1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ټولي ورځپاڼي د احمدولي پر مړينه را څرخي

۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبه

د کابل چاپ د نن ورځي ډيری ورځپاڼو په خپلو ګڼو کي د جمهوررئيس حامد کرزي د کشر ورور احمد ولي کرزي مړينه له بيلا بيلو اړخونو را اخيستې ده.

https://p.dw.com/p/11tzO
د کابل چاپ ورځپاڼي
د کابل چاپ ورځپاڼيانځور: DW

د ويسا په نامه نا دولتي ورځپاڼي د احمد ولي مړينه د يوې لويي توطيې برخه بللې.

د ورځپاڼي په ليکنه چي د يوه ساتونکي له لوري د خپل مشر وژنه د جګړې پيچلتيا او پرمختګ ښي.

ورځپاڼه وايي چي، که چيري يو مشر د خپل وفادار ساتونکي له لوري ترورکيږي دا ښيي چي دښمن ډير پيچلي تکتيکونه کاروي او د حالاتو له بدلون سره خپله بڼه بدلوي.

ويسا پر افغانانو ږغ کوي چي که خپله اراده بدله نه کړي بهرنيان هيڅ هم نه سي کولای او افغانانو ته په کار ده چي د هوښيارۍ او بيدارۍ څخه کار واخلي.

د سرنوشت په نامه له کابل څخه يوې بلي خپريدونکي ورځپاڼي بيا د احمد ولي کرزي د مړيني په غبرګون کي د ولسمشر هغه خبره را اخيستي چي وايي:

«همدا د افغانانو ژوند دي».

سرنوشت ليکي چي دا يوه جمله د افغانانو د ژوند څرنګوالي ښيي چي تر اوسه د وير او غم پر ټغر ناست دي.

ورځپاڼه ليکي چي قاتل د کرزي کورنۍ ته ډير نږدي کس وو او اوس لوبه دومره پيچلي ښکاري چي دښمن د چارواکو په نږدې کسانو کار کوي او دا ثابتيږي، چي هيڅ څوک هم نور خوندي نسي پاته کيدای.

د ملي آرمان په نامه يوې بلي ورځپاڼي هم په خپل لومړي مخ کي په زيږو کرښو د کندهار د ولايتي شورا د مشر مړينه انځور کړې.

ترهګرو بيا هم خپل فعاليتونه و نه درول، او د ولسمشر ورور يي د قربانۍ په توګه ترينه واخيست.

د احمد ولي خان کرزي د تور او سپين انځور لاندي ملي آرمان ليکلي، د ولسمشر ورور هم خوندي ندی.

د ورځپاڼي په ليکنه چي له دښمن سره د حکومت نرم چلند هغوی زړه ور کړي چي د جهاد او مقاومت کليدي مشران يو په بل پسي د پرديو په لمسون له پښو وغورځوي.

ملي آرمان ليکي چي د مشرانو د ترور لمن له شماله تر جنوبه پراخه سوي ده.

ملي آرمان پر کرزي نيوکه کوي، چي که يي د نورو مشرانو د ترور دسيسي شنډي کړي وای او يا يې لږ تر لږه د دښمن په وړاندي سخت دريځ غوره کړی وای نو امکان يي ووچي نن يې ورور تر څنګ ناست وای.

د چراغ په نامه يوه بله ورځپاڼه بيا پر حکومت ږغ کوي، چي تر دې دمخه چي يو بل مشر له لاسه ورکړو بايد د ترهګرو چاره وکړو.

د ورځپاڼي ليکونکي په دې باور د حکومت د سخت چلند پر وړاندي د حکومت نرم دريځ هغوی ته مورال ورکوي چي خپلي کړني چابکي کړي.

پر حکومت منتقدي ورځپاڼي مجاهد ته د احمد ولي کرزي مړيني يوه بله موکه ورکړي چي پر حکومت لفظي ګزارونه وکړي.

ورځپاڼه ليکي ننی ناورين د اوسني بې کفايته حکومت د غلطو سياستونو پايله ده.

مجاهد ليکي په لسو کلونو کي حکومت خپل دوست او دښمن و نه پيژاند او که حالت همداسي مبهم پر مخ ولاړ سي نو ډيرو نورو فاجعو ته به هم سترګي په لاره اوسوو.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل