1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين د بشري حقونو فعاله گوانگچېنگ نيويارک ته ورسېده

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14ywi

د بشري حقونو چيني مدافع چېن گوانگچېنگ د متحده ايالتونو په نيويارک کي ويلي دي چي خوښ دئ چي د امریکا متحده ايالتونو ته رسېدلی دئ. دغه څلوېښت کلن کس چي په سترگو ړوند دئ د چین څخه له دې امله مننه کړې چي د چين څخه د ده په وتنه کي ئې د حوصلې څخه کار اخيستی دئ.

نوموړي کس ته د شنبې په ورځ اجازه ورکړل سوې وه چي د بيجينگ د هوايي ډگر څخه نيويارک ته پرواز وکړي. گوانگچېنگ په خپل هيواد کي د نظر بندۍ څخه تښتېدلی ؤ او په بيجينگ کي ئې د امريکا سفارت ته پناه وړې وه. چين ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري هېلري کلنټن د سفر پر وخت د هغې په غوښتنه چين گوانگچېنگ ته اجازه ورکړه چي د چين څخه د خپلې مېرمني او ماشومانو په شمول نيويارک ته سفر وکړي. گوانگچېنگ غواړي چي په متحده ايالتونو کي د حقوقو تحصيل پېل کړي.