1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان په قبايلي سيمو کي د امريکا پوځي نقش

۱۳۸۹ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

په پاکستان کي د بغاوت پر ضد مبارزه کي څانګړي امريکايي روزونکي پرته له دې چي څوک يې وويني ستر نقش لوبوي.

https://p.dw.com/p/MvT5
امريکايي پوځيان د روزني پر مهال
امريکايي پوځيان د روزني پر مهالانځور: AP

هغوی په هغه پروګرام کي چي نوم يې دی د پاکستان قبايلي سيمي دي د طالبانو څخه پاکول او ابادول پاکستاني ملېشې روزي.

د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع وزارت او حکومتي چارواکي وايي، په اوسني وخت کي دغه خاص امريکايي روزنکي چي شمېر يې 100 ته رسيږي اجازه نه لري، چي په قبايلي سيمو کي د پاکستان په پوځي عملياتو کي ګډون وکړي.

يوه امريکايي چارواکي چي د خپل هويت د نه څرګندولو په شرط يې خبري کړي ويلي دي، چي پاکستان ددې مخالف دی چي په پوځي عملياتو کي امریکايي پوځيان ګډون وکړي.

خو تر کومه ځايه چي معلومه سوې ده امريکايي څانګړي روزونکي د پاکستان د سرحدي ملېشو په روزلو کي د هغه څه څخه ډيره مرسته کوي، چي تر اوسه پوري روښانه سوې ده.

د بيلګي په توګه هغوی قبايلي سيمي سروې کوي او د هغو پروژو مسوليت يې په غاړه اخستی چي هدف يې د خلکو ملاتړ تر لاسه کول دي، په څانګړې توګه هغه سيمي چي د وسلوالو طالبانو څخه پاکي سوي دي.

د پنتاګون په يوه وړانديز کي ويل سوي دي، چي ددغو پوځي روزونکو په اختيارکي شاوخوا 10مليونه ډالره ښوول سوی دي، چي د هغه څخه په ګټه اخستني سره په هغه سيمه کي ملکي پروژې په کار واچوي.

د امريکا ددفاع وزارت او د حکومت ددغه پروګرام د بربنډولو څخه ډه ډه کوي، ځکه د امريکايي پوځيانو په حضور سره په پاکستان کي سخته کرکه موجوده ده.

پاکستاني او امريکايي چارواکي اندېښنه لري، چي که چيري ددې پروګرام په جزياتو باندي په ښکاره توګه خبري وسي، کيدای سي چي په پاکستان کي امريکايي ضد قوتونه د حکومت پرضد پاڅون ته نور هم ولمسول سي.

قبايلي سيمو ته بيرته ستنېدونکي ګډوال
قبايلي سيمو ته بيرته ستنېدونکي ګډوالانځور: AP

په ټول پاکستان کي په اوسني وخت کي شاوخوا 200 امريکايي پوځي منصوبين حضور لري، چي کابو نيمايي يې په پاکستان کي د امريکايي تاسيساتو ساتنه کوي.

د پاکستان په شمال لوېديځه صوبه کي د فيبرورۍ په مياشت کي د درو تنو خاصو امريکايي روزونکو وژل دا ښي چي په پاکستان کي د دوی مامريت څومره له خطر سره مخامخ دی او په پټه کار کوي.

واشنګټن د پاکستان سره اوس پر دې باندي بحث کوي چي ددغو څانګړو روزونکو شمېر ډير کړي او قبايلي سيمو ته يې ولېږي. خوا دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي دا کار به وسي که نه.

د رويترز خبري آژانس ته د امريکا د دفاع وزارت يوه چار واکي ويلي دي، چي موږ ددې پروګرام څخه ملاتړ کو په څانګړې توګه د پردې تر شا د پاکستان له پوځ حکومت او هغو کسانو سره چي دې سيمي ته يې امن راوستلی دی قانونيت ورکړل سي.

د امريکايي چارواکو د ويناو له مخه دغه 10 مليونه ډالره مرسته چي د امريکا د دفاع وزارت لخوا به تصويب سي. د« Commders Emargency Response Program » يا د قوماندانانو بيړنی نومي پروګرام له مخه ترحه سوې ده.

د نومي پروګرام له مخي طرحه شوي ده، دغه پروګرام په افغانستان کي د امريکا متحده ايالاتو د نوي پوځي ستراټيژي يوه برخه ده او په عراق کي لا مخکي پلي شوي ده.

د نوموړي پروګرام هدف دا دي تر څو د سيمه ايز خلکو او د هغوي د مشرانو اعتماد لاس ته راوړل شي او د ياغيانو سره له مرستو ډه ډه وکړي. دغه پروګرام مخکي له دي يواځي په افغانستان او عراق کي د جګړو د سيمو لپاره په پام کي نيول شوي ؤ نه د پاکستان لپاره.

په سرحدي سيمو کي پټ امريکايي عسکر
په سرحدي سيمو کي پټ امريکايي عسکرانځور: AP

په پاکستان کي د ياغيانو ضد عملياتو لپاره د پاکستاني پوځ د سمبالو او د روزني په موخه د مالي مرستو د زياتولو ترڅنګ جمهور رييس بارک اوباما د امريکا د مرکزي استخباراتو اداري، CIA، ته دنده ورکړي چي په قبايلي سيمو کي د القاعدي او طالبانو د هدفونو پر ضد د بي پيلوته الوتکو عمليات نور هم تند کړي.

د پاکستان په قبايلي سيمو کي په «علاقه غير» هم شهرت لري د امريکا متحده ايالاتو د پوځي پروګرام په چوکاټ کي د ملکي پروژو پلي کول هم پلويان لري او هم انتقاد کونکي. انتقاد کونکي وايي، کيداي شي دغه ډول مرستو ته په پاکستان کي د متحده ايالاتو د مداخلو په سترګه وکتل شی او هلته د وضعيت د لا خړپړ تیا سبب وګړځي.

خو پلويان وايي چي د پرمختيايي مرستو لپاره دغه ډول ځانکړي پروګرامونه اړين دي ، ځکه عادي ملکي پروژي ډير وخت غواړي چي د حکومت د اړوندو ارګانونو له خوا تصويب شي. هغوي وايي چي وضعيت په قبايلي سيمو کي ډير ناخوال دی، ثبات هلته وجود نه لري چی عادي پرمختيايي مؤسسي کار وکړاي شي.

د متحده ايالاتو د دفاع وزارت چارواکي وايي، دغه ډول پوځي – ملکي پرورګرام ته اړتيا ده تر څو هلته امينت ټيیګ شي، جګړه ځپلی سیمو کی بي ځايه شوي خلک بيرته خپلو کورنو ته ستانه شي او له هغی وروسته غير حکومتي سازمانونه وکړاي شي کار وکړی.

AG/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل