1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څرخي پله په زندان کي يو شمېر بنديانو خپلي خولې ګنډلي

۱۳۸۹ مرداد ۲۵, دوشنبه

د څرخي پله په زندان کي يو شمير بنديان ادعا کوي چي دغلته په سلګونو تنو سياسي بنديانو د نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړی.

https://p.dw.com/p/OoVL
يو شمېر بنديان چي په تازګۍ سره بند ته اچول سوي د مخدره موادو استعمال ته يې مخ کړی.
يو شمېر بنديان چي په تازګۍ سره بند ته اچول سوي د مخدره موادو استعمال ته يې مخ کړی.انځور: AP

بنديانو وروسته ترهغه دنه خوړلو پريکړه وکړه چي د زندان له بيلا بيلو کوټو شاوخوا پنځوس تنه بند يان د حکومتي عسکرو له خوا نامعلوم ځای ته وړل سوي دي.

په ورته وخت کي هغوئ دا هم وايي چي ګن شميرهغه کسان چي په دې ورستيو کي بندي سوي، په مخدره موادو روږد سوي دي.

د بنديانو لپاره ټيټ روغتيايي خدمات او په کوچنيو کوټو کي د ګڼ شمير کسانو اچول بله هغه مسله ده چي بنديان يي اعتصاب ته اړ کړي دي.

د ملا اسماعيل په نامه د څرخي پله په زندان کي يو تن بندي په دي شرط چي ږغ يې خپور نه سي آلمان ږغ راډيو ته وويل:

«د معترضو بنديانو شميره څه باندي زرو تنو ته رسيږي او ځينو يې خپلي خولې هم ګنډلي دي.»

اسماعيل وويل که يي غوښتني و نه منل سي اعتصاب به يې روان وي.

د ملي امنيت اداري وياند سعيد انصاري بيا وايي چي، له زندان څخه وړل سوي بنديان يا آزاد سوي او يا هم د زياتو تحقيقاتو لپاره نورو تحقيق ځايونو ته وړل سوي دي.

انصاري د زندانيانو هغه ادعاوي بي اساسه وبللي چي ګواکي بېول سوي بنديان وژل سوي دي.

بله خوا يو شمېر بنديان چي په تازګۍ سره بند ته اچول سوي د مخدره موادو استعمال ته يې مخ کړی.

يو شمير بنديان وايي دوئ ځکه پوډرو ته مخه کړې چي په بند کي په اسانۍ او ټيټه بيه د تر لاسه کيدو وړدي.

د څرخي پله د زندان ريس جنرال "عبدالباقي بهسودي" هم دا مني چي مخدره داروګان د موندلو وړدي.

بهسودي وايي چي دوئ يو شمېر زندان ساتونکي بنديانو ته د مخدره توکو د برابرولو په تور له دندي ګوښه کړي اوڅارنوالۍ ته يي معرفي کړي دي.

«زه به تاسو ته د چرسو او نورومخدره توکو بيلګي وښيم چي په خپله د بنديانو خپلوانو راوړي، يو شمېر زموږ افسرانو چي دغه توکي يي بنديانو ته راوړل يا مو له دندو ګوښه کړي او يا مو څارنوالۍ ته سپارلي دي».

همدا اوس اوس د څرخي پله په زندان کي پينځه زره تنه په بيلا بيلو جرمونو مجرم پيژندل سوي کسان بنديان دي.

د څرخي پله د زندان مشر وايي چي دمګړی په دغه زندان کي په نشه يي موادو د اخته بنديانو لپاره کوم مرکز نه تر سترګو کيږي او ويره موجوده ده چي پاته نور بنديان هم په مخدره توکو روږد سي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل