1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوهني وزارت په زرونو ښوونکي په دندو گوماري

۱۳۹۰ اسفند ۲۳, سه‌شنبه

د ښووني او روزني وزارت تدریسي معین محمدصدیق پتمن وايي چې په راتلونکي کال کښي په پام کي لري چي ۱۱۰۰۰ ښوونکي په دندو وگوماري.

https://p.dw.com/p/14JyO
انځور: DW

پتمن وايي چي پتېيلې ئې ده چي ښوونکي به د آزادي سيالۍ له لاري انتخاب سي او ډيره ښه تنخوا به هم ورته ور کول کيږي.

د پوهني وزارت وايي چې د نوو ښونکو۶۰ سلنه به ئې ښځینه ښوونکي وي، خو وايي چي په دې برخه کښي يو څه ستونزي لري.

کارپوهان په دې باور دي چې د پوهني وزارت باید د کمیت ترڅنګ کیفیت ته هم پاملرنه وکړي.

د کابل پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی استاد پوهنمل جمشید رشیدي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل چي د پوهني وزارت د مسلکي ښوونکو په ګومارنه کې پاته راغلی دئ.

«ډېری وختونه موږ ګورو چي هغه استادان چې مسلکي نه دي خو د خپل کور په خوله کې ئې په واسطو ځان ته دنده پيدا کړې ده، يا هغه کسان چي رشته ئې رياضي وي خو د وی د پښتو درس ورکوي.»

د ښاغلي رشیدي په خبره په هېواد کې پوهنه هغه مهال وده کوي چې په ښونځيو کې یوازي مسلکي ښوونکي په دنده وگومارل شي.

دی زیاتوي تر ډیره د ښوونې او روزني پوهنڅی څخه فارغ شوو محصلینو ته چې مسلکي ښوونکي دي دندي نه ورکول کیږي.

«اول خو دا اړین کار نه دئ چې له لیسانس څخه بیا آزموینه واخيستل شي، او بل بیا آزموینه هم له یوه لیسانس څخه د ۱۲ ټولگۍ زده کوونکی اخلي چې دې کارونو زموږ د ډيرو مسلکي ښوونکو مخه نیولې ده او په کلونو کلونو آزموینو ته انتظار باسي.»

دا څرګندوني په داسې حال کې کیږي چې د هېواد په ځينو سویل او سویل ختیځو سیمو کې د سوونو ښوونځيو دروازې تړلي او په لسونو زره ماشومان او تنکي ځوانان له زده کړو څخه پاته دي.

د پوهني وزارت څو کاله وړاندي ژمنه کړې وه چې تر خیمو لاندي زده کړو فرهنګ به له منځه یوسي او ټولو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړوي خو داسي ښکاري چې لا هم ډیر ښونځي ودانۍ نه لري او زده کونکي ئې تر شنه اسمان لاندي سره لمر ته یا هم په یخنۍ کي زده کړي کوي.

اسماعيل شاکر/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل