1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان سياسي او قومي مشران له غني سره ويني

سيد رياض۱۳۹۳ دی ۱۸, پنجشنبه

په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ به د پاکستان یو شمیر سیاسي او قومي مشران له افغان جمهور رئيس سره په کابل کې ملاقات وکړي. د غني ویاند د وینا له مخې دغو مشرانو ته جمهور رئیس محمد اشرف غني بلنه ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/1EGaQ
انځور: DW

د دغه سفر موخه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو لا ښه کول ښوول شوي دي. تر دې د مخه هم دې ته ورته سفرونه شوي دي. د افغانستان د جمهور رئیس ویاند نظیف الله سالارزي له دویچه ویله سره په تليفوني خبرو کې وویل: «دا د هغو سفرونو په تعقیب سفر دی چې په تیرو کلونو کې د دواړو هیوادونو د سیاسي او قومي مشرانو او مخورو تر منځ تر سره کیدل.»

د سالارزي په وینا د دې سفر اصلي موخه د اړیکو د لا ښه کولو او ټینگولو تر څنگ د هغو گډو هڅو پیاوړي کول دي چې موخه يي «په دواړو هیوادونو کې د تروریزم پر ضد گډه مبارزه ده.»

دا چې په دغه پاکستاني پلاوي کې څوک گډون لري، سالارزي يې په اړه جزئیات ور نه کړل. هغه یوازي دومره وویل: «سیاسي مشران هم پکې شته، قومي مشران هم دي او مخور هم دي.» د سیمې په رسنیو کې راغلي دې چې ښايي په دغه استازي کې د جمعیت علما پاکستان گوند مشر مولانا فضل الرحمن هم وي. مولانا فضل الرحمن د پاکستان په هغو مذهبي مشرانو کي شمیرل کیږي چې د افغان طالبانو په ملاتړ شهرت لري.

د پاکستان د عوامي نیشنل گوند سیاستوال او سناتور افراسیاب خټک له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل، چې افغان ولسمشر د پاکستان د سیاسي گوندونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده. خټک چې پخپله هم په دغه پلاوي کې گډون لري وویل چې د هغه د معلوماتو له مخې په دې استازو کې «اسفندیار ولي خان، آفتاب احمد خان شیرپاو، محمود خان اڅکزي او ده ته بلنه ورکړل شوې ده.» خو هغه په خپلو خبرو کې وویل چې کیدای شي نورو مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې وي.

دا چې په کابل کې به پر کومو موضوعاتو خبري وشي، خټک وویل، کله چې د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د تيرکال په نومبر مياشت کې پاکستان ته سفر وکړ له دغو مشرانو سره یې ولیدل: «هغوی [محمد اشرف غني] ویلي ول چې دا لیدنه کتنه لنډه ده. تاسې به په جنوري میاشت کې کابل ته راشئ، څو په کراري او تفصیلي توگه خبري اتري وشي. پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر ډیر کامیاب بلل شوی، چې گويا د دغه سفر په نتیجه کې د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکو کې ډیر ښه والی راغلی دی.»

د افراسیاب خټک په وینا دوی به له افغان ولسمشر سره پر دې باندي خبري وکړي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په ځانگړې توگه د ترهگرۍ پرضد مبارزه کې همکاري زیاته شي.

دا چې په کومه برخه کې د دواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې ښه والی راغلی دی، خټک وویل: «بدلون راروان دی، یو مثبت بدلون دی. د دواړو هیوادونو د سیاسي مشرتابه تر منځ هم مناسبات ډیر صمیمي دي او همداشان د دواړو هیوادونو د نظامي رهبرۍ تر منځ هم مناسبات ښه شوي دي.»

د جمهور رئيس غني د وياند سالارزي په وینا دغه سفر به د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اړيکو باندي مثبتي اغېزې ولر: «له هري هغه وسیلې څخه به کار واخیستل شي چې د دواړو هیوادونو اړیکي لا پسې پیاوړي او ټینگي کړي.»