1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځینه کډوالو لپاره پناه غوښتنه اروپا کې خوندي نه ده

Manasi Gopalakrishnan/ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۱۹, یکشنبه

د کډوالو په کوچنیو او تنګو کمپونو کې د اوسیدنې پر محال ښځینه کډوالې چې غواړي اروپا ته راشي د جنسي او فیزیکي تاوتریخوالي سره مخامخیږي. خو د فرهنګي لاملونو له کبله نشي کولاې د دې ستونزو په اړه وغږیږي.

https://p.dw.com/p/1GmOn
Deutschland Bonn Flüchtllinge Nesrin aus Syrien
انځور: DW/M. Gopalakrishnan

نسرین له سوریه څخه یوه ۲۰کلنه کډواله ده او نږدي یوه میاشت کیږي چې د بن ښار ته رارسیدلې ده. هغه یواځینۍ ښځینه کډواله ده چې خبریالانو سره یې خپلې سختې تجربې شریکې کړي دي.

نسرین له خپلې کورنۍ سره یوځاې له ترکیې څخه ځان یونان ته تر رسولو وروسته د مقدونیا له طریقه هنګري او بیا همداسې د آلمان مونیخ/مونشن ښار ته مزل کړی. آلمان ته له رارسیدو وروسته هغه د چارواکو له خوا په اورګاډي کې بن ښار ته لېږدول شوې ده. هغه وایي د دې سفر تر ټولو سخته برخه هغه وه چې په هنګري کې د کډوالو زندان ته واستول شوه او هلته دې له سلګونو نورو کډوالو سره، چې ډیری یي نارینه ول، شپي تیرې کړې.

له تر ټولو خطرناکو هیوادونو څخه راتګ

اروپا ته ډیری هغه کډوال راځي چې د سوریي له کورنۍ جګړې څخه تښتي. سوریه د «ګلوبل جیندر ګپ» په نوم د ۲۰۱۴کال رپوټ د ۱۴۲نا امنه او خطرناکو هیوادو په لست کې ۱۳۹هیواد دی. خو، کډوال یواځې له سوریه څخه نه راځي بلکې له افغانستان، عراق، سومالیا او نورو افریقایي او د منځني ختیځ هیوادونو څخه هم ښځینه کډوالې اروپا ته راځي. دا هیوادونه هم د ښځو لپاره د خطرناکو هیوادونو له ډلې څخه دي.

د بشري حقونو نړیوال غورځنګ(FIDH) په خپلې یوې لنډې لیکنه کې داسې لیکلي: «دا یو ډیر سخت کار دی چې د سوریې د کډوالو په برخه کې د جنسي تاوتریخوالي جرمونو ثبت کړو

دا سازمان همدا راز وایي: «د ځینې فرهنګي، اجتماعي او مذهبي فشارونو له کبله د جنسي تاوتریخوالي جرمونو ډیری قربانیان نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي

دویچه ویلې سره په خبرو کې نسرین وویل: «دا زموږ لپاره ډیر سخت دی. زه له یو نارینه سره لاس نشم ورکولای او د یو نارینه په مخ کې زه نشم بیده کیدای.» هغه وایي چې دود او فرهنګ یي محافظه پال دی او زیاتوي: «په یو عربي ټولنه کې، که چیرې زه و نه غواړم له یو نارینه سره وغږیږم نو هغه بیا ما نه ځوروي خو د کډوالۍ پر مهال موږ ډیر شیان ولیدل» هغې په دې اړه نور څه و نه ویل.

Ungarn Flüchtllinge in einem Gefängnis
نسرین دا انځور د هنګري په یو زندان کې د کډوالو د ثبت پر مهال اخیستئ.انځور: Privat

د کډوالو کمپونو کې د ښځو خوندیتوب

د بن ښار د کډوالو په یو کمپ کې نسرین باید د سل نورو کډوالو سره له يو مشترک تشناب څخه استفاده وکړي. په دې ۱۰۰کسانو کې نارینه هم شته چې دا موضوع د نسرین او نورو ښځینه کډوالو لپاره یوه ستونزه ګڼل کیږي.

د پرو فمیلیا، پاراتاتیش هیسن، د هیسن د ښځو شورا او د هیسن د ښځو دفتر په شان د ښځو د ملاتړي سازمانونو په یوي لیکنه کې کوچني کمپونه، ګډ تشنابونه او اتاقونه چې یواځی د بهر څخه قلفیږي د کډوالو په کمپونو کې د ښځو او ماشومانو له پاره د یو نا امنه چاپیریال لاملونه ګڼلې دي.

دا سازمانونه همدا راز لیکي: «ښځي وایي چې پر هغوی او ماشومانو جنسي تیری او یا هم د جنسي تاوتریښوالي حملې شوي.» د هغو ښځو خوندي ساتل چې اختطاف او یا د جنسي تیري قربانیان دې یو خورا مهم کار دی. په کمپونو کې د ښځو د خوندي ساتنې له پاره هیڅ ډول خاص اتاقونه او یا هم قوانين نشته.

دا سازمان وایي چې د ښځینه او نارینه کډوالو له پاره باید بېل کمپونه جوړ شې او د ښځو له پاره خاص ژباړونکي هم وګمارل شي تر څو هغوی وکولای شي خپلې ستونزي ورسره شریکې کړي.

په همدې حال کې نسرین دا تمه لري چې خپل کور ولري او ښوونځي ته تګ پیل کړي. هغه وایي: «تر هغه وخته باید زه همدلته ګزاره وکړم