1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څلورو آلماني عسکرو دوژل کيدلو په هکله د ورځپاڼو تبصرې

۱۳۸۹ فروردین ۲۷, جمعه

بيا په افغانستان کي دطالبانو ديوه ګوزار له امله آلماني عسکر وژل شوي او ټپيان شوي دي . خوآلمانی ملت به په افغانستان کي دآلماني عسکرو دتلفاتو ورځ په ورځ زياتيدل تر يوه حده پوري وزغمي ، ولي نه تر ډيري مودې پوري

https://p.dw.com/p/My7I
انځور: AP

بيا دافغانستان په شمال کي دطالبانو د توغنديو ديوه ګوزار له امله څلورتنه آلماني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي .لکه څنګه چي دآلمان ددفاعي چارو دوزارت په يوه اعلاميه کي راغلي ، دغه آلماني عسکر دکندوز دښار دجنوبي پلو په سل کيلومترۍ کي، چي دبغلان په ولايت پوري مربوطه سيمه بلل کيږي ،دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو ISAFدعملياتو په وخت کي وژل شوي دي .

ددغه خبر په اوريدلو سره دآلمان ددفاعي چارو وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ چي په تيرو ورځو کي يې په کندوز او مزار شريف کي دالماني عسکرو دقطعاتو څخه کتنه کړې وه ، او په دې وخت کي دازبکستان دترمز په ښار کي و ، بيرته افغانستان ته ستون شو . دآلمان لمړۍ وزيره انګيلا مرکل چي دکاليفورنيا په يوه سفر بوخته ده ، په بغلان کي دآلماني عسکرو دژل کيدلو دخبر په اوريدلو سره خپله سخته خواشيني ښودلې او دکاليفورنياپه پوهنتون کي په يوه وينا کي ويلي دي ، چي زه د هغو کسانو سره چي افغانستان ته دآلماني عسکرو دليږلو په هکله شک او ترديد ښه يي تفاهم لرم ،خو زه غواړمه داخبره په ډاګه کړمه چي زه ددغه ماموريت تر شا ولاړه يمه . زمونږ عسکر افغانستان ته ددې موخي دپاره تللي چي هلته دسولي اوثبات په لارکي خپله ونډه تر سره کړي .او دا کار به تر هغه وخته پوري دوام پيدا کړي چي دافغانستان حکومت وشي کړای په خپلو امنيتي ځواکونو سره په دغه هيواد کي دسولي او ثبات دساتني دنده پر غاړه واخلي .

همداشان دآلمان دسوسيال ديموکرات دګوند ددفاعي چارو کار پوه پيتر بارتلز هم ددې ګواښ کړی دی ، چي په دغه حساس وخت کي دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کي افغانستان ته دآلماني عسکرو ليږل څوک په سوال کي راولي . دی وايي « دغه راز ويرجني پيښي ددې دليل نسي کيدلای چي په افغانستان کي دالماني عسکرو ماموريت ضروري نه وي . دغه هيواد بايد بيرته دطالبانو او يانوروتند لارو اسلامي ډلو لاس ته ورنشي »

خو ديوه احصايوۍ ولس پوښتنۍ له مخي چي دآلمان دتلوزيون له خوا شوې ،په سلو کي 70 دالمان وګړي دا غواړي چي له افغانستان څخه دي ډير ژر آلماني عسکر راوايستل شي .

ډيرو آلمانيو ورځپاڼو هم په افغانستان کي دآلماني عسکرو دوژل کيدلو دپيښي به هکله تبصرې کړي .

دبيلګي په ډول د«فرانکفورته روند شاو» په نامه آلمانۍ ورځپاڼه ليکي چي :

ديوه انسان مرګ ،په تيره بيا ديوه ځوان انسان چي غواړي دنورو سره مرسته وکړي او په دې لاره کي دې خپل ژوند له لاسه ورکوي ،په رښتيا سره يوه ډيره غمجنه پيښه بلل کيږي . زمونږ انګيزه داده چي وايو ، په افغانستان کي آلماني عسکر دسولي او ثبات دراوستلو دپاره قرباني ورکوي . خو دهر عسکر په وژل کيدلو سره داپوښتنه رامنځ ته کيږي ، چي په دې لاره کي مونږ څومره قرباني بايد وزغمو .

يا د Mitteldeutsche Zeitung په نامه يوه بله آلمانۍ ورځپاڼه په برلين کي دترهګري په هکله دڅيړونکي موسسې دکار پوه Guido Steinberg له قوله ليکي چي په افغانستان کي دآلماني عسکرو په مقابل کي ازبکان او تاجيکان هم جنګيږي اودهغه درو الماني عسکرو د وژ لو په پيښه کي چي داپريل دمياشتي په لمړۍ نيټه په کندوز کي رامنځته سول ،په هغه کي دتند لارو ازبکانو او تاجيکانو لاسؤ . ځکه دوی ددغه عملياتو دپاره ښه روزل شوي دي .

خو د Südkurier په نامه يوه بله آلمانۍ ورځپاڼه بيا ليکي چي :

دآلمان ملت به په افغانستان کي دآلماني عسکرو دتلفاتو ورځ په ورځ زياتيدل تر يوه حده پوري وزغمي ، نه تر ډيري مودې پوري . دجرمنيانودپاره په افغانستان کي ددغه هيواد دعسکرو ماموريت تر هغه وخته پوري دزغلمووړ ؤ، چي ويل کيده آلماني عسکر غواړي په افغانستا ن کي سمښتونه راولي او دغه هيواد به سمي لاري ته سموي . خو اوس داسي نه ښکاري چي دهندوکش په لمنه کي پروت هيواد افغانستان کي دالماني عسکرو دماموريت موخه هم داډول وي .

آژانسونه/ فضلي

کتونکي : محمد قاسم نوري