1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پرګنيزو وژنو عاملين په جرمني کي آزاد ګرځي

۱۳۸۸ مهر ۲۹, چهارشنبه

په 1994 زيږديز کال کې د روواندا په هيواد کې د نړۍ د تأريخ د پرګنيزو وژنو تر ټولو ناوړه پيښې وشوې: 800000 تنه، تر ډيره توتسيان(Tutsi )، د دريو مياشتو په ترڅ کې د پوځ او د هوتو مليشاوو لخوا ووژل شول...

https://p.dw.com/p/KCJk
د ايګنيس مورواناشياکه د وخت يو افسر
د ايګنيس مورواناشياکه د وخت يو افسرانځور: Simone Schlindwein

اوس په روواندا کې سوله خوره ده. خو د پولې آخوا په ګاونډي هيواد کانګو کې، نن ورځ لاهم له روواندا څخه عاملين خپل قهر ته وړاندې د ياغيانو په مليشاوو کې سازمان ورکوی. د دوی په مشر او آمر ايګنيس مورواناشياکه پسې په نړيواله توګه لا لټون روان دی. په ده د تر ټولو بدو جنايتونو تور دی. جنګی جنايتونه، د انسان په وړاندې جنايتونه، د پوځی ماشومانو ګومارل او د يوه جنايتکار سازمان لارښودنه، چې په نړی کې په «ترهګرې - ډلې» نومول شوی دی. خو ايګنيس مورواناشياکه د آلمان د منهايم په ښار کې آزاد ګرځي او قضا ورته څه ويلی نه شی. زيمون شليندواين له روواندا څخه رپوټ راکوی.

د روواندا په شمال لويديځ کې د مأتوبو د بيا ادغام کمپ په څرګنده توګه د هغو اورغورځوونکو په لمن کې پروت دی چې روواندا له کانګو څخه بيلوی. د لرګيو په اوږدو څوکيو لکه په کليسا کې له پخوانيو مليشاوو څخه دری سوه نارينه او دوې ښځې ناستې دی او په يوه روواندايي سندره د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته هرکلی وايي. دغه کمپ د دوی په هيواد کې د سوله ايز ژوند په لور د هوتو د بې وسلې شويو مليشاوو - د روواندا د آزادی لپاره د ديموکراتيک ځواک - د جنګياليو لومړنی تم ځای دی. د روواندا د آزادی لپاره د ديموکراتيک ځواک FDLR يا د روواندا د هوتو مليشاوې له پنځلسو کلونو راپديخوا د روواندا د توتسی رژيم په وړاندې له کانګو څخه جګړه پر مخ بيايي. د هغو په ډله کې زيات شمير د پرګنو وژونکی هم ټوپونه وهی.

په حويلۍ کې له ملګرو ملتونو څخه ماتييو بروباخر له څلورو تنو افسرانو سره په چمن کې لترۍ وهلې ده. دﺉ د يا دښت يو پنډ کتاب پرانيزی. پړاو په پړاو ټول نومونه او کارونې له نظره تيروی: څوک امر ورکوی؟ څوک د ملی مصرفونو، ستراتيژی، ايډيالوژۍ مسؤليت لری؟ دوی يوازې په ورو او مات مات ځوابونه ورکوی. دوی نه غواړی خپل نومونه واخلی. ځينو د وژنو ګواښ تر لاسه کړی. دوی ويره لری: ځکه د د روواندا د آزادی لپاره د ديموکراتيک ځواک FDLR مشرايګنيس مورواناشياکه په آلمان کې ژوند کوی. او ښه پوهيږی چې په رسنيو کې د څه شي رپوټونه ورکول کيږی. يو مخکينۍ جګړن څرګندوی چې دقوماندې جوړښت څنګه ترتيبيده.

« جوړښت، دوه ـ يو سياسی او يو پوځی وزر ښيي. مورواناشياکه د سياسی وزر مشر دی. خو دﺉ د پوځ صلاحيت هم لری. د پوځ ستر جنرال سيلويستر مودوکومورا د ده وفادار مادون او ښه ملګری دی. ما هغه وخت چې مورواناشياکه په کانګو کې د خپل پوځ ليدنه کوله، دوې دواړه څارل. د ټولو لخوا د ده ډير درناوﺉ کيده. دﺉ لکه د يوه هيواد ولسمشر حتی د سرتيرو يو ديرش کسيز خاص ګارډ لری.»

ملګرو ملتونو د په منهايم کې د مورواناشيکه د کور د ټليفون او په کانګو کې د موداکومورا د سټي لايت تيليفون تر منځ اړيکي شميرلی دی. دا شهادت ورکوی چې: دوی دواړه په منظم ډول يو له بل سره ټليفونی خبرې کوی. او دغه خبرې هغه وخت زياتيږی چې FDLR په يوه ستونزمن حالت کې راګير شی. لکه په تير فبروری کې چې په دوی جګړه ايز عمليات پيل شول. دا خبره د FDLR پخواني پوځي جنرال روارکابييا هم تأييد کړيده. ده تر 2003 کاله پورې د موداکومورا دنده اجرأ کوله او بيا يې مليشأ پريپښوده.

«کله چې وضعيت ستونزمن وو، نو موږ هر دريمه ورځ يو له بل سره خبرې کولې. پرته له دې په اوونۍ کې يوځل. ما بايد ده ته د وضعيت احوال ورکړی وای. او ده بيا د سياسی موخو په باب معلومات راکول، خپله مفکوره يې څرګندوله چې بيا ما بايد په پوځ کې پلې کړې وای. اکثراً موږ د سټی لايت ټليفون له لارې خبرې کولې او کله هم د ای ميل له لارې لومړی براڅاويلی ته او له هغه ځای نه بيا آلمان ته. »

دا چې د روواندا د آزادی لپاره د ديموکراتيک ځواک FDLR مشر په آلمان کې دی، کومه پټه خبره نه ده. سياست او عدلی ارګانونه ورباندې خبر دی.خو په آلمان کې قضأ ځان ډير لږ خوځوی.

په 2008 کال کې د روواندا لويی څارنوالی د ده په وړاندې د نيونې نړيوال فرمان صادر کړ. موروانشياکه د روواندا تابيعيت لری او سازمان يې په روواندا کې د زيات شمير بشری حقونو په تر پښو لاندې کولو تورن دی. د نيونې دغه فرمان آلمان ته هم رسيدلی دی. خو آلمان روواندا ته د ده تسليمول مجاز ونه بلل. د روواندا په عدليې باندې د بشری حقونو د ټولنو لخوا نيوکې کيږی، ځکه په روواندا کې د عدالت تضمين نه کيږی. خو دا چې د FDLR د مشرمحاکمه به د ده د سازمان د جنايتونو له کبله چيرته کيږی، په رواندا کې که په آلمان کې، دا د روواندا لوی څارنوال نه شی تعينولای.

« دﺉ د داسې يوې وسله والې ډلې مشر دی، چې بی شميره بې ګناه کسان يې وژلی دی او لا يې هم وژنی. FDLR د يوې ترهګرې ډلې په توګه پيژندل شوی ده. دا به ډيره بدمرغي وی چې د قضيې جديت په برلين کې ونه پيژندل شی.»د روواندا لوی څارنوال له آلمانی هم مسلکانو څخه هيله من دی چې د موروانشيکه په قضيه کې ورسره مرسته وکړی. په هر حال روواندا له 15 کلونو راپديخوا د هغو کډوالو په لټه کې ده چې په 1994 کال کې يې د دريو مياشتو په لړ کې 800000 تنه ووژل. د هغو زيات شمير اوس هم د FDLR غړی دی - له دې امله د دغې ډلې له منځه وړل به په روواندا کې د سولې د راوستو لاره هواره کړی. او هغو 1.5 مليون کډوالو ته به زمينه برابره شی چې د کانګو له ختيځ څخه بيرته خپل کور کلی ته لاړ شی.

Schlindwein, Simone/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل