1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د پاکستان پولیسو د عمران خان پر ضد تروریستي تورونه درج کړي

۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبه

د اسلام آباد پولیسو د يکشنبې په ورځ، د پاکستان پر پخواني صدراعظم عمران خان او هغه ته پر نژدې ۱۷ مرستندویانو او پلویانو د تروریستي او نور تورونو دوسیه درج کړه. په دغو افرادو کې پخواني وزیران او وکیلان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/4OuH8
Pakistan | Imran Khan | ehemaliger Premierminister
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS

د اسوشيېتید پریس په حواله، د اسلام آباد پولیسو د عمران خان او هغه ته د نژدې ۱۷ کسانو پر ضد تورونه وروسته له هغې لګولي چې تېره ورځ (د ۲۰۲۳م کال د مارچ ۱۷مه) د خان پلویان په پلازمینه کې له امنيتي ځواکونو سره ونښتل.

د پاکستان پخواني صدراعظم تېره ورځ د اختلاس ېوې دوسېې په تړاو د اسلام آباد په یوه محکمه کې راڅرګندېدی او د هغه پلویان بیا له دغې محکمې بهر له ولاړو پولیسو سره د څلورو ساعتونو له پاره ونښتل.

پولیسو په دغه اخ و ډب کې له باتومونو یا لاسي ډنډو او اوښکې بهونکو ګازو استفاده وکړه په داسې حال کې چې د خان پلویانو بیا د افسرانو پر لور د اور بمونه او ډبرې وارې کړې.

ورته نور ولولئ:محکمه کې د عمران خان حاضرېدل؛ اسلام آباد کې شدید امنیتي تدابیر نيول شوي

په دغو تاوتريخوالو کې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته کې ۵۰ افسران ټپیان شوي او دغه راز یو شمیر موټرونه او موټرسیکلونه سوځيدلي دی. پولیس وايي چې د دغو نښتو پر مهال د خان ۵۹ پلویان نيول شوي دي.

رپوټ وايي چې عمران خان په واقعیت کې هيڅ کله هم د محکمې په منځ کې راڅرګند نه شو تر څو له هغو تورونه سره مخ شي چې ورباندې لګیدلي دي. پر هغه تور دی چې د صدراعظمۍ پر وخت ېې له بهرنیو چارواکو ترلاسه کړې ډالۍ په غیرقانوني توګه پلورلي او خپلې شتمنۍ ېې مخفي ساتلي دي.

پولیس وايي چې د دغو نښتو پر مهال د خان ۵۹ پلویان نيول شوي دي
پولیس وايي چې د دغو نښتو پر مهال د خان ۵۹ پلویان نيول شوي ديانځور: ARIF ALI/AFP

د اسلام آباد پولیسو د شنبې ورځې په دوسیه کې له عمران خانه علاوه، د پارلمان پخواني او اوسني غړي، پخواني وزیران، د ملي اسمبلې پخوانۍ مشر او د خان ګڼ شمیر پلویان هم درج شوي دي. په رپوټ کې د دغو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوي. پر دوی لګول شوو تورونو کې د تروریزم په ګډون، د پولیس افسرانو د وظایفو د اجرا مانع کيدل، پر پولیسو حملې، د افسرانو ټپي کول او پر مرګ د هغوی ګواښل شامل دي.

ورته نور ولولئ: د پاکستان محکمې د عمران خان د نیولو عمليات ځنډولي دي

د شنبې ورځې پيښه د تېرکال په اپریل کې د پاکستان پارلمان له خوا د ۷۰ کلن خان تر سلب صلاحیت کېدو وروسته د هغه او د حکومت تر منځ د راولاړ شوو سیاسي اختلافاتو په لړ کې د تاوتريخوالو وروستۍ پېښه ده.

عمران خان چې په ابتدا کې د پاکستان د کريکټ ستوری وو، وروسته یې سیاست ته مخه کړه. هغه ادعا کوي چې د هغه د ځای ناستي شهباز شریف او د واشنګټن د یوې توطیعې په نتیجه کې سلب صلاحیت شوی، هغه څه چې شریف او واشنګټن دواړه ېې ردوي. خان دغه ادعاوې له کومو شواهدو پرته کوي.

زیاته شوې چې تېره ورځ د اسلام آباد تر څنګ، په لاهور ښار کې هم د عمران خان پلویانو د خان کور ترڅنګ له پولیسو سره ښکیل شوي ول. تېره اوونۍ پولیس د عمران خان د نيولو په موخه د هغه کورته ورغلل چې د دوو پر له پسې ورځو له پاره د خان د پلویانو له مخالفت سره مخ شول.

ورته نور ولولئ: د پاکستان پولیس د عمران خان د نېولو په موخه د هغه کورته ورغلي

   (AP)mks/aa/

زموږ له آرشیف څخه یو انځوريز البوم هم کتلی شئ: