1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل اوسیدونکي له بریدونو په ویره کې ژوند کوي

Reuters/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

د بهرنیو دفترونو کارکوونکي له کابله د وتلو هڅه کوي، نجونې ډیر وخت په کورونو کې تیروي او هندي پانګوال د وضعیت تر آرامیدو پورې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي. پر کابل د طالبانو د بریدونو ډیریدو ځیني خلک د ښار پریښودو ته اړ کړي.

https://p.dw.com/p/1Fbi7
انځور: imago/Xinhua

د رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کابل په ۳،۵ میلیوني ښار کې د یاغیانو بریدونه کومه نوې خبره نه ده. پر دې ښار باندې په ۲۰۰۱ کال د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته بریدونه کیږي چې له کبله یې ملکي او غیرملکي کسانو ته مرګژوبله اوړي.

خو د تیرې میاشت په اوږدو کې پر کابل ښار باندې د طالبانو د بریدونو ډیریدو، د دې ښار د ډیر شمیر اوسیدونکو په منځ کې د کابل د وضعیت او د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په اړه اندیښنې رامنځ ته کړې دي.

محمد عارف شهیم په کابل کې څارنوال دي. هغه وایي: «دولت په هره برخه د کنترول د له لاسه ورکولو په حال کې دی.»

د هغه همکاره مهریه فیض د مې میاشتې ویروونکی برید په یاد راوړي. کله چې په دغه وخت کې د عدليې وزارت د موټرو په تمځای کې چاودنه وشوه نو د کارکوونکو تر منځ آوازه خپره شوه چې درې تنه طالبان په بورکو کې د څارنوالۍ ودانۍ ته ننوتي دي. میرمن فیض وایي: «موږ د څو دقیقو په جریان کې له سیمې وتښتیدو او ودانۍ مو پریښوده.»

هغه اوس په اوونۍ کې یوازې دوه وارې کار ته ځي او وايي چې که نور بریدونه ترسره شي نو خپله دنده به پریږدي. هغه وایي: «زه تر داسې شرایطو لاندې کار نه شم کولای.»

تیره اوونۍ په کابل کې د نجونو په یوه ښوونځي کې آوازه خپره شوه چې طالبانو په دې ښوونځي چاودیدونکي مواد ځای پر ځای کړي دي. د همدې آوازې له کبله ښوونځی له زده کوونکي خالي کړی شو او یو شمیر کورنیو خپلو نجونو ته اجازه ور نه کړه چې په راتلونکې ورځ ښوونځي ته ولاړې شي.

لا ډیر وژونکي بریدونه

د نوموړي خبري آژانس زیاتوي چې طالبانو د خپل پسرلنیو عملیاتو په ترڅ کې پر افغان دولت او ملکي وګړو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغې ډلې سږ کال دغه عملیات د اپریل پر ۲۴مه نیټه پیل کړل چې دا د تیر کال په پرتله ژر وو. زیاته شوې ده چې تر اوسه پورې بریدونه د ۲۰۱۴ کال په پرتله پیاوړي او پراخه دي.

د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت له پای ته رسیدو سره، افغان امنيتي ځواکونو په یوازيتوب سره د دې هیواد امنيتي چارې په لاس کې اخیستي دي. د طالبانو د بریدونو له ډیریدو سره اوس د ډیر شمیر افغانانو په منځ کې په دې اړه چې آیا افغان امنیتي ځواکونه په یوازیتوب د خپل هیواد د امنیت ساتلو وړتیا لري او که نه، پوښتنې رامنځ ته شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، خبر ورکړی دی چې د ۲۰۱۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په دې هیواد کې د جګړې له کبله ټول ټال ۲۹۳۷ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغو کسانو له ډلې څخه ۹۷۴ تنه یې وژل شوي دي. دا د تیر کال همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه لوړوالي ښيي.

د رویټرز د رپوټ له مخې په روان کال کې پر کابل باندې هم د بریدونو کچه لوړه شوې ده. پر دې ښار باندې لږ تر لږه د مې په میاشت کې شپږ بریدونه شوي دي چې له کبله يې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله او ‎ښتي ده. دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په دې میاشت کې پر کابل باندې دوه بریدونه شوي وو.

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو مشر جنرال جان کمپ بیل، په وروستیو وختونو کې وویل چې په ټول افغانستان کې د یاغیانو د بریدونو شمیر رالویدلی دی خو هغه روښانه کړې وه چې اوس په دغه بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر د پخوا په پرتله لوړ دی. امریکایي چارواکو ویلي دي چې سږ کال په جګړه کې طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بریدونو مخنیوی

کمپل بیل ویلي دي چې په کابل کې د هر ترسره کیدونکي برید پر سر د نهو او لسو تر منځ نورو بریدونو مخه نیول کیږي. وروستی برید په کابل کې پر یوه میلمستون وو چې د حکومتي چارواکو په حواله په پایله کې یې له برید کوونکو پرته بل څوک و نه وژل شول.

رپوټ زیاتوي چې نور بریدونه بیا پرته له تلفاتو نه وو. په مې میاشت کې پر یوه بل میلمستون باندې د طالبانو برید ۱۴ کسان ووژل چې په کې اته تنه بهرنیان هم شامل وو.

د کابل د پولیسو قوماندان ویلي دي چې دغه برید د یوه کس له خوا چې په دې میلمستون کې میشت شوی وو ترسره شوی دی. د برید په تړواو د ملي امنیت ادارې دوه تنه نیولې هم دي او اوس هم څیړنې روانې دي.