د پاکستان ډيرو مدافع وکيلانو په اعتصاب لاس پوري کړی
۱۳۸۶ آذر ۱۴, چهارشنبهاعلان
دا خبره په پاکستان کي د مدافع وکيلانو د ټولني لخوا اعلام سوې ده.
ددوي په يوه اعلاميه کي ويل سوي چي د پاکستان مدافع وکيلان به خپل دغه اعتصاب ته تر هغه وخته پوري دوام ورکړي تر څو په دې هيواد کي بيړنی حالت پای ته نه وي رسېدلی او هغه قاضيان چي د بيړني حالت د اعلامولو سره يو ځای د کارونو څخه ليري سوي بيرته پر خپلو دندو نه وي مقررسوي.
د پاکستان په ډيرو ښارونو کي مدافع وکيلانو په يوه عمومي اعتصاب لاس پوري کړي.