1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ولایت نفوس شمېرنه او پر وړاندي يې پرتې ستونزي

حسين سيرت/ عبدالباري حکيم۱۳۹۲ آذر ۲۱, پنجشنبه

د افغانستان د مرکزي احصائې ادارې په کابل ولايت کي يوه اقتصادي، ټولنيزه او د نفوس شميرني سروې پيل کړې ده. د دغي سروي موخه يوه اعتباري احصائيه ترلاسه کول ښول شوې ده. خو هغه ستونزو او خنډونو سره هم مخامخه ده.

https://p.dw.com/p/1AY0P
انځور: picture alliance/AP Photo

افغانستان په تيرو دوولسو کلونو کي نه دی توانيدلی چي يوه پراخه ملي نفوس شميرنه وکړي. د دغه هيواد د نفوس اعتباري شميرنه لا تر اوسه پوري معلومه نه ده. مرستندويه موسسو او د افغانستان بيلابيلو وزارتونو په وار وار سره ويلي دي چي د يوې دقيقي نفوس شميرني او د خلکو د ژوند د وضعيت په هکله دقيق معلوماتو څخه پرته په دې هيواد کي د بيا رغاوني چاري او د بيارغاوني پروژي به تل له خنډونو سره مخامخي وي.

په کابل ولايت کي له دغي سروې څخه به دولتي او غير دولتي مؤسسي د خپلو راتلونکو پلانونو له پاره کار واخلي. د مرکزي احصائې د ادارې د وينا له مخي په دغه سروې کي چي د کابل ښار او په اړوندو ولسواليو کي پيل شوې ده، ۴۰۰۰ کسان ګومارل شوي دي. د نفوس د شمير معلومول د دي سروي مهمه برخه جوړوي. د پروګرام کارکوونکي کور په کور ګرځي او له خلکو سره مخامخ مصاحبې کوي.

په دي سروې کي د خلکو د اقتصادي وضعيت او د ژوند د څرنګوالي په هکله هم معلومات راټوليږي.

د سروې په مخکي پراته خنډونه

په داسي حال کي چي کابل د افغانستان د ډيرو باامنه ولاياتو څخه شميرل کيږي، خو دغه سروې دلته هم له ځينو خڼدونو سره مخامخه شوې ده. د مرکزي احصائي چارواکي وايي چي په ځينو سيمو کي «زورور» خوښ نه دي چي داسي يو څېړنه د هغوی په سيمو کي سرته ورسيږي. د دغي سروې د اجرائي چارو رئيس محمد سميع نبي وويل چي په ځينو سيمو کي کورنۍ د څېړني کارکوونکو ته «رښتيني ارقام» نه ورکوي: «د زورور تر نفوذ لاندي ساحو کي زموږ څېړنکو ته د کار اجازه نه ورکوله کيږي. هغوی حتي دغو ساحو ته تلای هم نه شي».

نبي وويل، چي دغه ډول مخالفت د دې عامل ګرځي چي د خلکو د ژوند په هکله دقيق معلومات لاس ته را نه شي. نبي زياته کړه، البته ځيني نور خلک انديښنه لري چي له راټول شوو معلوماتو څخه د نورو مقصدنو له پاره ښايي کار واخيستل شي، که څه هم «خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چي د هغوی د کورنيو ټول احوال محرم پاتيږي او هيڅکله به نورو ته بربڼد نه شي.»

د ښځينه هويت له ښوولو څخه ډډه

ځيني کورنۍ دې ته تياري نه دي چي د خپلو ښځينه غړو په هکله معلومات ورکړي. د کابل په شپږمه ناحيه کي د احصائې د دفتر مرستيال فهيم نيازی، وايي: «کله چي موږ له يوې کورني څخه پوښتنه وکړو چي د ښځينه غړو شميرمو څومره دی، له بده مرغه معلومات نه راکوي، دا ننګ ګني چي دې پوښتني ته ځواب ووايي.»

د سروې پر وړاندي بله ستونزه په ځينو سيمو کي له حکومت څخه د خلکو ناخوښي ده. نيازي وويل چي ځيني خلک له دي امله هم د سروې له کارکوونکو سره مصاحبو ته نه چمتو کيږي: «کله چي کورنۍ چمتو نه شي، نو موږ خپل کنترولر ورليږو او يا خپله ورځو. خو ډير وخت ليدل شوي دي چي بياهم هغوی مرکو ته نه حاضريږي او وايي چي حکومت نه پخوا هغوي ته کوم کار کړی او نه به يې هم په راتلونکي کي وکړي.»

کله چي د مرکزي احصائې اداره د خپلو هڅه سره سره د يوې کورنۍ د غړو د شمير او د هغې د ژوند د څرنګوالي په هکله معلومات تر لاسه نه کړي، نو هغه اداره مجبوره کيږي چي په اړونده فورمه کي وليکي: «کورنۍ د مصاحبې له پاره چمتو نه ده.»

د نادرستو ارقام وړاندي کول

د سروې کارکوونکي وايي چي کله هم داسي پيښيږي چي ځيني کورنۍ په دې ګومان چي زياتي مرستې به تر لاسه کړي، نو د خپلو کورنيو د غړو شمير زيات ښيي. هغوی فکر کوي چي تر دې سروي وروسته بهرنۍ موسسې له هغوی سره مرستې کوي. د سروې يوه کارونکې، صديقه وايي: «د بېلګې په توګه يوه کورنۍ چي څلور غړي يې درلودل وويل چي پنځه غړي لري. کله چي د پنځم تن د نوم پوښتنه مو ځني وکړه، نو چوپتيا يي غوره کړه. موږ له هغوی څخه غواړو چي صحيح ارقام راکړي.»
د کابل ښار اوسيدونکي نقيب الله چي کورنۍ ېې د مرکزي احصائې ادارې له خوا سروې شوې ده وويل چي د غلطو ارقامو ورکول کومه ګټه نه کوي: «څه چي واقعيت وه، هغه مو وويل، له رښتيا ويلو څخه سړی بايد مخ نه واړوي.»

دوه ډوله فورمې

مرکزي احصائې د دي سروې له پاره دوه ډوله فورمې چمتو کړي دي. په لومړۍ فورمه کي يوازي د کورنۍ مشر او د هغه د کورنۍ غړي ثبتيږي. دوهمه فورمه د يوې کورني د اقتصادي او ټولنيز ژوند څرنګوالي ته اختصاص شوې ده.
د مرکزي احصائې ادارې دوه کاله مخکي دغسي يوه سروې په باميانو او تير کال په غور او دايکندي کي تر سره کړه.
د کابل ولايت د دې سروي مالي لګښت بريتانيا پر غاړه اخيستی دی او د ملګرو ملتو د نفوس شمېرني ادارې په دي برخه کي تخنيکي او د ښووني مرستي چمتو کوي.