1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پوځ: بلوڅ بېلتون غوښتونکو تښتول سوی پوځي افسر وواژه

۱۴۰۱ تیر ۲۴, جمعه

د پاکستان په بلوچستان ايالت کي د زيارت او کوټې ښار تر منځ سيمه کې تښتول سوی د پاکستان د پوځ ډگرمن لئيق بېگ مرزا وژل سوی دی. د پاکستان پوځ د هغه وژل کېدنه تائيد کړېده.

https://p.dw.com/p/4EAHS
Pakistan l Sicherheitskraft am Checkpoint in Quetta
آرشيف انځور ـ په کوټه کي پاکستاني عسکرانځور: Waheed Khan/dpa/picture alliance

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جولای ۱۴نېټه) وويل چې د خپل تښتول سوي ډگرمن د موندلو عمليات يې تر سره کړل، خو دغه تښتول سوی نظامي يې د اورپکو له خوا په ډزو وژل سوی.

د امنيتي چارواکو په ويڼا ډگرمن لئيق بېگ مرزا د سه شنبې په ورځ ناوخته د وسله والو له خوا تښتول سوی ؤ. د رويټرز خبري آژانس د خبر له مخې دا هغه وخت کله چې هغه د خپل يو ملگري او کورنۍ د غړو سره له يوې غرني سټېشن څخه د کوټې ښار پر لاره ؤ.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ يا (BLA) په نوم د بلوڅانو بېلتون غوښتونکې اورپکي ډلې د دغه تښتونې پړه په غاړه اخيستې وه. په بلوچستان کي پر دا ډول يو لوړپوړي پاکستاني نظامي صاحب منصب باندې بريد کمساری دی.

د پاکستان پوځ ويلي دي چي څرخي الوتکو يې د تښتول سوي ډگرمن د موندلو او ژغورلو په مقصد عمليات پېل کړل. د پوځ په وينا د تلاښ په دغه عملياتو کي يې د چهارشنبې په ورځ ناوخته په نژدې غرونو کې په يوه شېله کي ۸ اورپکي وليدل.

د پاکستاني پوځ یو وياند په يوه اعلاميه کې ويلي دي کله چې اورپکو خپله ممکنه محاصره حس کړه، نو هغوی ډگرمن په ډزو وواژه. په اعلاميه کې راغلي چې دوه اورپکي ووژل سول خو شپږ نور په تېښته بريالي سول.

امنيتي چارواکو ويلي دي چي اورپکو د ډگرمن يو ملگری هم تښتولی ؤ، چې وروسته يې دغه کس هم وژلی دی. د دغه تښتول سوي دويم کس نوم عمر ياد سوی دی. د تښتونې ياده پېښه د زيارت غرني سټېشن او کوټي تر منځ پر لويه لاره رامنځته سوې وه.
د يو امنيتي چارواکي په وينا چې نه يې غوښتل نوم يې څرگند سي، د عمر مړی د پنجشنبې په ورځ په يوه بله غرنۍ سيمه کي وموندل سو. دغه چارواکي و رويټرز خبري آژانس ته ويلي دي چي د رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه ده ورکول سوې.
د بلوچستان ليبرېشن آرمي يا د بلوچستان د آزادۍ پوځ په نوم وسله واله ډله او د اورپکو نورې بېلتون غوښتونکي ډلې له زياتو کالونو راهيسي په بلوچستان ايالت کي فعالي دي. دا په داسي حال کي بلوچستان د چين هيواد د زياته پانگه اچونه ځان ته راجلب کړېده.

سربیره پر دې د روان عيسوي کال د اپريل په مياشت کې په کراچي ښار کې درې چينايي ښوونکي په يو ځانمرگي بريد کي ووژل سول. چين دغه بريد سخت غندلی ؤ د کوم پړه چي د بلوچستان د آزاۍ پوځ په غاړه اخيستې وه.

اورپکو د فبرورۍ په مياشت په بلوچستان کي د پوځ پر يوې قرارگاه په بمونو او راکټونو سره هم حمله کړې وه چې پکښي ۷ پاکستاني عسکر او ۱۳ اورپکي وژل سوي ول.
آ./ا.ا./ا.خ.ح.