1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پروان پېښي سخت غبرگونونه راپارولي دي

۱۳۹۱ تیر ۱۹, دوشنبه

سید جلال د پروان ولایت د چاریکار ښار اوسیدونکی دﺉ. هغه په دې ولایت کې په عام محضر کې د یوې ښځې وژنې ډیر په قهر کړې دﺉ. افغان حکومت او نړیوالې ټولنې هم دا پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.

https://p.dw.com/p/15Trd
انځور: AP

په یوه ویدیو کې چې د رویترز خبري آژانس تر لاسه کړې ده د پروان په ولایت کې یوه ښځه د شاوخوا ۱۵۰ کسانو په مخ کې څو وارې په ډزو ویشتل کیږي. دغه ښځه په بدلمنۍ تورنه وه. په ویدیو کې ښوول شوي هغه کسان چې په عام محضر کې د دې ښځې د وژنې ننداره کوي دغه عمل ستایي، او تر سره کوونکو ته ئې د «مجاهدینو» خطاب کوي. د افغان حکومت چارواکو د پېښي پړه پر طالبانو اچولې ده.

سید جلال وايي: «موږ به د دې پېښي غچ واخلو. د دغه شان کارونو له کبله موږ له طالبانو څخه نفرت لرو.»

په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الین، دغه پېښه بیرحمي او لوی ظلم بلل دﺉ. د انگلستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې دې پېښي هغه حیران کړی دئ. هغه په عام مظهر کې د دغې ښځې وژنه په سختو ټکو غندلې ده.

د پروان ولایت یو بل اوسیدونکی چې نجیب الله نومیږي وایي: «طالبان غواړي چې زموږ په منځ کې ویره رامنځ ته کړي او پر موږ حکومت وکړي، خو هغوی به هیڅ کله هم کامیاب نه شي.»

په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند په دغه پېښه کې د خپلې ډلې ښکیلتیا رد کړې ده، د پروان ولایت والي ویلي دي چې طالبانو دغه عمل اته ورځې پخوا تر سره کړی دئ.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د ویاند صدیق صدیقي په خبره دا د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو یو ظالمانه عمل وو:

«هغوی ته به بیا هم سزا ورکړل شي لکه چې دوی ته لس کاله پخوا ورکړل شوې وه. موږ به د هغوی د له منځه وړلو له پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

د پروان ولایت د پېښي په اړه په توکیو کې د افغانستان په هکله تر یوه نړیوال کنفرانس وروسته، غبرگونونه وښوول شول. په دې کنفرانس کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۶ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه. له افغانستان سره د توکیو د کنفرانس مرستې په ځینو شرطونو پورې تړلې دي چې پکښې له بشري حقونو او په خاصه توگه د ښځو له حقونو څخه دفاع هم شامله ده.

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت هم دغه پېښه غندلې ده. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن، د توکیو په کنفرانس کې ویلي وو چې د افغان میرمنو له حقوقو څخه باید ساتنه وشي. دا په داسې حال کې ده چې په پروان ولایت کې د ښځو د چارو د ادارې مشره شاجهان یزدانپرست، وایي چې دغه شان پېښي د افغان میرمنو ویره زیاتوي.

افغان میرمنو د طالبانو د رژیم تر ړنگیدو وروسته خپل لومړني حقوق تر لاسه کړل. په داسې حال کې چې اوس هم افغان میرمنې له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي خو په تیرو لسو کلونو کې د هغوی په ژوند کې د پام وړ بدلون راغلی دئ. له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیلیدو سره افغان میرمنې ویره لري چې یو ځل بیا به ئې حقوق تر پښو لاندې شي او د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې به ئې په اوبو لاهو شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض