1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو د رای ورکونې حق سلمه کلیزه

۱۳۹۷ شهریور ۱۰, شنبه

په آلمان کې د وایمار جمهوري عصر په وخت کې نور نو د ښځو او سړو د مساوي حقونو مخه نه شوای نیول کیدای. اوس د فرانکفورت په یو نندارتون کې له ټولنیزو محدودیتونو څخه د خلاصون په برخه کې د هغو ښځو د میړانې یاد تازه کیږي.

https://p.dw.com/p/348qB
Ausstellung "Damenwahl! 100 Jahre Frauenwahlrecht "
انځور: ATRIA Amsterdam

که د آلمان د امپراطورۍ، جمهوري وایمار (۱۹۱۹ - ۱۹۳۳)، یا په بل عبارت د لومړۍ نړیوالې جګړې او د نازیانو واک ته د رسیدو تر منځ زماني فاصله کې د ښځو لومړنی غورځنګ نه وای رامنځته شوی، نو نن به نه هم ښځو په آلمان کې د رای ورکونې حق درلودلی او نه به هم له نارينه و سره د دوی مساوي حقونه د دغه هیواد په اساسي قانون کې درج شوي وای.

له نن څخه سل کاله مخکې د ۱۹۸۱ م کال په نوامبر کې د وایمار جمهوريت بنسټ ایښودونکو د ښځو د عمومي رای ورکونې غوښتنه وکړه. دا کار د هغو بدلونونو سبب شو چې تر نن ورځې پورې باقي پاتې دي.

د آلمان د فرانکفورت ښار په تاریخي موزیم کې یو بشپړ نندارتون د هغه وخت راهیسې د ښځو په ژوندانه کې د مثبت تغير د تاریخ پاڼې اړولي دي. د دغه نندارتون په لومړۍ برخه کې د پخوانیو وختونو هغه جامې نندارې ته ایښودل شوي دي چې ښځو به د دې له پاره چې ملا یې نرۍ ښکاره شي تنګ او پلن کمربندونه تړل.

دې ډول کمربندونو به نه یوازې د ښځو حرکتونه محدودول، بلکې د دوی کاري توانایي به یې هم محدودوله. خو د آلماني امپراطور په وخت کې ښځو نه غوښتل چې یوازې د ماشومانو په پالنه او د کور په کارونو کې مصروفه پاتې شي.

د «ښځو د رای ورکونې حق ۱۰۰ کاله» نندارتون چې د اګست میاشتې له ۳۰ څخه د ۲۰۱۹ م کال د جنورۍ تر ۲۰ نیټې به د نندارچیانو پر مخ خلاص وي، له نارينه و سره د مساوي حقونو ترلاسه کولو په برخه کې د ښځو د مبارزې تاریخ بیانوي.

د دې کمربند لرونکو جامو په مقابل کې د ښځو بل ډول جامې ایښودل شوي چې د دې برعکس پراخې او د آزاد حرکت مخه نه نیسي. له ۱۹۱۰ م کال وروسته د ټینس لوبې لنډې جامې مود شوې چې ښځو به کله ناکله اغوستلې. خو د ورزشي لباسونو مود یوازې د ټولنې د شتمن قشر ښځو پورې مختص وو.

په هغه وخت کې ښځو باید د ورزش د حق له پاره مبارزه کړې وای. تر لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته وختونو پورې به فکر کیده چې ډیر شمیر ورزشونه یوازې د سړو له پاره دي.

د دې نندارتون په یوه څنډه کې ښودل شوي دي چې په ۱۹۵۵ م کال کې د آلمان د فوټبال اتحادیې د ښځو له پاره د فوټبال ورزش منع اعلان کړ چې ګواکې دغه ورزش د«ښځو جسم او روان» ته زیان رسوي.

London 100 Jahre Frauenwahlrecht
سږ کال په لندن کې ښځو د جون په لسمه «د ښځو د رای ورکونې حق» سلمه کلیزه ولمانځلهانځور: picture-alliance/Zumapress/R. Pinney

د فرانکفورت په دې نندارتون کې نږدې ۴۵۰ غرفې ایښودل شوي دي. دا غرفې نه یوازې د آلماني مجموعو، بلکې د ټولې اروپا په کچه آرشیفونو څخه آثار نندارې ته وړاندې کوي. دغه آثار ښکاره کوي چې مخکښو ښځو د رای ورکونې حق ترلاسه کولو او له ټولنیزو محدودیتونو څخه د وتلو په برخه کې څنګه په ځیرکۍ او زړورتیا مبارزه کړې ده.

دوی همدرانګه په آلمان کې د مسلک او تحصيلي رشتې د انتخاب حق، د هغو له جملې څخه د طبابت په برخه کې له سړو سره د مساوي حقونو له پاره مبارزه کړې ده. د دې موزیم په لاره اچونکې میرمن لینیمن وایې: «د ښځو حقونه بشري حقونه دي او بشري حقونه جنسیت نه پیژني».

په دې تاریخي نندارتون کې په شلمه میلادي پیړۍ کې د ښځو پر لرلید تمرکز شوی دی. په هغه وخت یعنې د آلمان د امپراطورۍ په وخت کې د دغه هیواد په ټولو ځایونو کې د ښځو غورځنګونه د څرګندیدو په حالت کې وو. د بیلګې په توګه په مونشن، هامبورګ، کولن، لايپزيک، بریمن او فرانکفورت کې. 

د میرمن لینیمن په خبره: «په هغه وخت کې د ښځو له پاره ډیر کاري او روزنیز فرصتونه رامنځته شول، او همدرانګه په کورنۍ کې د ښځو نقش هم تغیر وکړ».

د وخت په تیریدو سره ښځو په ډیرو برخو کې آزادۍ ترلاسه کړې، خو د سیاست په ډګر کې د دوی مبارزه لا ستونزمنه وه. ښځو د لومړي ځل له پاره په ۱۹۰۸ م کال کې اجازه ترلاسه کړه چې په سیاسي ګوندونو کې فعاليت وکړي او په دې توګه د ښځو د لومړنۍ ټولنې د جوړیدو له پاره زمينه مساعده شوه.

خو د دې بدلون په برخه کې هم ډیر ترخه سیاسي مقاومتونه موجود وو. د مدرنیزه کیدو ضد محافظه کاره ځواکونو په ۱۹۱۲ م کال کې «د ښځو د آزادۍ پر وړاندې د مبارزې آلماني اتحادیې» بنسټ کیښود، چې دا پخپله د ښځو د ټولنیزو محدودیتونو د ختمولو مخ ته یو لوی خنډ وو.