1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک د يو شمېر مشرانو دوسيې بشپړي سوي

۱۳۸۹ دی ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان لوی څارنوالي وايي چي د کابل بانک د يو شمير پخوانيو ونډه لروړنکو او کليدي مشرانو دوسيې يې بشپړي کړي دي او ډير ژر به يې ستري محکمې ته واستوي.

https://p.dw.com/p/Qrhu
په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفتر
په کابل کي د کابل بانک مرکزي دفترانځور: DW/M.Jalalzai

کابل بانک څه باندي شپږمياشتي دمخه د مالي فساد له امله له ډيوالي کيدو سره مخ سو او حکومت يې په هغه لومړيو ورځو کي د سمدستي ژغورلوو لپاره يو شمير ونډه لرونکي کلابند کړ، د هغوی شتمنۍ يې کنګل کړي، او هغوی يي ممنوع الخروج اعلام کړل.

د افغانستان مرکزي بانک ( د افغانستان بانک) هغه محال د دغه بانک ټولي چاري په خپل لاس کي واخيستې.

په هغه وخت کي کابل بانک ظاهراً د هغه څه په سبب له ډيوالي کيدو سره مخ سو چي ويل کيږي ونډه لرونکو يې د خلکو د سپما پر پيسو د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کي لوړ پوړي وداني وپيرلي تر څو يي په لوړه بيه بيرته خرڅي کړي.

خو دا هغه وخت وو چي نړۍ له اقتصادي کړکيچ سره مخ سوه او د دغو ودانيو بيه را ولويده.

د کابل بانک د مالي لانجې را وروسته، تر اوسه پوري د دغه باک چاري د افغانستان د مرکزي بانکله لوري سمباليږي او اوس يې د يو شمير سهم لرونکوو او يو شمير کليدي مشرانو دوسيې لوي څارنوالۍ بشپړي کړي او محکمې ته يي د استولو په درشل کي دي.

د لوي څارنوالۍ مرستيال څارنوال نظري وايي په هغه دوسيو کي چي د دوي له لوري بشپړي سوي د دغه بانک د کليدي مشرانو په اړه دي.

دغه بانک د افغانستان دولسمشر د ورور محمود کرزي، د مارشال فهم د ورور حسين فهيم، خليل الله فيروزي او شيرخان فرنود له لوري بنسټ ايښودل سوی وو.

خو ښاغلي نظري دا و نه ويل چي دغه دوسيې په يادو کسانو کي پوري ارتباط لري که څنګه.

د افغانستان د مرکزي بانک يوې سرچينې د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط نن په کابل کي دويچه ويله ته وويل چي تر اوسه پوري مرکزي بانک شاوخوا پينځه سوه مليونه امريکايي ډالر کابل بانک د ژغورلو لپاره لګولي دي.

اوس مهال د دغه بانک د سهم لرونکو يو هوايي شرکت چي د پامير په نامه ياديږي هم ويل کيږي چي د حکومت له لوري يې کنټرول په لاس کي اخيستل سوی دی.

دغه شرکت د ګوتو په شميرالوتکي لري چي هره ورځ د ملک دننه او يو شمير محدودو هيوادونو ته ملکي الوتني کوي.

خو د مرکزي بانک وياند ايميل عاشور په دي اړه چي آيا د افغانستان بانک د کابل بانک د ژغرولو لپاره په کوم اندازه مالي سرچيني لګولي معلومات رانه کړل.

عاشور وايي چي دوی هم د لوی څارنوالۍ له دغه اقدام څخه خبرسوي او دا د هغوی کاردی چي په دې اړه پلټني وکړي چي څوک ګرم او څوک نا ګرم دي.

په هغو دوسيو کي چي د کابل بانک په قضيه کي د دخيلوکسان په اړه د لوي څارنوالي له لوري ترتيب سوي دي د دغه بانک د افغانستان د څانګي د مشرخليل الله فيروزي دوسيه هم شامله ده.

که څه هم حکومت د دغه بانک د ونډه لرونکو شمتمنۍ د ملک دننه کنګل کړي دي خو د لوي څارنوالۍ مرستيال ښاغلي نظري, وايي چي د ټولو هغو کسانو سره به جدي چلند وسي کومو چي د دغه بانک تر نامه لاندي يې د ولسي افغانانو په سلهاوو مليونه ډالره يا ضايعه کړي اويا يي له بهر څخه د باندي په ناقانون ډول پانګه کړي دي.

د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو وروسته د درو حکومتي بانکونو تر څنګ شاوخوا لسو نا حکومتي يا شخصي بانکونو په کار پيل کړی دی.

خو له کله راهيسي چي د کابل بانک د مالي ستونزي خبري اوريدل کيږي په دغو بانکونو يي د ولسي خلکو باور ته سخت زيان رسولی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل