1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيکينګ په نړيواله غونډه کي پر اقتصادي بحران باندي خبري کيږي

۱۳۸۷ آبان ۳, جمعه

د اروپايي کميسيون مشر باروسو وايي، چي اوس به د پيکنګ د غونډي لومړيتوبونه نور وي

https://p.dw.com/p/Fg3S
د پيکينګ نړيواله غونډه
د پيکينګ نړيواله غونډهانځور: AP

په نړيوالوخبرونه کي نن سبا د اقتصادي بحران موضوع تر ټولونورو موضوعاتو لومړيتوب تر لاسه کړی دی. د جمعې په ورځ به د چين په پيکنګ کي د آزېم ، د اروپايي ټولني او د جنوب ختيځي آسيا د هيوادونو د ټولني ګډه غونډه تر سره کيږي. پدغه غونډه کي به هم د نړيوال اقتصادي بحران موضوع لومړيتوب ولري.

او هغه پداسي حال کي چي ترمخه پدغه غونډه کي د انرژۍ او چاپيريال ساتني د موضوعاتو پر سر خبرو ته لومړيتوب په پلان کي نيول سوی و.

د اروپايي کميسيون مشر باروسو وايي، چي اوس به د پيکنګ د غونډي لومړيتوبونه نور وي. نوموړی پدې هکله وايي : «موږ د سترو ننګونو سره مخامخ يو چي پولي نه پېژني ولي چي دغه نړيوالي ستونزي دي. نړيوال اقتصادي بحران اوس تر ټولو ستره ننګونه ده. نه د اروپا يو هيواد او نه هم د آسيا يو هيواد داسي انګېرلای سي چي دغه هيواد به يې د اغېزو څخه خلاص وي. موږ يو هم ږغه غبرګون ته اړتيا لرو. يا خو به په ګډه ځان ژغورو او يا به په ګډه غرقيږو.»

د آزېم د غونډې کوربه هيواد چين هم اوس د نړيوال اقتصادي بحران منفي اغېزې احساس کړي دي. پدغه هيواد کي د صادراتو کچه راټيټه سوې، اقتصادي پرمختګ ورو سوی، او د لومړيو فابريکو د تړل کېدو په ترڅ کي په زرګونو انسانانو خپل روزګار د لاسه ورکړی دی.د چين کوښښ کوي چي پدغه بحران کي ځان پياوړی وساتي. دغه هيواد کوښښ کوي چي خبل کورنۍ بازار قوي کړي چي پدې توګه د اقتصاد د رالوېدو مخه ونيسي. د چين حکومت وايي چي دوی په کافي اندازه سره توانايي او ذخيرې لرو چي د بحران سره مقابله وکړو.

چين دې ته چمتو دی چي د نورو هيوادونو سره ګډ کاروکړي تر څو دنړۍ وال اقتصادي بحران مخه ونيسي. دا چي د نړۍ ګڼ شمېر هيوادونه به په راتلونکې مياشت کي يوه اقتصادي سرمشريزه غونډه کوي، د چين لخوا ستايل سوېده. پدې هکله د چين د حکومت وياند داسي وايي : «چين پدې فکر کي دی چي پدغه نړۍ واله اقتصادي غونډه کي ګډون وکړي او که څنګه. موږ بايد د هيوادنو سره په تماس کي واوسيږو او بايد ګډ کار وکړو. خو په عيني حال کي به موږ د آزېم په غونډه کي پردې خبري وکړو چي د نړۍ وال اقتصادي بحران څخه څنګه بريالي وتلای سو.»

د آزېم په غونډه کي به د وړانديزونو تبادله کيږي خو پرېکړي به نه کيږي. د اقتصادي بحران تر څنګ به پر هغو موضوعاتو هم خبري کيږي چي د اقتصادي بحران د رامنځ ته کېدوڅخه تر مخه يې لومړيتوب درلودی لکه: د انرژي موضوع، چاپيريال ساتنه او د اقليم بدلون. د تجارت په هکله به هم خبري کيږي. زيات اروپايي هيوادونه ددې څخه سر ټکوي چي ددوی په وينا په آسيا کي او په زياته بيا په چين کي د چاپ د حقوقو څخه سرغړاوی کيږي او بل دا چي د اروپايي توليداتو په وړاندي ځايي وارداتي قوانين ډېر سخت دي.

سېرګې ابو چي په پيکنګ کي د اروپايي ټولنې سفير دی پدې هکله وايي چي بايد بهتره تړونونه لاسليک کړی سي. دی وايي: «اروپا او آسيا هغه دوې ستري وچي دي چي د تجارت په ډګر کي زياتي هم ږغۍ ته اړتيا لري. دواړې سيمي يو بل ته توليدات او تخنيک واردوي او صادروي. موږ د تجارت لپاره بهتره تړونونو ته اړتيا لرو.»