1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوليسو په روزنه کي ستونزه د يوه واحد سيسټم نشتوالی دی

۱۳۸۹ فروردین ۱۰, سه‌شنبه

د پوليسي چارو کارپوه حسين انډيوال د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کي ويلي چي تقريباً ټول هغه خلک چي د پوليسو ليکو ته جلبيږي سالم خلک نه دي...

https://p.dw.com/p/MiQr
ډيری پوليس د قومي اړيکو پر بنسټ خلبيږي
ډيری پوليس د قومي اړيکو پر بنسټ خلبيږيانځور: AP

دويچه ويلي:ښاغلې حسین انډیوال د آلمان د دننه د چارو وزیر توماس ډیمیسیر افغانستان ته تللې تر څو د پولیسو د چارو د ښه کولو لپاره خبرې وکړي. خو که څه هم المان د 2002 میلادي کال راپدیخوا د افغانستان د پولیسو په روزنه کې فعاله ونډه لري خو المانیان په خپل دې کار کې بریالي نه بریښې. علت یې تاسې په څه کې وینې؟

انډيوال:په لومړي سر کې باید ووایم چې د افغانستان دولت د افغانستان خلک د نړۍ والو د بې غرضه مرستو څخه چې په ځانګړي توګه د ښووني او روزنې په برخه کې په نظامي برخه کې او د پولیسو د روزنې په برخه کې دي د هغې څخه مونږ راضي یو. خو په دې لاره کې یو څه ستونزې هم شته چې ترټولو عمده یې د روزنې په برخه کې د یو واحد سیسټم نشتوالې دی. د مثال په توګه دا روزنې په بیلو بیلو ولایتونو کې په بیل ډول سره ورکول کیږی. دویمه ستونزه داده چې هغه نفر چې د پولیس په لیکو کې جلبیږي هغه سالم نفر نه وي او ډيرې وخت د اړیکو په مناسباتو او قومي اړیکو پر بنسټ جلبیږي. دې بیا زده کړی او تعلیم و تربیه ته دومره اهمیت نه ورکوي ځکه چې په د خدمت په جذبه نه دې ګمارل شوي. قطاتو ته تلو ورسته د هغه کسانو منځته ورځي او هغوی یې مشران دي چې په غلا، په بډې اخیستلو ، په قاچاقو او نورو اداري او اخلاقی فساد تورن دي . نو ددوي کار ښه نتیجه نه ورکوي. د نړۍ والو د ناکامې همدا علت دی.

دويچه ويلي:ستاسې په نظر د کومو شرایطو په اساس یو نفر باید د پولیس په توګه روزنې ته ونیول شي؟

انډيوال: زما په نظر باید په لومړي قدم کې د یو نفر اساس باید معلوم شي. تذکره یې باید پیدا شي چې دا کس څوک دی. داسې نه چې دی یوه ورځ تذکره په ننګرهار کې اخلي په بله ورځ یې په هلمند او یا قندهارکې اخلي. او سمه پلټني یې باید وشي چې دا نفر چې نن تذکره غواړي آیا دده پلار تذکره درلودله اونیکه یې څوک او د کوم ولایت څخه دی. تردې ورسته باید دده څخه ضمانت واخیست شي او ورسته له دې باید د پولیسو لیکو کې ودرول شي او که دا نفر په یوه ولایت کې د احمد او په بل کې د محمود په نوم سبت وي او یو مکرر مجرم وی او د ځان د خلاصولو لپاره دا کار کوی . نو د داسې ستونزو د مخنیوي لپاره دده پیژندګلوي اړینه ده.

دويچه ويلي:د افغانستان د پولیسو یوه بله ستونزه د پولیسو د لیکو څخه د تربیه شوو پولیسو بیرته وتنه ده. ستاسې په نظریې لاملونه څه دي؟

انډيوال: یوه کس چې د ملی کټو په اساس نه وي راغلي او نو هغه د خپل مقصد د پوره کیدو ورسته او د یو څه پیسو د لاسته راوړلو ورسته بیرته په شا کیږي او دویم کله چې دوي ویني چې دلته اداره سالمه نه ده. یو ورځې پاتیږي او بیا بیرته د دشمن د تاثیر لاندې راځي او پر شا کیږي . خو چیرته دې په یو ملي احساس دلته راغلې وای اود پخوا په څیر یې د وطن خدمت په ځان فرض بللې واې او تربیه یې د یوې سپيځلي عقیدې په بنسټ شوای وی نو بیا دې تر مرګه نه تښتي. خو ځینې د یو څو پيسو لپاره راځي هغه تر لاسه کوي او په خپله مخه ځي.

دويچه ويلي: آیا ستاسې په نظر د روزنې دوره چې ځینې مسلکي روزونکي یې لنډه بولي، کم معاش او بې سوادي هغه ډيرې اساسي ستونزې نه دي؟

انډيوال:نن سبا په افغانستان کې رشوت او اختلاس داسې یو حالت ته رسیدلاې دي چې هیڅ سړی یې نه شي زغملې. بې کاري او ناامني خپل اوج ته رسیدلې، بې سوادي ډیره زیاته ده او بې وزلي او فقر تر حده ډير دی. په داسې یو حالت کې باید داسې یوه لاره غوره شي چې هغه مسلکي کسان چې د پولیسو په روزنه کې تجربه ولري. د هغوي نظر وارید شي او د تجربو څخه یې ګټه پورته شي.

دويچه ويلي: د پولیسو د روزنې دوره څومره اوږده باید وي ؟

انډیوال دا لکه د پخوا په څیر شپږ میاشتې باید وي. یو ساتونکې باید شپږ میاشتې وروزل شي. خو تر ټولو مهمه خبره داده چې مخکې د هغې چې دی د پولیسو لیکو ته جلبیږي باید وپیژاندل شي چې څوک دي، د وطن پالنې احساس لري او که نه . ورسته ددې باید دی په هغه روزنیز اورګان کې عملي او نظري زده کړي ترسره کړي. او بیا کله چې ټولنې ته د کار د لپاره تقدیمیږی نو شرط باید دا وي چې دده مشر یو سالم سړې وي بیا نو دهغه ساتونکې په ښه شان خدمت کوی شي.

مرکه کونکې/ مېرمن برېښنا صابر

کتونکی. زيارمل