1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د څارنوالۍ له بې غوري مي ځان وسوځاوه"

۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبه

په هرات کي يوې واده شوي نجلۍ تر هغه وروسته ځان ته اور اچولی دئ چي په څارنوالۍ کي ئې ږغ نه دئ اورېدل سوی. پر دغي مېرمني باندي د مېړه په کور کي ظلم کېدئ.

https://p.dw.com/p/143ms
انځور: picture-alliance/dpa

دغه مېرمن چي پنځلس کاله عمر لري وايي چي د مېړه په کور ظلم ورباندي کېدئ نو د هرات څارنوالي ماريا بشير ته مراجعه وکړه، خو هغي نه يوازي داچي مرسته ئې ور سره ونه کړه، بلکي له کوره څخه ئې د تښتي د قانون له مخي په زندان تهديد کړې وه.

مېرمن سعادت اوس د هرات ولايت د سوځل سوو ناروغانو په روغتون کي پرته ده او د ډاکټرانو په خبره د سوځېدلو زخمونه ئې ډير ژور او ۸۰ سلنه دي چي ددغه ډول ناروغانو تداوي ډيره ستونزمنه ده.

د سوځول سوي ښځي مور په روغتون کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته په داسي حال چي ساندي ئې ويلي وويل چي لور ئې داده و مخ ته له منځه ځي او داسي څوک نسته چي مرسته ور سره وکړي.

په هرات کي د ښځو ترمنځ د ځان سوځولو پيښي تازه نه، بلکي له هري ورځي په تيرېدلو سره نوري هم ډيريږي. د سوځول سوو ناروغانو د روغتون د رسمي ارقامو له مخي په روان لمریز کال کي تر اوسه پوري ۸۴ پيښي ثبت سوي دي چي۶۰ سلنه ناروغان ئې د درملني چانس نه لري.

خو د اوسنۍ پيښي ځانگړتيا په دې کي ده، چي د مېرمني د ځان سوځولو يو لامل د څارنوالۍ نه پاملرنه ياده سوې ده.

د مېرمن سعادت ورو غلام رسول هم په روغتون کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته په داسي حال کي چي له سترگو څخه ئې پر پر اوښکي رواني وې، وويل چي د څارنوالۍ له بې غورۍ څخه ئې خور دغه حالت ته را ورسېدله.

«خور مي د هرات څارنوالي ماريا بشير ته له خسرګنۍ څخه په شکايت عريضه ور وړه هغې نه يوازي دا چي عريضه ئې ځيني وا نه خيستله، بلکي تهديد ئې کړه چي د بل مېړه هوا دي کړې ده او بندۍ به شې.»

خو د هرات څارنواله ماريا بشير د سعادت د کورنۍ ادعا او ګيلې بې ځايه بولي او وايي چي دغه مېرمن له دې سره نه ده مخامخ سوې.

«زه دا نه منم، هغه زما دفتر ته نه ده راغلې، خو تر کومه ځايه چي ئې پرعريضه غور شوی وو، د واده ډول ئې جبري او په کم عمر تر سره شوي وو مېړه او خسر ئې همدا اوس تر توقيف لاندي دي».

په هرات کي د ښځو د ځان سوځوني لوي لاملونه جبري ودونه، کورنی تاوتريخوالی او مرد سالاري ياديږي. د ځايي اوسېدونکو په خبره دغه دود پنځلس کاله مخکي له ايران څخه راوړل سوی دئ.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل