1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د پوتین د «قسمي بسيج» امر؛ روسان د ګرجستان پر لور تښتي

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

پوتین له خوا د «قسمي بسيج» تر امر وروسته له دغه هېواد څخه د وګړو د تېښتې په اړه خبرونه ورکول کيږي چې په زرونو یې ګرجستان ته هم د رسېدو هڅه کوي. هلته پر پولیسو تور لګول کيږي چې له سرحده د اوښتو په بدل کې له خلکو بډې اخلي.

https://p.dw.com/p/4HMC6
Russland Grenze Grenze Georgien Autoschlange Ausreise
انځور: Olga Smolskaya/SNA/IMAGO

۲۳ کلن نیکيتا دوه ورځې د ترافيکو په ګڼه ګوڼه او انتظار کې تيرې کړې تر څو د ګرجستان سرحد ته ورسيږي. نيکيتا د ګرجستان سرحد ته نژدې د روسیې په خاوره کې د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «ما له روسېې څخه د تېښتې پرته بل انتخاب نه درلود.» هغه زیاته کړه: «زه ولې بايد دغۍ ليونۍ جګړې ته ولاړ شم؟ زه نه غواړم د وسلو خوراک شم، زه خو کوم قاتل نه یم.»

په فيبرورۍ په میاشت کې پر اوکراېن د روسېې د پوځي یرغل له پېل راهېسې دا د عسکرۍ د عمر روسانو د تېښتې تر ټولو نوې څپه ده چې ګرجستان هیواد ته ېې کوي. دغه افراد شا او خوا شل کيلومتره لاره په موټرو بایسکلونو وهي او ځېنې ېې حتې په کيلومترونو لار په پښو وهي څو له سرحده واړوي.

ياد آژانس وايي اکثره نارینه وو سره ېې چې خبرې کړي، هغوی د غچ اخیستنې له ويرې د خپل بشپړ نوم له ښودلو ډډه کړې چې نیکيتا هم په همدې ډله کې راځي.

۳۸ کلن دنیس وايي: «زموږ ولسمشر غواړي چې موږ ټول د ورور وژنې يوې جګړې ته راوباسي، کومه چې هغه په یوه کامله نامشروع ځمکه کې اعلان کړې.»

آلمان له روسیې څخه تېښته کوونکو ته د پناه د ورکړې اشاره کړې

دنيس له خپګانه ډکې موسکا سره وويل: «زه غواړم وتښتم.» هغه د ګرجستان په اړه وايي: «دا زما له پاره په یو ښایسته ګرجستان کې د رخصتۍ ورځو تېرول نه دي، دا یو مهاجرت.»

ګرجستان ته د روسي نارينه و تېښته د پوتین د «قسمي بسیج» له وروستي امر سره کيږي.

د پوتين د «نسبي بسیج» پروګرام

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين د دسمبر په ۲۱مه د دوهمې نړېوالې جګړې وروسته د لومړي ځل له پاره د نسبي بسيج کولو امر صادر کړ. هغه وخت د روسېې دفاع وزارت ويلي وو چې د پوتين د دغه امر مطابق ۳۰۰ زره اضافي عسکر منسجم کيږي چې په هغو کې به هغه پخواني عسکر چې پوځي تجربې لري، هم شامل وي.

۳۲ کلن الکساندر سوداکوف چې د توليداتو په برخه کې یو مدیر دی د پوتين د قسمي بسيج پروګرام مخالف دی. هغه وايي: «اوکراینيان زموږ وروڼه دي. زه نه پوهيږم چې څنګه کولای شم هلته د هغوی د وژلو له پاره ولاړ شم او يا ووژل شم.»

پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

سوداکوف وايي ګرجستان د هغو روسانو له پاره چې د قسمي بسیج طرحې په دليل تېښته کوي تر ټولو ښه انتخاب دی، ځکه روسان کولی شي له ويزې پرته دغه هیواد ته داخل او تر يو کال پورې پکې واوسي.

هغه وايي چې میرمن او یو زوې ېې چې نوی دنیا ته راغلی، پاتې دي او کله چې هغوی هم وروسره يو ځای شي نو د اروپايي اتحادېې په یوه هیواد کې به خپله د پناه غوښتنې درخواست وړاندې کړي.

د روسي مهاجرو هجوم په داسې يو هیواد کې مختلف احساسات راپارولي چېرته چې د روسېې د ۲۰۰۸م کال يرغل دردونکې خاطرې لاهم پکې تازه دي. د ګرجستان په دوو جلاغوښتونکو سیمو کې د روسي ځواکونو له مستقر کېدو، پنځه ورځني جنګ سره، ګرجستان وويشل شو چې کرېملین بیا دغه سېمې د اروپايي اتحادېې په منځګړيتوب د یو اوربند تر رامنځ ته کېدو وروسته د خپلواکو سيمو په توګه په رسميت وپېژندلې.

پوتین د اوکراین پر شرق باندي د نورو بریدونو اعلان وکړ

د تورې بحيرې په غاړه پروت د دغه هیواد د احصايې ادارې په جون میاشت کې وويل چې د جګړې په لومړيو ۴ میاشتو کې نژدې ۵۰ زره روسان دغه هیواد ته داخل شوي دي.

په همدې موده کې شا او خوا ۴۰ زره نور ارمنستان ته تښتېدلي چې هلته هم روسان د ویزې اخیستلو اړتیا ورته نه لري.

۲۳۰۰ موټر سرحد ته د اوښتو په انتظار کې

روسي چارواکو د شنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره ومنله چې له دغه هیواد څخه بهر ته سفرونه ډير شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې په ګرجستان سره په نزدې پرتې سيمه کې د موټرو لويه ګڼه ګوڼه جوړه شوې چې په وینا ېې شا او خوا ۲۳۰۰ رسېدلي موټر سرحد ته د اوښتو ته په انتظار دي.

دغه وزارت له خلکو غوښتي چې د ګرجستان پر لور له «سفر کولو څخه ډډه وکړي». دوی زياتوي چې د کنټرول او تلاشۍ پوستو پر لور تګ راتګ «سخت» شوی چې له کبله ېې د ترافيکو اضافي پرسونل ګمارل شوي دي.

که روسيه اټومي وسلې وکاروي څه به کيږي؟

خو نيکيتا ادعا کوي چې د ترافيکو په مسير کې خنډ د «وحشيانه فساد» له کبله رامنځ ته شوی دی. هغه وويل پولیس په دوره يي شکل د ترافيکو مخه ډب کوي چې دې سره مصنوعي ازدحام جوړوي تر څو ېې په دې ترتیب «له ناهيلو خلکو څخه پېسې ترلاسه کړي وي.»

د پولیسو له خوا د رشوت اخیستلو ادعاوې

نيکيتا زیاته کړه: «په اوس وخت کې تر درې ورځو پورې وخت نيسي چې د ګرجستان تر سرحد پورې دغه ۲۰ کيلومتره لار په موټر کې ووهل شي، خو که تاسو پولیسو ته رشوت ورکړئ بېا نو هيڅ خبره نه شته، هغوی يې یوازې په څو ساعتونو کې له سرحده اړوي.» هغه وايي پوهيږي چې په ځينو مواردو کې خلکو په سلونو ډالر ورکړي دي.

الکساندر سوداکوف وويل چې پولیسو ته ېې ۱۲۰۰ ډالر ورکړي خو بېا ېې هم ۳۰ ساعته سفر کړی تر څو د ګرجستان سرحد ته ورسيږي.

«په میلیونونو خلک به وتښتي»

زیلنسکي د پوتین د اټومي وسلو د استعمال تهدیدات جدي بولي

نيکيتا وايي تر اوسه چې څه ترسره شوي، په باور ېې دا خو لا د ډله ایزو مهاجرتونو پيل دی. هغه وايي: «په میلیونونو خلک به وتښتي، هيڅ څوک نه غواړي چې جګړې ته ولاړ شي، حتی هغه روسان چې د حکومت زهرجنو تبلیغاتو لاندې دي. لکه داسې یوه نظرېه چې روسيه به تر شوروي وروسته یو ځل بیا پر فضا مسلطه کیږي.»

۲۳ کلن ایګور له همداسې کسانو څخه یو دی. هغه چې مسلک ېې آي ټي دی، وايي: «زه یو وطن پرست یم. زه د اوکراین په ځانګړي عملیات کې له پوتین څخه ملاتړ کوم.» اما هغه بیا هم په جګړه کې ونډه اخيستو ته ليوال نه دی: «خو په شخصي توګه زه نشم کولای جنګ ته ولاړ شم، ځکه زه مې د کورنۍ يوازينی نفقه پېدا کونکی یم.»

ایګور وويل غواړي له ګرجستان څخه د آي ټي له ېوې روسي شرکت سره له لرې کار وکړي. پر وینا ېې د پاسپورت ېې يوازې شپږ میاشتې پاتې دي او تر هغه وروسته به اړ شي چې بېرته روسېې ته ستون شي. خو ایګور لږ تر لږه خوښ دی چې ګرجستان ته تلو سره به ژوندی پاته شي: «زه به تر مارچ پورې شپږ مياشتې نور هم ژوندی یم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل