1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډوبې شوې کښتۍ د کپتان د نیولو امر ورکړل شو

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP, dpa)۱۳۹۳ فروردین ۲۹, جمعه

په سویلي کوریا کې د ډوبې شوې کښتۍ د کپتان د نیولو امر صادر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ډوبې شوې کښتۍ کې د ۲۶۰ تنو لا درکه شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي.

https://p.dw.com/p/1BkmN
انځور: Reuters

یوه کوريايي چارواکي ویلي دي چې د ډوبې شوې کښتۍ د کپتان او د کښتۍ د خدمې د دوو تنو نورو غړو د نیولو امر صادر شوی دی. څارنوال پارک جای ایوک، د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د پیښې پر مهال د کښتۍ کپتان نه بلکې یو دریم افسر کښتۍ اداره کوله.

د پنجشنبې په ورځ د ډوبې شوې کښتۍ کپتان لي جون سیوک، په یوه بیانیه کې ویلي وو چې هغه د سپرلې، قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره په غم کې شریک دی. دغه ۶۹ کلن کپتان زیاته کړې وه: «زه شرمیدلی یم.» لا تر اوسه پورې هم د کښتۍ د ډوبیدو اصلي لامل روښانه نه دی.

د لادرکه شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي

چارواکو ویلي دي چې د کښتۍ تر ډوبیدو ۴۸ ساعته وروسته، د جمعې په ورځ یو شمیر غوټه وهونکي توانیدلي دي چې ډوبې شوې کښتۍ ته ور ننوځي. د هوا خرابوالي د لا درکه شویو کسانو د موندلو هڅې له ستونزو سره مخامخ کړې دي. چارواکو تر اوسه پورې د ۲۸ کسانو د وژل کیدو خبره تایید کړې دی خو تمه کیږي چې د قربانیانو شمیر به ډیر لوړ شي ځکه تر اوسه پورې هم ۲۶۸ کسان لا درکه دي.

اوس د کښتۍ د ډوبیدو سیمې ته درې کرینونه رسیدلي دي خو چارواکو ویلي تر هغه وخته پورې چې پر دې خبرې باندې ډاډه شوي نه وي چې په کښتۍ کې څوک ژوندي نه دي پاتې، له کرینونو څخه به کار وا نه خلي.

په ډوبې شوې کښتۍ کې ډیر شمیر سپاره کسان د ښوونځي زده کوونکي ول. پولیسو ویلي دي چې د همدې ښوونځي مشر مرستیال د جمعې په ورځ مړ موندل شوی دی. داسې گومان کیږي چې هغه دې خپل ځان وژلی وي.

د پیښې پر مهال په کښتۍ کې ۴۷۵ کسان سپاره ول او له ډلې څخه یې ۳۲۵ تنه د ښوونځي زده کوونکي ول چې غوښتل یې د جي جو ټاپو ته ولاړ شي.