1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو فوټبال نړيوال جان آلمان توپاني پيل کړ

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۸, دوشنبه

د آلمان د ښځو فوټبال ملي لوبډلي د نړيوال جام په لومړۍ لوبه کي د عاج ساحل لوبډلي ته سخته ماته ورکړه. آلمان دغه لوبه ۱۰ پر صفر وگټله. د دوی د گروپ بله لوبه د ناروې او تايلند ترمنځ وه چي ناورې ۴ صفر وگټله.

https://p.dw.com/p/1FdC0
انځور: Getty Images/Bongarts/D. Grombkowski

په کاناډا کي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جون مياشتي ۷) د ښځو فوټبال د نړيوال جام سياليو د B گروپ لوبي پيل سوې.

د آلمان د ښځو فوټبال لوبډلي په دغه کروپ کي خپله لومړۍ لوبه د گولونو په جشن سره پيل کړه او خپلي افريقايي سيالي لوبډلي ته ئې نه هيرېدونکې ماته ورکړه. د کاناډا په اوتاوا کي د لوبي نندارې ته ۲۰ زره کسان ورغلي ول.

آلمان د عاج ساحل پر وړاندي د لوبي له پيل څخه گټونکی ښکارېدی. د لوبي د پيل په دريمه دقيقه کي آلمانۍ لوبغاړې سليا ساسيچ مقابلي لوبډلي ته گول ورکړ او دغه راز په ۱۴ او ۳۱ دقيقه کي په دې وتوانېده چي دوه نور گولونه هم ووهي.

د لوبي لومړۍ نيمايي پنځه پر صفر د آلمان لوبډلي په گټه تمامه سوه. د لوبي په دوهمه نيايي کي د عاج ساحل لوبډلي لږ مقاومت وکړ خو وروسته د آلمان لوبډله بيا هم په دې وتوانېده چي پنځه گوله نور هم ووهي.

په دغو گولونو کي د آنيا ميتاگ درې گوله هم د پام وړ ول. د لوبي وروستی گول په ۸۵مه دقيقه کي آلکساندرا پاپ وواهه.

د عاج ساحل لوبډلي د لوبي ډېره برخه پر فولونو ولاړه وه. دغي لوبډلي ته د کانادايۍ ريفري له خوا ۶ ژړ کارتونه وښوول سول.

د ويلو ده چي د آلمان لوبډلي په دغو د گولونو ډکي بريا سره د ښځو فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي د خپلو گولونو شمېر ۱۰۱ ته ورساوه چي دا په نړۍ کي يوازنۍ لوبډله ده چي په نړيوالو لوبو کي ئې زيات گولونه لگولي دي.

د B گروپ بله لوبه چي د ناروې او تايلند ترمنځ وه، ۴ پر صفر د ناورې په گټه تمامه سوه.