپآره هم کار اخیستل کیږي.

نوموړي په دې اړه چې له نورو موخو څخه یې هدف څه دی له ډير څه ویلو ډډه وکړه.


افغان دولت له تیرو څو کلونو راهیسي څو څو ځله له خپلو بهرنیو متحدینو په خاصه توګه له امریکا متحده ایالاتو همدا غوښتنه کوله چې کورني ځواکونه یې ورته په پرمختللو وسلواو تجهیزاتو سمبال کړي.

خو لا هم افغان پولیس هغسي ندي سمبال لکه څرنګه چې ورته د ورځي حالات اړتیا لري.

دمګړۍ ډیری پولیس سرتیري له پولیسي دریشۍ پرته یوازي یوه جوړه ځولانه او یو پولنډۍ کلاشینکوف لري چې هغه هم په موثره توګه کار نه کوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش