1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل فولادي کمربند تر پوښتني لاندي دی

۱۳۸۹ بهمن ۱۱, دوشنبه

د کورنيو چارو وزارت په کابل ښار کي تر يوې خونړۍ حملې وروسته د سختو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړی او وايي چي پر دې کارکوي تر څو وگوري چي دښمن خو به د ښار فولادي کمربند نه وي مات کړی.

https://p.dw.com/p/Qwqs
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري
د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشريانځور: AP

د تيري جمعې په ورځ د وزير اکبر خان مېني پر پينځلسم واټ باندي په يوه عصري سوپر مارکيټ کي د سوي ځانمرګي بريد له امله لږ تر لږه اته تنه مړه او شپږ نور ژوبل سول.

د کورنيو چارو وزارت وياند زمری بشري وايي چي پوليس ځواک ته دستور ورکړل سوی تر څو د پلازمېني په هغو سيمو کي تلاشۍ کلکي کړي، چي ډيري آسيب پذيري شميرل کيږي.

دغه تدابير په داسي محال نيول کيږي چي تيره اونۍ په ټول افغانستان کي نوي ترهګريز بريدونه تر سره سوي چي تر ټولو خونړی يې په پلازمېنه کابل کي وو.

په دغه ځانمرګي يرغل کي چي طالبان او د ګلبدين د اسلامي ګوند پلويان يي ځان ته منصوب بولي د يوې سرشناسي افغاني کورنۍ شپږ غړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون کميشنره حميده برمکي، د هغې خاوند اود پوځ ډاکټر يما مسعود او د هغوي څلور ماشومان چي عمرونه يي د ۲۰ او ۵ کلونو ترمنځ ول د دغي پيښي يوه ډله قربانيان ول.

د بشري په وينا، دغه بريد او نه نور ترهګريز بردونه د افغانستان په خاوره کي پلان کيږي، بلکي دغه عمليات تر ډيره د پولو په هغه بله خوا کي جوړيږي.

دا هغه وينا ده چي د کابل حکومت تل ټينګار باندي کوي. خو هغه څه چي ډير نوي ښکاري هغه دا دي چي دا ځل د کورنيو چارو وزارت په ټول افغانستان کي د ترهګرو حتي د يوې هډې موجوديت هم ردوي.

« د افغانستان په دننه کي د ترهګرو او دښمن يو روزنيز مرکز هم شتون نه لري، موږ داسي رپوټونه هم نه لرو چي هغوی دي داسي مرکزونه ولري او له هغه څه دي تجهيز سي او بيا دي ترينه بريدونه ترسره کړي».

په تيره يوه اونۍ کي د افغانستان په بيلا بيلو ولايتونو کي د ترهګريزو بريدونو يوه پراخه څپه تيره سوه.

د کورنيو چارو وزارت وايي چي د پلازمېني کابل پر مهمو او ديپلوماتيک ميشتو سيمو يې يو امنيتي کمربند را تاو کړی چي د فولادي کمربند نوم ورکړل سوي.

خو دوی د کابل له وروستي ځانمرګي بريدو وروسته پر دې کار کوي چي ايا دښمن خو به د دغه کمربند کومه برخه نه وي ماته کړې.

« فولادي کمربند چي هغه ته د تلاشيو کمربند وايو، هغه به نور هم ټينګ کړو او و به ګورو چي ايا دغه کمربند له کومي سيمي مات سوی؟ خو دښمن مرکزي سيمو ته لاره نده کړې.»

د کورنيو چارو وزارت رسمي شميرې ښيي چي يوازي په تيره اونۍ کي د تاوتريخوالي په رامنځ ته سوو پيښو کي تر سلو ډير کسان وژل سوي چي۳۰ تنه يي د پوليس ځواک سرتيري تر پنځوسو ډير يې دولت ضد وسله وال او پاته نور ولسي خلک دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل