1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک مشران له زندان څخه آزاد سول

۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

د افغانستان د تر ټولو لوي پخواني خصوصي بانک ( کابل بانک) دوه تنه مشران تر څو مياشتني بند وروسته له بند څخه آزاد سول.ويل کيږي چي د دغو دوو تنو د خلاصون پر سر د وزيرانو شورا د تيري اونۍ په غونډه کي هوکړه سوې وه.

https://p.dw.com/p/12Xkc
په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفتر
په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفترانځور: DW/M.Jalalzai

شيرخان فرنود او خليل فيروزي څو مياشتي دمخه وروسته تر هغه ونيول سول چي دغه بانک ډيوالي سو.

کابل بانک، چي اصلي ونډه لرونکي يي د يو شمير لوړ پوړو افغان چارواکو خپل خپلوان ول څه باندي يو کال دمخه له مالي کړکيچ سره مخ سو.

د کابل بانک دغه دوه ونډه لرونکي د ولسمشر حامد کرزي تر هغه دستور وروسته د يو شمير نورو کسانو تر څنګ ونيول سول چي ويلي يي و، د دغه بانک د ډيوالي کيدو لاملين به يو يو محاکمي ته ور وپيژني.

کابل بانک چي يو مهال د افغانستان تر ټولو لوي خصوصي بانک وو تير کال له ډيوالي کيدو سره مخ سو او د مرکزي بانک تر کنټرول لاندي راغی.

ويل کيږي چي له دغه بانک څخه شاوخوا ۹۱۲ مليونه امريکايي ډالره پور وړل سوی خو د دغو پيسو زياته اندازه داسي کسانو وړې، چي له بانک سره هيڅ راز تظمين نه لري.

افغان حکومت ته که څه هم د دغه بانک له ډيوالي کيدو وروسته سخت زيان مخامخ سو، خو ولسمشر کرزي يوې کميټې ته دنده وسپارله تر څو د کابل بانک پورونه را ټول کړي.

د دغي کميټي مشري له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي اداري د مشرعزيز الله لودين پر غاړه وه.

ښاغلي لودين په کابل کي دويچه ويله ته په یو تليفوني تماس کي وويل، چي ولسمشر کرزی له وزيرانو سره تر سلا مشورو وروسته دې فيصلې ته ورسېدی، چي د کابل بانک دغه دوه تنه ونډه لرونکي خليل الله فيروزي او شيرخان فرنود له زندان څخه آزاد کړي.

« دا کار ځکه وسو تر څو د کابل بانک د تصفيې له کمېسيون سره د دغه بانک د پورونو په را ټولولو کي همکاري وکړي.»

په  داسي حال کي چي ولسمشر کرزي ويلي ول، چي د کابل بانک د کړکيچ اصلي لاملين به هرو مرو محکمه کوي، خو اوس ويل کيږي، چي ولسمشر کرزي او د هغه لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د وزيرانو شورا د تيري اونۍ په غونډه کي  فيصله کړې تر څو شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي له بند څخه آزاد کړي.

څارنوالۍ د کابل بانک د ډيوالي کيدو اصلي ګوته همدې دوو کسانو ته نيوله.

په ورته وخت کي لوی څارنوالي بيا وايي، چي دغه دوه تنه په مشروط ډول له بند څخه آزاد سوي خو لا هم د امنيتي ځواکونو تر نظر بندۍلاندي دي.

د لوي څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي، شيرخان فرنود او خليل الله فيروزي به پس له دي د ورځي له خوا د کابل بانک د لانجې د هوارولو له کمېسيون سره همکاري کوي او ماځيګر به بيرته خپلو استوګن ځايونو ته، چي د حکومت له لوري ورته ټاکل سوي ورځي او هلته به د امنيتي ځواکونو تر نظر لاندي ژوند کوي.

نظري وايي دغه دوه کسان په بشپړه توګه خپلواکي نه لري او ولسمشر هم د هغوی د مشروط خلاصون دستور ورکړی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل