1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «پوتین د سیستم» پر وړاندي اعتراضونه

۱۳۹۰ اسفند ۱۳, شنبه

هغه څه چې تر دې دمخه ئې په روسېه کې چا تصور هم نه سوای کولای، هغه اوس حقيقت لري. د تیرو درو میاشتو راهیسي په مسکو کې په زرونو کسان لاریونونه کوي او د آزادو ټاکنو غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/14ENa
انځور: Reuters

پر دې سربیره په نورو ښارونو کي هم خلک په همدې خاطر احتجاجونه کوي. کارپوهان او سیاستوال په دې آند دي چې د روسېې مدني ټولنه چې په تيرو لسو کلونو کي غير فعاله معلوميده اوس بيرته راويښه سوې ده.

خوهغه چا چې دغه خلک راويښ کړل، هغه خپله ولاديمير پوتين، دئ. د روسیې دغه صدراعظم چي د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۸میلادي کلونو تر منځ د روسیې ولسمشر وو، اوس ئې یو ځل بیا د يکشنې د ورځي « د ۲۰۱۲م کال د مارچ د میاشتې ۴مه» د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نومولی دئ.

د «ټولنيز قضاوت» په نوم د يو غير حکومتي سازمان مشره ناتاليا تاوبينا، وايي چي په هغه ډول او شکل چي دی غواړي بيرته کريملين ته ولاړ سي، د ډيري روسانو د قهر لامل گرځیدلی دئ. پوتين او اوسني ولسمشر ديميتري ميدويديف، د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر په میاشت کې د لمړي ځل له پاره ومنله چې خپلې دندې سره تبديلوي. يعني پوتين به بیرته ولسمشر او ميدويديف، به صدراعظم کيږي. په دې اړه تاوبینا وایي:

«هغه څه چې د خلکو د ډيري عصاب خرابۍ سبب وګرځید، د دسمبر په میاشت کې په پارلماني ټاکنو کې بې مثاله جعل کاري وه. او هغه عادي خلکو چي په خپله خوښه ئې د ټاکنو نظارت کاوه، په خپلو سترګو دغه جعل کاري وليدله.»

تاوبینا په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده همدا کار د اوسنيو احتجاجونو له پاره یوه انګيزه سوه، چې تر نن ورځي پوري دوام لري. شفافه ټاکنې، په ټاکنو کې د سیاسي گوندونو د ونډې اخیستلو له پاره آسانه مقررات او د سياسي بنديانو آزادیدل د ټولنې د مشخصو غوښتنو څخه دي.

د روسيې په احتجاجونو کې تر ټولو زياته ونډه د منځني قشر سره د تړاو درلودونکو ده. په روسيه کې د حزب اختلاف يو پخوانې مشر او پخوانې لومړی وزير ميخايل کاسيانوف، په دې هکله وايي:

«په روسيه کې نن د پراخ احتجاج کوونکي د هغه ښه اقتصادي وضعیت لرونکي انسانان دي چې د اساسي قانون د پلي کېدنې په ترڅ کې د آزادو ټاکنو د قانون د احترام غوښتنه کوي.»

د ميونيخ د لودويگ مکسي مليان د پوهنتون استاده او د ختيځي اروپا کارپوه پېترا ستيکوف، وايي چي په احتجاجونو کي د تعليم يافتو نوو ځوانانو ونډه هم ډېره زياته ده:

« هغه خبره چې ډېره څرگنده ده، هغه دا ده چي په سترو ښارونو کې په لوړه کچه د تعليم يافته ځوانانو تر منځ سياسي پوهه او د سياسي وضعې په هکله پوهاوی ډېر زيات دئ.»

په روسیه کې د ولسمشرې ټاکنې په دې هیواد کې د سیاسي کش او کړپ څپه نوره هم تنده کړې ده. هرو مرو نه ده چې پوتین انديښه ولري، ځکه ښایي د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریالی سي. یوه نظر پوښتنه وایي د ۵۰ سلنې څخه زیات خلک د پوتین پلویان دي، خو اپوزیسون پوتین په دې تورنوي چې خپل پیاوړي مخالفین ئې د سیاسې صحنې څخه غاړې ته کړي دي.

رومان گونچرینکو/ محمد قاسم نوري
کتونکي: سید ریاض