1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد کمپاین پیل شو

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د اروپايي ټولنې پولیسو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دې هیواد د کورنیو چارو د وزارت او لوی څارنوالي په مرسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه یو پراخه کمپاین په لاره اچولی دئ. (انځور له آرشیف څخه)

https://p.dw.com/p/163S9
انځور: DW/Sirat

په پلان کې ده چې دغه کمپاین به د افغانستان په کلیو کې د پولیسو او څارنوالانو په مرسته پر مخ ولاړ شي. د دې کمپاین اصلي هدف د پولیسو او څارنوالو د ظرفیت لوړول دي چې هغوی وکولای شي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت د همغږې غوښتونکی شو

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د اداري چارو معین میزا محمد یارمند، د دې کمپاین په لومړۍ ورځ چې د سې شنبې په ورځ «د ۲۰۱۲م کال د سپتمبر څلورمه» په کابل کې په لاره اچول شوی وو وویل چې د افغان حکومت او بشري حقونو د سازمانونو تر منځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په فعالیتونو کې باید همغږي رامنځ ته شي.

یارمند وویل: «په دې اړه باید همغږي رامنځ ته شي. ملګري ملتونه او نور هغه سازمانونه چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي باید له پولیسو سره لاس یو کړي او د رپوټ ورکولو یو سیستم رامنځ ته کړي. ترڅو پولیس وشي کولای چې په ښه ډول خپل کارونه پر مخ بوځي.»

د کورنیو چارو د وزارت معین وویل چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو شاملیدل کولای شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. هغه وویل چې په پلان کې ده چې افغانستان به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې ۵۰۰۰ ښځینه پولیس ولري. اوس په افغانستان کې یوازې ۱۴۴۴ تنه ښځینه پولیس په دنده بوختې دي.

په همدې حال کې د لوی څارنوالې اداري معین عبدالوکیل امیني، وویل چې په پلان کې ده چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد څارنوالي پرانیستله شي.

فوزیه کوفي: قانون باید پلي شي

په ولسي جرګه کې د بشري حقونو او د ښځو د کمیسیون رئیسې فوزیه کوفي، وویل چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې هغه وخت تاوتریخوالي له منځه تلای شي چې قانون پر ټولو باندې یو شان تطبیق شي. هغې زیاته کړه چې ښځې باید په ټولنه کې ښکیل شي او هغوی ته باید د کار چانسونه ورکړل شي.

فوزیه کوفي زیاته کړه چې د افغانستان په تاریخ کې د ښځو ربړول ځای نه لري: «زه په تاریخ کې داسې کومه پېښه نه وینم چې زموږ نیکونو دې کومه ښځه تیرباران کړي وي او یو شمیر نورو خلکو دې د دغسې پیښې ننداره کړي وي.»

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو چارواکو وویل چې د ښځو د حقوقو ساتل د هغوی د دندو په لومړي سر کې راځي.

حسین سیرت/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض