د کابل هوايي ډکر د تلاښۍ په ځای کي د موټر بم چاودني انځورونه
د کابل هوایي ډګر تلاښۍ ته نژدې نن غرمه یو موټر بم چاودلی دی. د وروستيو راپورونو له مخي په پېښه کي څلور کسان وژل سوي او تر ۱۵ زيات نور ټپيان سوي دي.
بريد د کابل هوايي ډگر د تلاښۍ ځای ته نژدې سوی دئ.
په دغه چاودنه کي تر اوسه د څلور کسانو د وژل کېدو او ۱۵ د ټپيانېدو خبر ورکړل سوی دئ. په ټپيانو کي يوه ښځه او يو کوچنی هم شامل دئ.
چاودنه د کابل د نړيوال هوايي ډگر لومړۍ دروازې ته نژدې سوې ده. دلته مسافر د تلاښۍ له پاره درول کيږي.
د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پرغاړ نه دی اخيستی.
په کابل کي روغتيايي چارواکو ويلي دي چي په پېښه کي کېدای سي د ورگ ژوبلي شمېر نور هم ډېر سي.
انځورونه
1 | 5انځورونه