1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د نجونو د قاچاق په تور چینایان او پاکستانیان نیول شوي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۷, سه‌شنبه

پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ تائید کړې ده چې لږ تر لږه يې اته چینایي اتباع په دې تور نیولي دي چې ځواني پاکستانۍ نجوني به یې د واده په پلمه چین ته بیولې او بیا به یې هلته بدلمنۍ ته مجبورولې.

https://p.dw.com/p/3I5I8
Pakistan China Heirat chinesischer Ehemann China
انځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

د پاکستان د فدرالو څیړنو ادارې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې ترڅ کې یې څلور هغه پاکستاني اتباع هم نیولي دي چې له چینایانو سره یې د دغو غیر واقعي ودونو په برابرولو کې مرسته کوله. د دې ادارې یوه ویاند روښانه کړې ده چې د څیړنو له پرمختګ سره د نورو کسانو د نیول کیدو تمه هم لري.

تیره میاشت د بشري حقونو د څار سازمان په خپل رپوټ کې له پاکستانه چین ته د «ناويانو» د قاچاق په اړه اندیښنه څرګنده کړه او پر اسلام آباد یې په دې برخه کې د اقداماتو غږ وکړ.

په رپوټ کې راغلي ول چې موندنې یې ښيي چې له پاکستان څخه چین ته د ناويانو په نوم د نجونو قاچاق له لږ تر لږه پنځو نورو اسیايي هیوادونو سره وضعیت ته ورته دی.

د میانمار او ویتنام په څیر هیوادونو په لسونو زره ځوانې نجونې هر کال له چینايانو سره ودونه کوي. یو لامل دا هم دی چې په چین کې د نارینه و په پرتله د ښځو شمیر کم دی.

تیره میاشت یوه پاکستاني تلویزیون د دې اندیښنو په اړه رپوټ ورکړ او ادعايې وکړه چې په لاهور کې يې داسې یوه مرکز ته لاسرسی موندلی دی چې غریبې کورنۍ ورته مراجعه کوي او د پیسو او ویزې په بدل کې خپلې لوڼې چینايانو ته ودوي.

په اسلام آباد کې د چین سفارت په دې اړه ویلي دي: «چین د پاکستان د قانون پلي کولو له ادارو سره مرسته کوي چې د ښځې موندنې د ناقانونه مرکزونو پر ضد اقدامات وکړي. موږ پر چینایي او پاکستاني اتباعو باندې غږ کوو چې هوښیار پاتې شي او و نه غولیږي.»

(ms/nz (AFP