1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين روسيه او ايران ګډ پوځي تمرينات پيلوي

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

چین او روسيه غواړي روانه اونۍ د روسيې په سويل کې ګډ پوځي تمرينات ترسره کوي. دغه خبره د چین دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3iHOA
Russland Vostok 2018 War Games
انځور: picture-alliance/dpa/Tass/A. Yereshko

له بيجنګ څخه د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله، د «قفقاز ۲۰۲۰» په نوم د چین او روسیې په راتلونکو ګډو پوځي تمريناتو کې، د پاکستان، ايران، میانمار، ارمنستان، سپينې روسیه یا بلاروس او يو شمير نورو هیوادونه عسکر هم ګډون کوي.

دغه آژانس د چين د دفاع وزرات له قوله ليکي چې چين به خپل نقليه وسايط او سپکې وسلې په خپلو تر ټولو عصري ترانسپورټي الوتکو کې د تمریناتو ځای ته انتقال کړي.

د چين دفاع وزارت ويلي چې دغه تمرینات به د سپتمبر له ۲۱مې تر ۲۶ پورې ترسره ادامه ولري چې تمرکز به يې پر دفاعي تکتيکونو، محاصرې او د جګړې د ميدان پر کنټرول باندې وي.

چينايي وزارت زياته کړې په داسې يو حساس وخت کې چې ټوله نړۍ د کرونا وبا پر وړاندې مبارزه کوي،«دغه تمرینات د چین او روسيې د مناسباتو له پاره يوه ځانکړې معنی لري.»

چين رپوټ ورکړی چې د تيرو اوونيو په ترڅ کې د هيواد دننه يې د کرونا هيڅ مثبته پيښه نه ده ثبت شوې، په داسې حال کې چې روسیه کې تر اوسه د کرونا له يو ميليون ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي او دغه لړۍ لا هم ادامه لري.

له دوو لسیزو راهیسې چې د چين او روسيې تر منځ يو «جامع ستراتيژۍ اتحاد» رامنځ شوی، دواړو هیوادونو په پراخه کچه امریکا سره د مبارزه په موخه، خپلې پوځي او ديپلوماتيکې اړيکې ډيرې نژدې کړي دي.

چین او روسیه معمولا خپل پوځي تمرينات په ګډه ترسره کوي او د ملګرو ملتونو په سازمان کې هم د سوريې او شمالي کوريا په څير نړيوالو موضوعاتو کې له یو بل څخه ملاتړ کوي.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

د پوځي ځواک پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم.