1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډېويس د خوشي کېدنې پر ضد په پاکستان کي احتجاجونه وسول

۱۳۸۹ اسفند ۲۸, شنبه

رېمونډ ډېويس هغه وخت د پاکستانۍ محکمې په حکم خوشي سو کله چي د وژل سوؤ پاکستاني کسانو کورنيو ورته په محکمه کي عفوه وکړه.

https://p.dw.com/p/RAmC
د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کي احتجاجونه وسول
د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کي احتجاجونه وسولانځور: AP

يو ځل بيا په پاکستان کي د امريکا و بيرغونو ته اورونه وراچول کيږي. د جمعې د لمانځه څخه وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کي خلکو په احتجاجونو لاس پوري کړی چي مشري يې د مذهبي گوندونو لخوا کېدله. په ټول پاکستان کي په لسگونو زره کسانو په احتجاجونو کي ونډه واخيستله. احتجاجونو د پنجشنبې په ورځ لا هغه وخت پېل سوله کله چي د امریکايي وگړي رېمونډ ډېويس د خوشي کېدلو خبر خپور سو. په احتجاجونو کي د حزب اختلاف گوندونو او اسلامپالو گوندونو ونډه واخيستله.

دوی نعرې وهلې چي امريکايانو کور ته ولاړ سئ او دا چي پاکستان زموږ دی. گرچه د حقوقي نظره د ډېويس قضيه پای ته رسېدلې ده خو د احتجاج کوونکو لپاره بيا هم دا يوه داسي موضوع ده چي دوی کولای سي د امريکا په وړاندي خپلې کرکې ته تظاهر ورکړي. رېمونډ ډېويس چي د امريکايي رسنيو لخوا د سي آی اې د غړي په توگه رسوا کړل سو باندي تور ؤ چي په لاهور کي يې دوه پاکستاني وگړي په ډزو وژلي دي. ډېويس ويل چي د د ځان څخه د دفاع لپاره هغه دوه کسان ووژل. پاکستان غوښتل چي ډېويس د قتل په تور محکمه کړي خو د متحده ايالتونو ولسمشر باراک اوباما وويل چي ډېويس د ډيپلوماتيکه مسؤنيت لري او داچي پاکستان د هغه د محکمه کولو حق نه لري. بالآخره د پاکستان يوې محکمې هغه وخت ډېويس خوشي کړی کله چي د وژل سوؤ کسانو کورنيو ورته عفوه وکړه. د جميعت اسلامي گوند يو غړی محمد حسين محنتي د دغې خوشي کېدنې په هکله وويل:

« د ډېوس خوشي کېدنه د امريکا په حق کي او د پاکستان پر ضد يوه پرېکړه وه. همدا وجه ده چي موږ و کوڅو ته راوتلي يو. موږ به حکومت دې ته مجبوره کړو چي د امريکا د غلامۍ څخه ځان خلاص کړي او د خپل هيواد په گټه پريکړي وکړي.»

د پاکستان د شريعت د قانون له مخي د خون بها د پيسو په مرسته يو وژونکی کولای سي د وژل سوي د خپلوانو څخه عفوه تر لاسه کړي. د ډېويس په مسله کي همداسي وسوه. د وژل سوؤ خپلوانو تقريبا 2.35 مليونه ډالره تاوان ترلاسه کولو وروسته ډېويس وبخښی. کتونکي اټکل کوي چي دغه پيسې به امريکا په غاړه اخيستي وي. خو د اسلامپالو ډلو د ليدلوره پاکستان خپل وقار په پيسو وپلوری او دا چي ډېويس بايد غړغړه کړل سوی وای.

مظاهره کوونکو د امريکا پر ضد نعره ووهلې چي څرگندوي چي دغې موضوع په پاکستان کي مذهبي کسان سخت په غوسه کړي دي. په رسمي توگه د امريکا په وړاندي د پاکستاني پوځ احتجاج د پنجشنبې په ورځ هغه وخت وسو کله چي شکمنو بې پيلوټه الوتکو د پاکستان په قبايلي سیمه شمالي وزيرستان کي د بمبارۍ په ترځ کي تر 40 څخه زیات انسانان ووژل. اول سر کي وويل سول چي وژل سوي کسان وسله وال ول خو وروسته پاکستاني حکومت وويل چي وژل سوي ولسي کسان دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا څخه وغوښته چي بخښنه وغواړي او توضيحات ورکړي که نه نو پاکستان گواښ کړی چي د مارچ په 26مه به په هغو ليدنو کي برخه وانه خلي چي د افغانستان پاکستان او امريکا تر منځ په بروکسل کي پلان سوي دي. د پاکستان لوی درستيز اشفاق کياني وويل چي د امریکا دغه عمل پر بشري حقونو تېری دی.

کای کيوسټنر / احمدولي اڅکزی

کتونکی: عبدالباري حکيم