1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين په دفاعي بوديجه کي ۱۱ فيصده زياتوالی پلان سوی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14Eqb

چين غواړي چي په خپله دفاعي بوديجه کي لا زياتوالی راولي. اټکل کيږي چي په روان مېلادي کال کي به د چين په دفاعي بوديجه کي ۱۱ فيصده زياتوالی راوستل سي. د چين د ملي کنگرې وياند ويلي دي چي په دې توگه به په روان مېلادي کال کي د دفاع له پاره د تېر کال په پرتله تقريبا ۱۰۰ميليارده ډالره زيات مصرف کړل سي.

په تيرو کلنو کي په دوامداره توگه د چين په دفاعي بوديجه کي تقريبا ۱۳فيصده زياتوالی راغلی وو. د امريکا متحده ايالتونه او د چين گاونډيان د چين پوځي پياوړتيا ته په اندېښنه سره گوري. د دغو اندېښنو وجه يو شمېر سيمه ييزي لانجې دي.