1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ښوو او بدو مهاجرو ترمنځ باید توپیر وشي»

آژانسونه/ ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعه

مهاجر دا ویره لري چې پر پاریس تر برید څخه وروسته به اوس دوی ته هم د شک په سترګه کتل کیږي. هغوی وايي چې دا بریدونه به د دې لامل وګرځي چې ځینې هیوادونو د مهاجرو پر وړاندې په خپلو تګلارو کې بدلونونه راولي.

https://p.dw.com/p/1H9SS
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/N. Doychinov

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

احمد فواد یو ۱۶کلن افغان مهاجر دی. دا تنکی ځوان درې ویرې لري. اول خو دی له طالبانو څخه ویریږي چې په افغانستان کې یې د ده کورنی وژلې ده. بیا له دې ویریږي چې هغه اروپایي هیوادونه پر مهاجرو خپلې دروازې تړي چې د پاریس د برید څخه دمخه یې مهاجر منل او همدا راز له دې هم ویریږي چې ښایي هغه ترهګر چې په افغانستان کې یې د ده د کورنۍ غړي وژلي دي اوس د مهاجرو په ډله کې ځانونه اروپا ته رسوي.

له هغه وروسته چې په بالکان سیمه کې څلورو هیوادونو د پنجشنبې په ورځ خپلې پولې د مهاجرو پر مخ وتړلې نو د سلونو زرو مهاجرو چې له جګړو او غریبی څخه تښتي اندیښنې لا هم ډیرې شوې. اشوشیتد پریس سره په مرکه کې مهاجرینو د پاریس په بریدونو کې د ۱۲۹کسانو پر وژل کیدو خواښیني څرګنده کړه. دې مهاجرو همدا راز وویل چې دوی هیله لري چې د افراطیت څخه ډار د دې لامل ونګرځي چې اروپايي هیوادونه په خپله ټولنه کې بدلونونه راولي.

هغوی همداراز له اروپا څخه غوښتنه وکړه چې کوښښ وکړي تر څو افراطي کسان د مهاجرو څخه بیل کړي او په دې ډول یواځې هغو کسانو ته پناه ورکړي چې په رښتیا له افراطیت او جګړې څخه تښتي او مرستې ته اړتیا لري.

په بلغاريا کي د انساني قاچاقبرانو شبکه څرنگه فعاليت کوي؟

خو د پنحشنبې په ورځ دا څرګنده شوه چې ځینې اروپایي هیوادونه د مهاجرو پر وړاندې پر خپلو تګلارو بیا غور کوي. صربستان، کرواشیا، سلوانیا او مقدونیې خپلې پولې پر هغو کسانو بندې کړې چې په اصلي هیوادونو کې یې جګړه نه شته لکه د ایران، بنګله دیش او پاکستان په څیر هیوادونه. اوس له دې پولو څخه یواځې افغان، عراقي او سوریايي مهاجر تیریدی شي.

محمد میرزام یو افغان دی چې میرمن او بچیان یې ایرانیان دي. هغه وایي: «موږ بند پاتې یو، هغوی زما کورنی ته د تیریدو اجازه نه ورکوي. زه نورې پیسې نه لرم او په دې هم نه پوهیږم چې څه به وشي. زه غواړم چې آلمان او یا هم سویس ته لاړ شم.»

د فواد په شان مهاجر وایي چې له خپلو هیوادونو څخه د تیښتې موخه یې دا ده چې د پاریس د برید په شان له تروریستي پیښو څخه ځانونه وژغوري. فواد چې په افغانستان کې د شعیه اقلیت څخه دی وايي خپل کلی یې له هغې وروسته پریښود چې سني طالبانو یې پلار او ورو ووژل. اوس یې خور او مور په افغانستان کې پاتي دي خو فواد وایي چې پیسې یې نه درلودلې تر څو انساني قاچاقبرانو ته یې ورکړي او د خپلې کورنی نور غړي هم له ځان سره راولي.

فواد هوډ درلود چې ځان په سویدن کې خپلو خپلوانو ته ورسوي خو وروسته له هغې چې تیره اوونی سویدن پر خپلو پولو قیودات ډیر کړل نو اوس دی غواړي سویس ته لاړ شي. هغه وایي دا یو څرګنده واقعیت دی چې د پاریس بریدونو به د کډوالو پر حالت منفي اغیزه ولري.

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/B. Tessier

هغه وایي: «[اروپا] به د کډوالو پر وړاندي لا هم سخت دریځ ونیسي. په سویدن کې زما خپلوان وایي چې ډیر هوسا ژوند لري. همدا لامل دی چې ما خپل هیواد پریښود.»

فرهاد نیزدیوان چې د سوریي څخه دی دا باور لري چې د پاریس له بریدونو څخه وروسته به ټولو پناه غوښتونکو ته د شک په سترګه وکتل شي.

د سلوانیا او اتریش تر منځ پر پوله فرهاد وویل: «دا زموږ له پاره یوه ستونزه ده. په سوریه کې جګړه وه. اوس دلته هم جګړه ده.»

پر مهاجرو بې باوري تر هغې وروسته ډيره شوه چې د پاریس د یو بریدګر د جسد له خوا څخه یو سوریایي پاسپورت ومندل شو.

د اروپا امنیتي چارواکي او د فرنتکس په نامه سرحدي ادارې (Frontex border agency) په وار وار ویلي دي چې دوي هیڅ دا ډول اسناد نه دي تر لاسه کړي چې څرکنده کړي یاغیان او افراطي تروریستان کډوالو سره یو ځاې په سختو لارو ځان اروپا ته رسوي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیز، وایي چې امکان لري دا پاسپورت عمدا په همدې ځاې کې ځاې پر ځاې شوی وي.

فواد وایي چې د ایران، ترکیې، یونان او بالکان هیوادونو پر لاره یې د طالبانو ځینې غړي لیدلي دي. هغه همداراز وایي چې درې نارینه او د یوې ښځې خبرې يې هم اوریدلي دي چې غوښتل یې د اسلامي دولت (داعش) سره یو ځاې شي. هغه وایي چې نه پوهیږي دا کسان ولې په غرب کې د پناه غوښتنه کوي؟

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/R. Atanasovskia

فواد وایي: «ځینې مسلمانان په اصل کې مسلمانان نه دي، هغوې د مسلمانانو په شان کارونه نه کوي. هغوی کافران دي، سم کافران. هغوی د اسلام تر نوم لاندي جرمونه تر سره کوي.»

محمد نواف خانجې یو ډاکتر دی او د سوریي څخه اروپا ته مهاجرت کوي. هغه وايي: «زه مطمئن یم چې د مهاجرو تر منځ ډیر شمیر ترورستان هم شته. اروپا باید یوه ښه تګلاره جوړه کړي تر څو د ښوو او بدو خلکو تر منځ توپیر وشي.»

محمد نواف اروپا ته له خپل پاسپورت سره راغلی دی خو د فرنتکس سرحدي اداره وایي چې ډیر شمیر کسان له اسنادو څخه پرته اروپا ته راځي او وایي چې له سوریې څخه دي تر څو د پناه غوښتنلیک يې ومنل شي.

مهاجر اوس دا ویره لري چې د اسلامي دولت جنګیالي به د سوريې کورنې جګړه اوس اروپا ته وغزوي. تارابیح چې سوریایي مهاجر دی وایي: «هغوی په پاریس کې هغه څه وکړل چې په سوریه کې یې کوي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب