د پاکستان صدراعظم غواړي ايتلافي حکومت ته نجات ورکړی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبهد ګوند د وياند فرحت الله بابر د وينا له مخی دوی پدی اړه سلا مشوری کولی چی آيا لمړی وزير يوسف رضا ګيلانی د مسلم ليګ د ګوند د ۹ وزيرانو داستعفا وړانديیزونه ومنی اوکنه۰
د مسلم ليګ د ګوند غړيو وزيرانو د سه شنبی په ورځ، خپلی استعفي ګانی وړاندی کړی وی۰خو د پاکستان لمړی وزير جیلانی د دوی استعفي ګانی ردی کړی۰
خو نوموړو وزيرانو ويلی دی چی دوی به سره له هغه هم کار ته لاړ نشی۰ زرداری د چهارشنبی په ماښام ويلی دی چی دی له پخوانی لمړی وزیر نواز شريف سره په تماس کی دی او د دوی د لانجی د حل کولو په هڅه کی دی۰
زرداری زياته کړيده چی که څه هم د خلکوګوند د حساب له مخی په پارلمان کی ډيرکی لری، خو بيا هم هڅه کوی چی د مسلم ليګ د ګوند وزيران په کابينه کی پاتی شی ۰د حکومتی بحران د مشرف لخوا برطرف شويو قاضيانو دبيا مقررولو په مسلی باندی منځ ته راغلی دی۰
نواز شريف دد ی ناند رو له امله د دوشنبی په ورځ له کابينی څخه د خپل ګوند د وزيرانو د استعفی اعلام وکړ۰ خو وروسته له هغه يی ویلی دی چی د مسلم ليګ ګوند په پارلمان کی د خلکو له ګوند سره خپل ګډکارته دوام ورکوی۰ اود هغو د اقليت د حکومت ملاتړ کوی۰ نواز شريف اوآصف علی زرداری د مياشتی په سرکی اصولا لدی سره موافقه کړی وه چي برطرفه شوی قاضيان د تيری دوشنبی تر ورځی پوری بيرته مقرر کړی خو تر ټاکل شوی مودی پوری دوی د هغو د بيرته مقررولو په بڼه باندی موافقه ونشوای کولی۰
نوازشريف له ۶۰ څخه ډيرو قاضيانو د سمدستی بيرته مقررولو تقاضا کوی۰ دغه قاضيان د تير کال د نوامبر په مياشت کی دپوځي واکدار مشرف لخوا له کاره بر طرف کړای شول۰ خو د خلکو ګوند له مشرف سره دګډ کار غونتونکی دی اوپدی عقيده دی چی کيدای شی د اساسی قانون دغه قاضيان، د خپلو بيا مقرريدوڅخه وروسته د پخوانی جمهور ريیس بيرته ټاکل کيدل غير قانونی اعلام کړی۰
مشرف په قضاباندی د زرداری او دهغه دمير منی بينظير بوتو بښل کيدل ورومنل ، زرداری په اختلاس تورن وو د قاضيانو د بيا مقرريدو په صورت کی کيدای شی چی دا بښنه هم دوی غير قانونی اعلام او لغوه يی کړی.