1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين لومړی وزير په اروپايي سفر روان سوئ

۱۳۹۰ تیر ۳, جمعه

د چين لومړی وزير، وين جياباو، نن «جمعه» په داسي حال کي اروپا ته روان سوی چي ډير شمير اروپايي هيوادونه د مالي کړکيچ سره مخامخ دي او چين هم د هري ورځي په تيريدو سره په دغو هيوادونو کي خپلي پانګه اچوني پراخه وي.

https://p.dw.com/p/11iph
د چين لومړی وزير وين جياباو
د چين لومړی وزير وين جياباوانځور: AP

د چين د لومړی وزير د سفر لومړی ځای به بوداپست وي او مخکي له دې چي د راتلونکي سې شنبې په شپه خپل هيواد ته ستون سي، لندن او برلين ته هم ولاړ سي.

وين جياباو نهه مياشتي پخوا هم يونان، ايټاليا او ترکيې ته په سفر تللی ؤ، خو دا ځل دي په داسي حال کي اروپا ته روان دی چي، غواړي د دغه سيمي د خطر سره مخامخ اقتصاد سره مرسته وکړي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند، هونګ لي، وايي چي د چين دولت غواړي ځيني لاري چاري په لاس کي ونيسي ترڅو د اروپايي هيوادونو د خطر سره مخ اقتصادونو سره مرستي وکړي.

کارپوهان وايي د وين جياباو د دغه سفر اصلي موخه اقتصادي مسايل دي. خو دا کارپوهان زياتوي چي وين به په دغه سفر کي د خپل برتانوي سيال سره پر ځينو نورو مسايلو لکه، منځني ختيځ، افغانستان او شمالي کوريا خبري وکړي.

د چين د دولت د منتقد، آی وي وي، خوشي کيدل هم کيدای سي چي د وين په دغه سفر کي تر بحث لاندي ونيول سي.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير، تيره اونۍ ويلي ؤ چي د آی وي وي د نيولو په اړه او پر هغه د لګول سويو تورونو په اړه دير مهمي پوښتني موجود دي.

چين چي د نړۍ، دوهم تر ټولو لوي اقتصاد دی، په وروستيو کي په اروپا کي پانګه اچوني ته ډير ليوال دی. د يوه پياوړي بانک په حواله، په وروستيو کي چين په متحده ايالاتو کي خپل پانګه اچوني کمي کړي او اروپا ته خپل لا ډير پام اړولی دی.

کارپوهان وايي چي چين نه غواړي چي د ايرو منطقه له داسي لوی مالي کړکيچ سره مخامخ سي چي دغه پولي واحد له منځه ولاړسي. دغه کارپوهان زياتو چي چين غواړي د هغو اروپايي هيوادونو سره چي د مالي ستونزو سره مخامخ دي مرسته وکړي.

ځکه چي د دغو هيوادونو د مالي لحاظه د ستونزو د مخامخ کيدو سره به چين ته هم ډيره لويه ضربه ورسيږي.

هنګري چارواکي وايي چي دغه هيواد غواړي په اروپا کي د چين سره کلکي سوداکريزي اړيکي ولري. د دغه هيواد د پرمختيا وزير وايي چي چينايي پانګه اچوني به په زرګونو کاري چانسونه رامنځ ته کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل