1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پناه وړونکو په هکله فکر وکړﺉ»

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۳, سه‌شنبه

د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، د مسیحی میلاد د اختر په مناسبت په خپله وینا کې پر آلمانانو باند غږ وکړ چی د بهرنیو کډوالو پر وړاندی خپله غیږه پرانیځي. هغه په خاصه توګه د سوریې د کډوالو ناورین ته اشاره وکړه.

https://p.dw.com/p/1AgJj
انځور: JOHN MACDOUGALL/AFP/Getty Images

«آیا هغه څه چې موږ یې له کډوالو سره د مرستی په نامه کوو بس دي؟» له دې پوښتنی سره د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، وغوښتل چې د مسیحی میلاد د اختر یا کریسمس په مناسبت خپله وینا کې د نړۍ د کډواوالو ناورین ته د آلمانانو پام واړوي.

ګاوک وویل چې په کریسمس کې انسانان غواړي چې ورسره ملتیا وشي، ساتنه یې وشي او ورته ځای ورکړل شي. هغه زیاته کړه: «خو د نړۍ ډیر خلک له یو سوله ییز او یو ښایسته اختر څخه بې برخې دي. د نړۍ په ډیرو سیمو کې انسانان په تیښته کې دي.»

د ولسمشر وینا چې معمولا د کریمس په لومړی ماښام د آلمان د ملي تلویزیونو له خوا خپریږي سږ کال تر زیاتې کچې په نړۍ کې د کډوالي ستر ناورین ته ځانګړې شوی ده. ګاوک په خپلې وینا کې د سوریې او د نړۍ له نورو سیمو څخه چیرته چې جګړي روانې دي د هغو انسانانو برخه لیک ته اشار وکړه چې یوازې او یا هم له خپلو کورنیو سره د «ځمکې او اوبو له لارو خطرونه» په ځان مني او د یوه «امن لرونکي ژوند» په هیله «اروپا ته مخه کوي».

ګاوک وویل: «سړی باید داسی فکر ونه کړي چې ګواکې کډوال په دې انتظار اروپا ته راځي چې له یو سو کاله ژوند څخه برخه من شي بلکه تعقیب، ویره، د ژوند خطرونه او بې وزلي هغوی مجبوره کوي چې خپل ټاټوبي پریږیږدي.» هغه زیاته کړه: «هغوی دلته په دې وجه راځي چې له موږ سره له آزادي، د قانون واکمني او امن څخه برخه من شي. هغه څه چې په خپلو هیوادونو کې ترې بې برخې کړای شوي دي.» هغه وویل که څه هم دا خبره صحیح ده چې آلمان نه شي کولای چې هر کډوال ومني خو ګاوک وویل: «د هغه درد او رنځ، ویره او وحشت چی کډوال ور سره اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لاس او ګریوان دي په پام کی نیولو سره باید له ځان څخه پوښتنه وکړو چی آیا رښتیا هم ټولې هغه هڅي مو کړي چې باید یې وکړو.»

هر کال په زرهاو کډوال هڅه کوي چی په زړو او ویجاړو بیړیو کې د مدیترانې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي. په دې سختې لاره باندې په سلهاو انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوی.

د افتخاری کاروکونکو څخه مننه

د آلمان ولسمشر چی پخوا د پروتستانت د یوی کلیسیا ملا وو په خپله وینا کې په انجیل کې د حضرت عیسی (ع) کیسی ته اشاره کوي: « مقدسه کورنۍ هم په تیښته کی وه ترڅو د نوې زیږیدلي ماشوم عیسی (ع) ژوند وژغوري.» ګاوک بیا د خپل هیواد تاریخ ته نظر اچوی او وایی: «آلمانانو هم د جګړو، تعقیب او بې وزلي شپې ورځې تجربه کړې دي. وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې څخه ډیرو خلکو خپل وطن له لاسه ورکړ او له خپلو مینو کډه شول او مجبوره شول چې د یوه نوي وطن په لټه کې شي.»

ولسمشر په خپلې وینا کې د هغو خلکو خدمتونه یاد کړل چی په خپله خوښه او افتخاری توګه یې په آلمان کې سرته رسوي. دغه خدمتونه نه یوازې د طبیعی ناورینونو په وخت کې ډیر زیات ارزښت لري بلکه د بې وزلي د کمولو، د تجرید په مخنیوی او دغه راز د کلتوري ارزښتونو په وده کې هم په ځانګړې توګه د پام وړ دي. ګاوک د خپلې خوښې له کارکونکو څخه مننه وکړه او ویې ویل: «تاسې د آلمان له پاره ستره تحفه یاست.»

ګاوک له خپلې کورنۍ سره کریسمس لمانځي

د آلمان ولسمشر خپله دغه وینا د ولسمشرۍ په ماڼۍ «بیلوفیو» کې د کریسمس د یوې ښکلې سينګار شوې ونې ترڅنګ یی په تلویزیون کې د څپرولو له پاره ثبت کړه. هغه خپله وینا د کریسمس د پیغام په رڼا کې له دې غوښتنې سره پای ته ورسوله: «راځی چې په ګډه د سولې له پاره کار وکړو ترڅو ټوله نړۍ زموږ وطن وګرځي.»

ولسمشر ګاوک د مسیحی میلاد اختر د خپل ژوند له شریکې دانیلا شات، سره په برلین کې لمانځي. میرمن شات مونسترشن نومې ورځپاڼې ته وویل: «د ډیرو خلکو په څیر موږ هم دغه بختوره شپه له خپلې کورنۍ سره د کریسمس ونې تر څنګ له ښو خوړو او بیا کلیسیا ته له تګ سره لمانځو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب