1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تیرو څو کلونو کې لږ ژورناليستان وژل شوي خو ډېر تښتول شوي

۱۳۹۶ آذر ۲۸, سه‌شنبه

د «بې سرحده خبريالانو ټولنې» په خپل کلني رپوټ کې ويلي چې په ۲۰۱۷م کال کې ۶۵ ژورناليستان په هدفي ډول وژل شوي، ۵۴ تښتول شوي او ۳۲۶ تنه زنداني شوي. منځنی ختيځ يو وار بيا هم د خبريالانو له پاره خطرناک بلل شوی.

https://p.dw.com/p/2pc4p
UNESCO Pressebild Journalistenmorde
انځور: UNESCO

د مالتا د يوې ژورناليستي دافنه کاروانا گالیڅيا د وروستي مضمون عنوان چې تر خپريدو وروسته یې دا په يوه موټر بم بريد کې ووژل شوه، ډير مايوسه کونکی وو. دې ليکلي ول: «هري خوا ته غله ليدل کيږي. وضعيت ډير خراب دی.» دې خبريالې په خپل ويب بلاگ کې په حکومت کې د فساد، بډې اخيستنې، غيرقانوني تجارتونو او د مالیې د نه ورکړې په موخه د رامنځته شويو تش په نامه شرکتونو پر موضوع لیکنې کولې. سربيره پر دې ۵۳ کلنې گاليڅيا د مالتا د صدراعظم يوسپ موسکات نزدې ملگری په غير قانوني تجارتونو کې په لاس درلودو تورن کړی وو.

دې ته به تل د مرگ گواښونه کيدل. د اکتوبر پر۱۶نيټه کله چې دا له کوره ووته يوه بم یې موټر ټوټې ټوټې کړ.

د «بې سرحده خبريالانو ټولنې» په خپل کلني رپوټ کې ويلي چې د گاليڅيا په گډون په مجموعي توگه په ۲۰۱۷م کال د رسنيو ۳۹ کارکوونکي د خپل کار له کبله په هدفي ډول وژل شوي دي. زياته شوې چې په دې ټولو قضيو کې د عامل هدف دا وو چې دغه خبريالان خاموشه کړي. ويل شوي چې ۲۶ نور خبريالان تسادفاً وژل شوي، د مثال په توگه د هوايي بريدونو، بمي او يا ځانمرگو بريدونو هدف گرځيدلي دي. ځيني یې په مرموز ډول هم وژل شوي لکه د سويدنۍ ژورنالستې کم وال قضيه.

Maltesische Bloggerin getötet Daphne Caruana Galizia
د مالټا خبرياله دفنه کاروانا گاليڅيا په هدفي ډول ووژل شوهانځور: Reuters/D. Z. Lupi

دا۳۰ کلنه په اگست میاشت کې د دنمارکي مخترع پيتر مادسن پر ژوند او کار د رپوټ جوړولو له پاره له نوموړي سره د هغه په کښتۍ کې سپره شوې وه. تر هغې وروسته د نوموړې ټوټه کړل شوی جسد وموندل شو. پر مادسن د جنسي تيري او وژلو تور لگول کيږي.

له ۲۰۱۴م کال راهيسې لږ ژورناليستان وژل شوي

پر مرگونو سربيره هم د بې سرحده خبريالانو ټولنې د تير۲۰۱۶م کال په پرتله د ۲۰۱۷ م کال يو څه مثبت انځور وړاندي کړي چې پکښې د وژل شويو ژورناليستانو شمير ۱۸ سلنه راټيت شوی دی. ويل شوي چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې ۲۰۱۷هغه کال دی چې تر ټولو کم ژورناليستان پکښې وژل شوي دي.

د ټولنې په حواله د ژورناليستانو د وژنو د قضيو کميدل په دې پوره اړه لري چې ډيري ژورناليستان د عراق، سوریې او يمن په څير هيوادونو څخه وتلي، ځکه هلته يې کار د جگړو له کبله ژوند ته خطر متوجې کړی وو.

د بې سرحده خبريالانو ټولنې په حواله په مکسيکو کې بيا د نورو هيوادونو په پرتله ژورناليستان له خطر سره مخامخ دي. د مخدره موادو د باندونو په دغه هيواد کې که څه هم چې وسله واله جگړه نه شته خو بيا هم دغلته منتقد ژورناليستان په سستماتيک ډول گواښل کيږي او په بې رحمانه توگه وژل کيږي.

په ۲۰۱۷م کال دغلته ۱۱ خبريالان ووژل شول. تر ننه د زياترو دغه ژورناليستانو قاتلين نه دي نيول شوي.

چين: نيول او د مرگ انتظار

په چين کې اوس هم د پخوا په شان د بيان د آزادۍ له پاره حالات مناسب نه دي. د بې سرحده خبريالانو ټولني په خپل رپوټ کې ليکي چې هلته اوس د رژيم د منتقدينو د تل له پاره د  خاموشه کولو ميتودونه لا پسې پراخ شوي دي. په رپوټ کې زياته شوې: «اوس هلته حکومت منتقدينو ته د مرگ سزا نه ورکوي، بلکې دې ته وار کوي چې د زندانونو د وضعيت له کبله د هغوی روغتيا وار د واره دومره خرابه شي چې هغوي خپله مړه شي.»

ټولنې د سولې د نوبل د جایزې د گټونکي ليو شياو بو او بلاگ ليکونکي یانگ تونگيان مثالونه ورکړي دي. دوی دواړه د بند د اوږدې سزا په ترڅ کې په سرطان اخته شول او بيا روغتونو ته تر انتقال لږه موده وروسته مړه شول.

Türkei Demo für die Freilassung von Journalisten |
په استانبول کې د ژورنالستانو د آزادولو له پاره مظاهرهانځور: DW/K. Akyol

په چين کې د رسنيو کابو ۵۲ تنه کارکونکي د خپل کار له کبله په زندانونو کې دي چې دا د نړۍ تر بل هر هيواد زيات دي. په ټوله نړۍ کې دمگړۍ ۳۲۶ تنه ژورناليستان بنديان دي چې دا د تيرکال د همدې مودې په پرتله يو څه کم دي. خو د دوي کابو نيمايي یې د نړۍ د پنځوو هيوادونو يعني چين، سوریې، ويتنام، ايران او ترکیې په زندانونو کې دي.

تر ټولو زيات خبريالان په سوريه کې تښتول کيږي

په ترکيه کې د ۲۰۱۶م کال د کودتا ناکامه هڅه د دې باعث شوه چې ژورناليستان په خپل کار کې احتياط وکړي. د اضطراري حالت د قوانينو د پلي کولو په برخه کې پر حکومت نيوکه او يا د ميسنجر د کوډ شوې پيغام رسونې څخه استعفاده هم د دې باعث کيدلای شي چې پر سړي د ترهگرۍ تور ولګيږي. دغلته دمگړۍ ۴۳ ژورناليستان بنديان دي.

خو د ترکیې په گاونډي هیوادونو سوريه او عراق بيا د ژورناليستانو د تښتونې خطر ډير زیات دی. د بې سرحده خبريالانو ټولنې په حواله په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله نړۍ ۵۴ ژورناليست تښتول شوي. له دوی څخه یې۴۰ تنه د داعش او يا نورو تندلارو سازمانونو سره دي. دغه سازمانونه بيا د خبريالانو د آزادولو په بدل کې د پيسو غوښتنه کوي. په ټوله نړۍ کې په ځانگړي توگه د رسنيو د خارجي کارکونکو يرغمل نيونه يو ډير گټور کاروبار دی. د تير کال په پرتله د دغه ډول قضيو شمير ۱۴ سلنه لوړ شوی دی.

AG(B.S/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: